الله تبارک وتعالی د کایناتو دا کاروان د یوه ځانګړي نظم، حکمت او موخې له مخې پیدا کړی دی. د دې نړۍ د چارو د سمبالولو لپاره د رب العالمین یو تکویني نظام شته، چې له مخې یې له بېلابېلو مخلوقاتو څخه ډول ډول خدمتونه او کارونه اخلي. په دغو چارو کې تر ټولو لوړ او ستر کار د الله تعالی د سپېڅلي دین خدمت، د هغه خپرول او انسانیت ته د خیر پیغام رسول دي.
خو د انسان د ژوند تر ټولو ستره غمیزه او فکري تېروتنه همدلته راڅرګندېږي؛ کله چې انسان د دنیاوي اسبابو، ظاهري مقام او د دین د خدمت ظاهري بڼه د خپلې اخروي نېکمرغۍ او نجات قطعي ضمانت وګڼي. دا هغه نازک او خطرناک پړاو دی، چې د ظاهر او باطن ترمنځ تضاد انسان په داسې ځانغولونه کې راګیروي، چې پایله یې په آخرت کې تلپاتې زیان او بدمرغي کېدای شي.
د دې فکري او اصلاحي حقیقت د درک لپاره اړینه ده، چې د کایناتو د چارو اصولي نظام او د الله تعالی سنت وپېژنو. د اسلام له بنسټیزو او منل شویو اصولو څخه یو دا دی، چې الله تعالی د خپل دین د ساتنې او د دنیاوي نظام د بقا لپاره هر څوک د یوې وسیلې په توګه کارولی شي او په خپل حکمت سره داسې کوي هم. د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو ډېر ژور او له عبرته ډک حدیث د دې حقیقت ټول اړخونه روښانوي.
په صحیح البخاري کې د «باب إن الله يؤيد الدين بالرجل الفاجر» تر سرلیک لاندې، د «کتاب الجهاد والسير» په برخه کې، په ۳۰۶۲ شمېره حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «إِنَّ اللَّهَ لَيُؤَيِّدُ هَذَا الدِّينَ بِالرَّجُلِ الْفَاجِرِ.»
ژباړه: بېشکه الله تعالی د دې دین ملاتړ او پیاوړتیا د یوه فاجر او ګناهګار انسان په وسیله هم کوي.
که د دې مبارک حدیث ژورو معناوو ته ځیر شو، نو دا حقیقت د لمر په څېر څرګندېږي، چې الله تعالی له یوه انسان څخه د دین خدمت اخیستل، یا هغه د خپل تکویني نظام یوه برخه ګرځول او د خیر د خپرېدو وسیله کول، په هېڅ صورت دا قطعي ضمانت نه دی، چې دغه انسان به د الله تعالی په وړاندې هم مقبول او د جنت مستحق وي.
الله تعالی کله ناکله د خپل بشپړ حکمت له مخې د داسې یوه انسان، واکمن یا ډلې په وسیله اسلام او مسلمانانو ته ګټه رسوي، چې په باطن کې د ایمان له خوږوالي بېبرخې وي، یا له اخلاقي او روحي فساد سره مخ وي. دغه انسان ښايي د خپلې کومې دنیاوي ګټې، سیاسي مصلحت یا شخصي دښمنۍ له مخې داسې پرېکړه یا عمل وکړي، چې په غیرمستقیم ډول د دین د پیاوړتیا لامل وګرځي.
څرنګه چې د دغه ګناهګار انسان د عمل تر شا د الله تعالی رضا او د دین د خالصې سربلندۍ نیت نه وي، نو د هغه عمل که څه هم د کایناتو په عمومي نظام کې ګټور تمام شي، خو د ده په شخصي عملنامه کې د نېکۍ په توګه نه ثبتېږي. د هغه ګناه او روحي فساد د ده په خپل ذات پورې تړلی پاتې کېږي او د همدې له امله په آخرت کې د سزا مستحق ګرځي.
له دې ځایه د موضوع دویم او تر ټولو مهم اړخ راڅرګندېږي؛ هغه اړخ چې د ټولنې له هغې طبقې سره تړاو لري، چې په ظاهره د نېکانو، پرهېزګارانو او دیندارو خلکو په ډله کې شمېرل کېږي. هغه کسان چې په ټولنه کې د حافظ، عالم، مفتي، فقیه، حاجي او مجاهد په درنو لقبونو یادېږي او خلک یې په اړه ښه ګومان لري، چې دا هغه کسان دي، چې د شپې پر سجاده ولاړ وي او د ورځې د دین د سربلندۍ لپاره هڅې کوي.
