په مسلمان ولس او ټولنه کې، کله چې د اسلامي سیاست او قانون د حق عملي کېدو خبره مطرح کېږي، نو عالم، پوه او مدبر رهبر ته اړتیا وي. د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو، په ځانګړي ډول د اسلامي تاریخ په څلورو راشدو خلافتونو کې، خلفاء او امیران نه یوازې د حکومتولۍ تاج، شوکت او ځواک ته متوجه وو، بلکې د الله تعالی د احکامو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت او تګلارې پرمختګ او عملي کولو ته یې هم ځانګړې پاملرنه کوله.
د تاریخ په پاڼو کې د مسلمانانو د خلفاوو او امیرانو د عدالت په اړه ډېرې پېښې ثبت شوې دي. بل لور ته، د دوی د علمي، عقلي او فکري څېړنو په اړه هم ګڼ روایتونه او واقعات شته. د خلفای راشدینو په وخت کې د حضرت عمر رضی الله عنه عدالت، د عمر بن عبدالعزیز عدالت او په څلورو خلافتونو کې د امیرانو په لاس یا د هغوی په هڅو د نورو علمای کرامو له خوا داسې علمي، اکتشافي، پوځي او هر اړخیز نوښتونه رامنځته شوي دي، چې نن ورځ موږ د هغوی له نوښتونو او تجربو څخه ګټه اخلو او تقلید یې کوو.
دا چې افغانان نن د شرعي امارت تر سیوري لاندې ژوند کوي، الحمدلله، عالم، پوه، مدبر او مؤمن امیر هم لري؛ داسې امیر چې هر قول، خبره او کړنه یې د الهي قانون له احکامو، د محمدي سیرت، احادیثو او فقهي نظریاتو سره په تړاو او مطابقت کې وي. د اسلامي امت بقا او ځواک په دې کې نغښتی دی چې پر شریعت، حدیث او فقه کلک پاتې شي او پابندي یې وکړي. همدا لامل دی چې اسلام د ځمکې هر کونج او اړخ ته رسېدلی دی. رښتینی ځواک، حریت او قوت هم په همدې اصولو کې نغښتی دی.
له همدې امله، عالیقدر امیرالمؤمنین د امت هغې اړتیا ته، چې لسیزې ترې ټول امت محروم شوی و، د پاملرنې او دوام لپاره ملا وتړله. هره خبره، توصیه، فرمان، سیاسي مشوره، کړنه او قانون یې د شریعت، احادیثو او فقهي اصولو تر چتر لاندې او د هغو مطابق خپل ولس او مسلمانانو ته وړاندې کړل. مهمه دا ده چې د دغو توصیو، احکامو او فرامینو اغېزې په تېرو پنځو کلونو کې څومره ګټورې او اغېزمنې وې او دي؟
شریعت د مسلمان او په عمومي توګه د انسان د لارښوونې او رهنمایۍ بنسټ دی؛ هغه بنسټ چې حقیقت او ارزښتونه پکې څرګندېږي. د ښځو حقوق، چې څلوېښت کاله په افغانستان کې له صفر سره مخ وو او د ښځو شرعي ارزښتونه او حقوق د کلتور قرباني شوي وو، نن یې ګورو چې د ښځو د شرعي حقوقو په برخه کې څومره قضیې حل شوې او د پخوا په پرتله د جبر، ظلم او قرباني کېدو د پېښو مخه څومره نیول شوې ده؟
د امیرالمؤمنین په یوه حکم او فرمان سره د نشهيي توکو قاچاق او کښت څنګه له سل سلنې څخه تر صفر سلنې پورې راښکته شو؟ د شریعت په مقابل کې د باطلې ډیموکراسۍ د فکر او ترویج مخه څنګه په چټکۍ ونیول شوه؟ هغه فکر چې نړیوال او ولسي ارزښت او مشروعیت یې د خپلې الګو په توګه وړاندې کاوه. نن د شریعت او امارتي قانون مطابق د مسایلو حل او فصل د خلکو او ولس هیله ده.
د شرعي بانکي او اقتصادي نظام اغېزې وګورئ، چې څنګه د فشارونو او بندیزونو باوجود زموږ بانکي او اقتصادي نظام پر خپلو پښو ولاړ دی او هېواد د اقتصادي ځانبسیاینې پر لور روان دی. د علم او علمیت ارزښت ته وګورئ؛ پخوا به د جمهوریت او ډیموکراسۍ له امله شرعي او عصري حقایق په ازاده توګه نه شوای بیانېدای او نه یې د اظهار زمینه برابره وه، خو نن څنګه داسې څه وینو چې ان اټکل مو هم نه و کړی؟
د امیرالمؤمنین فرمانونو، احکامو او توصیو ثابته کړې ده چې رښتینی امن، حریت، اقتصادي او سیاسي ځواک او پرمختګ په شرعي احکامو او د امیر په اطاعت کې نغښتی دی. که موږ د امیر د توصیو، احکامو او فرامینو اطاعت او پابندي نه وای کړې، نن به د ښځو پر وړاندې جبر موجود وای، د انسانانو د ضرر مخنیوی به نه وای شوی او امن او امنیت به له ګواښ سره مخ وو.
نو ځکه ویلای شو چې د امیرالمؤمنین د شریعت مطابق د فرامینو، توصیو او احکامو اغېزې او پایلې هغه عوامل دي چې زموږ سیاست او قانون یې د نړۍ د پام وړ ګرځولي دي.










































