د حدیبیې په سیمه کې چې کله د کفارو له لوري یو استازی راولېږل شو، نو له یوې داسې حیرانوونکې صحنې سره مخ شو چې ساری یې نه لیدل کېده. دا خو عادي خبره وه چې پیروان د خپل مشر هر امر پر ځای کوي؛ خو دلته خبره تر دې هم لوړه وه: مشر به لا څه نه وو ویلي، خو پیروانو به یې د هغه د عمل په څېر هماغه عمل ترسره کاوه. د هغه اشاره، بلکې د سترګو له کونج څخه یې یوه لنډه کتنه هم داسې درک کېده او پرې عمل کېده چې د اسمان پر څنډو د لمر د وړانګو په څرګندو حرکتونو کې یې هم ساری نه موندل کېده. د هغه استازی هک پک هغه مهال پاتې شو چې ویې لیدل: محبوب مبارک لاړې تو کوي، خو هغه لاړې لا ځمکې ته نه وي رسېدلې چې مینهوال یې د ترلاسه کولو لپاره یو له بل څخه مخکې کېدو ته سیالي کوي!
دا هغه تلپاتې او نههېرېدونکې منظره ده چې مسلمانان پرې ویاړي او د نړۍ خلک یې تر ننه په حیرانتیا کې دي چې د مینې او پیروۍ دا کومې نندارې دي چې دوی یې ویني؟
که په غور ورته وکتل شي، د هغوی حیرانتیا هم پر ځای ده او هم بېځایه. پر ځای ځکه ده چې دوی د سیاسي مشرانو لپاره یو ځانګړی معیار ټاکلی دی؛ د دغه معیار له مخې، د ګټو په کچه د مشر او پیرو ترمنځ لوړې ژورې زغمل کېدای شي، خو د ژورې عقیدت او مینې تصور پکې ځای نه لري. او بېځایه ځکه ده چې د دوی معیار یوازې پر بشري عقل ولاړ دی، له اسماني لارښوونو بېبرخې او د وحې له رڼا څخه محروم دی.
دا د وحې برکتونه او یا یې پایلې دي چې د رهبرۍ وړ هغه څوک ګڼي چې پر ځمکه د الله تعالی د خلافت دروند مسؤلیت یوازې د دې لپاره پر اوږو واخلي، څو د خالق او مخلوق ترمنځ واټن له منځه یوسي او بنده له خپل مالک سره ونښلوي. په دې صورت کې الله تعالی دغه دروند مسؤلیت پر غاړه اخیستونکی خلیفه د خپل استازي په توګه معرفي کوي او د هغه اطاعت او مینه د خپل اطاعت او مینې په څېر ګڼل کېږي.
بیا چې هغه څه وایي، هغه یوازې د ده شخصي خبره نه وي او د خپل ذات استازیتوب نه کوي. که هغه رسول وي، نو په مستقیم ډول الهي احکام ترلاسه کوي او د همدغو احکامو متن او تشریح، د خپلو ویناوو او لارښوونو په بڼه خلکو ته وړاندې کوي او د هغو عام تبلیغ کوي. خو که له رسول پرته بل څوک د خلافت پر مقام کېني، نو د خلافت دروند مسؤلیت هغه مهال په سمه توګه پر غاړه اخیستلای شي چې خپلې ټولې لارښوونې او فرمانونه د شریعت په چوکاټ کې داسې برابر کړي چې په لومړي نظر کې هم د سپېڅلي شریعت روح او لارښوونې پکې څرګندې وي.
په داسې حالت کې دغه انسان د عامو خلکو تر کچې لوړه مرتبه خپلوي او د نړۍ د اصولو له مخې د محبوب استازی ګڼل کېږي. په پایله کې یې مینه په ناپامۍ سره د خلکو په زړونو کې ځای نیسي او د وینې په څېر د انسانانو په رګونو کې بهېږي او حرکت کوي. له همدې امله دا لړۍ له حدیبیې څخه هم پخوا موجوده وه او تر نن ورځې پورې د تاریخ په هر پړاو کې، د ځمکې په بېلابېلو سیمو کې، پرته له کوم ځنډه روانه پاتې شوې ده؛ تر دې چې د اتلانو په ټاټوبي افغانستان کې د څلورو لسیزو له اوږدې او خونړۍ جګړې وروسته یو نظام رامنځته شو.
د دغه نظام بنسټ د امت د هغو ځوانانو په وینو خړوب شوی او لا هم خړوبېږي چې په زړونو کې یې د توحید ژمنه او تړون ځای درلود، سینې یې د الله تعالی له کلامه ډکې وې او ژبې یې د نړۍ د خالق او مالک په یاد لمدې وې. هغوی د الهي مینې په اور کې سوځېدل؛ تر دنیا یې آخرت ډېر غوښت، د دې فاني ژوند پر ځای یې د تلپاتې او ابدي ژوند په لټه کې در په در ګرځېدل. د اسلام او ایمان په شتمنۍ سمبال وو، د آزادۍ او خپلواکۍ په جذبه مست وو، د بېوسو او کمزورو مرسته یې خپله دنده او د الله تعالی رضا یې خپل ستر هدف ګڼله.
له همدې امله، د داسې نظام د جوړېدو تر شا چې د ختیځ او لویدیځ د مسلمانانو مرستې ورسره مل وې، د میلیونونو میندو آهونه او د بېشمېره مظلومانو دعاګانې ولاړې وې. نو رهبر یې هم داسې شخصیت و چې د دې خاورې له بېساریو او وتلو څېرو څخه ګڼل کېده؛ د آزادۍ اتل، د خپلواکۍ د کاروان مخکښ، د قربانۍ او استقامت بېساری سمبول او د علم او عمل یوه داسې ځانګړې نړۍ چې په خپل ذات کې یې ځای درلود.