پر دغو کسانو د نورو عامو خلکو په پرتله ډېر دروند او سخت مسؤلیت پروت دی. کله چې الله تعالی د خپل تکویني نظام له مخې دغه ډول خلک د دین د ظاهري خدمت، د سفر د ستونزو او یا د جهاد په ډګرونو کې کاروي، چې کله ناکله یې غړي هم د دین په لاره کې ټپیان یا شهیدان کېږي، نو پر هغوی لازمه ده چې د خپل ظاهر تر څنګ د خپل باطن څارنې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
یو عادي ګناهګار او فاسق انسان عموماً له خپل حالت څخه خبر وي. هغه پوهېږي چې د ګناهونو په ناولي ډنډ کې لوېدلی دی؛ له همدې امله په زړه کې د عاجزۍ، پښېمانۍ او توبې د پیدا کېدو امکان لا هم پکې شته. خو د یوه ظاهراً نېک او د دین د خدمتګار انسان لپاره تر ټولو ستر او وژونکی خطر ریا، ځانخوښونه او شهرتغوښتنه ده. کله چې ټولنه د هغه درناوی کوي، د قربانیو ستاینه یې کوي او د متقي په سترګه ورته ګوري، نو نفس اماره په ډېرې پټې او خاموشې توګه دغه ظاهري عزت د خپل حق په توګه ګڼل پیلوي.
انسان په دې فریب اخته کېږي، چې ګواکې دی د دین دومره ستر خدمت کوي، نو ځکه د الله تعالی محبوب او مقبول بنده هم دی. له همدې ځایه د باطن زوال پیلېږي. د نیت لوری د الله تعالی له رضا څخه د خلکو د ستاینې، د خپل نفوذ او د دیني مشرتابه د ترلاسه کولو پر لور اوړي. ظاهري جامې یې لا هم د تقوا وي، خو زړه یې د اخلاص له خوشبویۍ تش او د دنیاوي جاه او جلال په مرکز بدل شوی وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپلو احادیثو کې د دغه خطرناک باطني نفاق او د هغه د اخروي پایلې انځور په خورا جدي او اغېزناک ډول وړاندې کړی دی. په صحیح مسلم کې راغلی هغه مشهور حدیث په دې اړه د عبرت یوه ستره بېلګه ده، چې د قیامت په ورځ د الهي محکمې یوه صحنه بیانوي.
په لومړیو هغو دریو کسانو کې چې د دوزخ پرېکړه به یې په اړه کېږي، کوم مشهور غل، لاروهونکی یا د کفر علمبردار به نه وي، بلکې هغه کسان به وي چې په ظاهره د نېکانو د کاروان مخکښان ګڼل کېدل، په دوی کې به یو هغه مجاهد وي، چې د جګړې په ډګر کې یې د زړورتیا بېلګې وړاندې کړې وي او په ظاهره یې خپل ژوند د الله تعالی په لار کې قرباني کړی وي؛ خو د الله تعالی له لوري به ورته وویل شي: تا جګړه د دې لپاره کوله، چې خلک دې زړور وبولي، او په دنیا کې همداسې درته وویل شول. له همدې امله به یې مخ پر ځمکه راکاږل کېږي او دوزخ ته به واچول شي.
دویم به یو عالم او قاري وي، چې شپه او ورځ یې د دین زده کړې او ښوونې ته تېر کړي وي؛ خو الله تعالی به ورته وفرمایي: ستا نیت دا و، چې خلک دې عالم او قاري وبولي، او په دنیا کې همداسې درته وویل شول. د هغه برخلیک به هم دوزخ وي. درېیم به یو سخي انسان وي، چې خپل مال یې په پراخه کچه لګولی وي؛ خو موخه یې دا وه، چې خلک یې سخي وبولي. هغه څه چې غوښتل یې، په دنیا کې یې ترلاسه کړل او په آخرت کې ورته هېڅ هم پاتې نه شول.