هغه شخصیت چې د رهبرۍ واګې یې په لاس کې واخیستې، سمدستي یې د خلافت راشده د تګلارې په څېر ټولو ته عمومي بلنه ورکړه چې موږ د شریعت د پلي کولو لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو یو او تر هغه به خپلې مبارزې ته دوام ورکوو، څو شریعت نافذ شوی نه وي. له همدې امله هر مسلمان چې زموږ په کړنو کې د شریعت خلاف یوه خبره هم وویني، کولای شي په لوړ غږ یې څرګنده کړي او د شرعي مکلفیت له مخې باید موږ پرې خبر کړي، څو خپله اصلاح وکړو.
د رهبر اعلی د همدې حکم د عملي کولو په موخه د هېواد په ګوټ ګوټ کې علماوو کرامو د امیرالمؤمنین فرمانونه تر څېړنې او ارزونې لاندې ونیول. د امارت د واګو له ترلاسه کولو وروسته د امیرالمؤمنین له لوري صادر شوي ټول احکام یې یو په بل پسې راواخیستل، وڅېړل او د محمدي شریعت پر تله یې وتلل. د دې څېړنې او ارزونې په پایله کې ورته څرګنده شوه چې دغه شخصیت، چې ګام په ګام د الهي مرستو په سیوري کې روان دی، داسې لارښوونې او فرمانونه صادر کړي چې د شریعت بشپړ انځور پکې څرګندېږي او په هېڅ ځای کې یې د شریعت له اصولو څخه د ذرې په اندازه انحراف نه تر سترګو کېږي. له همدې امله پرېکړه وشوه چې په دې اړه خپل علمي لیدلوری د شریعت د لارښوونو په رڼا کې وړاندې کړي.
د فرمانونو د ترسره شوې څېړنې پایلې په بېلابېلو علمي او څېړنیزو مقالو کې ځای پر ځای شوې او په دې توګه د هېواد له ګوټ ګوټ څخه نږدې زر علمي مقالې راټولې شوې، چې د اویاوو څخه په زیاتو ټوکونو کې د راټولېدو زېری یې ورکړل شوی دی.
وروسته پرېکړه وشوه چې دغه مقالې په لوړه کچه هم وارزول شي. د همدې څېړنو د دقیقې او هر اړخیزې ارزونې لپاره یوه پراخه کمېټه جوړه شوه. دغې کمېټې له میاشتو کار او څېړنې وروسته، په پای کې مقالې وارزولې او د خپلې ارزونې له مخې یې د تأیید او بریا سند ورکړ. له دې وروسته د لوړو زدهکړو وزارت اعلان وکړ چې د دغو علمي هڅو او څېړنو د درناوي په موخه به یو علمي کنفرانس جوړ کړي، چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه به لوړپوړي دولتي پلاوي او د علم او څېړنې مینهوال پکې ګډون وکړي او د دې ستر ګام ستاینه به وکړي.
د خپل رهبر د لارښوونو او فرمانونو دومره پراخ هرکلی او علمي ارزونه، له یوې خوا بېساری اقدام دی او له بلې خوا دا ډول زړوره علمي او انتقادي څېړنه په اوسنۍ نړۍ کې هم یو ستر کار بلل کېږي. دا هغه جرئت او آزادي ده چې د یوه ستر رهبر د خبرو او صادر شوو فرمانونو د څېړنې او نقد اجازه ورکړل شي، څو معلومه شي چې ایا دغه فرمانونه له شریعت سره سمون لري او که نه؟ بلکې تر دې هم وړاندې دا وڅېړل شي چې په هغو کې د زمان او مکان شرایط او د خلکو مصلحتونه په پام کې نیول شوي دي او که نه؟ همدارنګه دا هم وارزول شي چې دغه فرمانونه د رعیت پر ژوند څه ډول او تر کومې کچې اغېز لرلای شي او د هغو اغېزې هسې نه وي چې په منفي لوري روانې وي؟
دا هغه کار دی چې نه یې په کوم جمهوري نظام کې د دې کچې بېلګه لیدل شوې او نه هم تر اوسه په کوم شاهي نظام کې د هغه لسمه برخه عملي شوې ده. په رښتیا هم دا ډول جرئت یوازې هغه څوک ورکولای شي چې د خلافت دروند مسؤلیت یې یوازې د خیر او ښېګڼې د خپرولو لپاره پر اوږو اخیستی وي؛ د شخصي ګټو د راټولولو پر ځای د الله تعالی د بندګانو د چارو د سمبالولو او هغوی ته د ګټې رسولو هڅه کوي.
او د داسې رهبر فرمانونه یوازې هغه رعیت په علمي او انتقادي څېړنه کې تر ارزونې لاندې راوستلای شي چې لوړ همت ولري، فکر او لیدلوری یې پر اسلامي اصولو ولاړ وي او له خپل حاکم څخه دومره ډاډمن وي چې ان یو عادي وګړی هم وکولای شي د هغه تېروتنه په پوره جرئت ور په ګوته کړي او د خپلې خبرې د څرګندولو لپاره یې په کلکه د حساب او پوښتنې مخې ته ودروي. کله چې د رهبر او رعیت ترمنځ حالت دې پړاو ته ورسېږي، نو هم به رهبر سرلوړی وي او هم به یې رعیت سرلوړی وي، ان شاءالله!













