دا مبارک حدیث د هر فکرمن مسلمان هغه اندېښنه په بشپړ ډول تأییدوي، چې انسان ښايي په دنیا کې د دې خوشباورۍ او غفلت په حالت کې ژوند وکړي او له نړۍ څخه په دې ګومان ولاړ شي، چې ګواکې د دین ستر خدمت یې کړی دی؛ مدرسې یې جوړې کړې، جوماتونه یې آباد کړي، کتابونه یې لیکلي او یا یې د جهاد په ډګرونو کې برخه اخیستې ده. هغه به په دې باور وي، چې د قیامت په ورځ به یې د عملنامې کتاب په ښي لاس کې ورکول کېږي؛ خو کله چې پرده پورته شي او د نیتونو حقیقت څرګند شي، نو خدای مه کړه، داسې نه وي چې د عملنامه یې په چپ لاس کې ورکړل شي!
دا به د تلپاتې حسرت او پښېمانۍ هغه حالت وي، چې له هغه ځایه بېرته راګرځېدل، د تېروتنو جبران او د بیا هڅې کولو هېڅ فرصت نه وي. له خپل ځان سره د انسان تر ټولو ستره خیانت او ځانغولونه همدا ده، چې هم دنیا وبایلي او هم آخرت له لاسه ورکړي.
په دې ټوله موضوع کې یو بل مهم اړخ د الله تعالی د «فضل» مسئله ده. ډېر خلک د خپلې سستۍ، غفلت، نیمګړتیاوو او باطني فساد د پټولو لپاره د الله تعالی د فضل تر نامه لاندې ځان ته ډاډ ورکوي او وایي: «الله غفور او رحیم دی، پر موږ به فضل وکړي.»
بېشکه د الله تعالی فضل یوه جلا، خپلواکه او بېپایه حقیقت دی. د الله فضل د هېڅ مخلوق د قانون تابع نه دی. هغه پر هر چا چې وغواړي، هر څومره چې وغواړي او په هر ډول چې وغواړي، خپل فضل کولای شي. هېڅ داسې انسان چې په دنیا کې د نېک عمل کولو اختیار ورکړل شوی وي، د الله تعالی پر دې اختیار د اعتراض حق نه لري.
د الله تعالی د فضل په اړه هېڅوک کوم قطعي سند، بشپړ علم او ځانګړی تصور نه لري. ان هغه څوک چې دغه فضل به ورپه برخه کېږي، تر هغه وخته پرې نه پوهېږي، څو یې چې الله تعالی ورپه برخه نه کړي. د الهي فضل په اړه تل ښه ګومان لرل او د الله تعالی له رحمت څخه د امید ساتل د ایمان اساسي غوښتنه او د بندګۍ روح دی. د هر مؤمن لپاره د الله تعالی د فضل هیله لرل اړین دي.
خو دلته یوه ډېره نازکه او مهمه نکته باید درک شي. د الله تعالی په اړه ښه ګومان او د هغه د فضل هیله هغه مهال رښتینې او ګټوره وي، چې انسان د خپل توان او وس مطابق د نېکۍ پر لاره د تګ هڅه کوي. دلته هغه مثال په بشپړ ډول صدق کوي، چې یو انسان پخپله د یوه بدبویه او ناولي ډنډ په منځ کې پروت وي، د نافرمانیو او ګناهونو په چټلیو کې ډوب وي، خو هیله یې دا وي چې د شاهي بڼونو د خوشبویه ګلونو له عطرو څخه برخمن شي. دا ډول تمه هېڅکله له واقعیت سره سمون نه لري.
د الهي فضل رښتینې هیله انسان نېکو اعمالو ته هڅوي، نه دا چې د ګناه او نافرمانۍ پر وړاندې یې بېپروا او زړور کړي. د انساني فطرت له غوښتنې سره سم، که انسان د نېکۍ پر لاره د تګ پر مهال کومه نیمګړتیا، تېروتنه یا لغزش وکړي، نو زړه یې باید پرې ودردېږي؛ سمدستي د الله تعالی دربار ته سر ټیټ کړي، بښنه وغواړي او له ګناهونو څخه د راوتلو لپاره هڅه وکړي. کله چې په انسان کې دغه درد، د توبې دوام او عاجزي پیدا شي، نو بیا د الله تعالی د فضل هیله هم ګټوره وي او د هغه د ثمرې او اجر د ترلاسه کولو امکان هم رښتینی کېږي.
د دې تفصیلي بحث او ژور درک وروستۍ پایله او تر ټولو مهم ټکی دا دی، چې د کایناتو اصولي نظام پر خپل ځای ثابت دی، د اعمالو بدله د نیتونو له مخې ورکول کېږي او د الله تعالی فضل د رښتینې غوښتنې او اخلاص غوښتنه کوي.
له همدې امله هر هغه څوک چې الله تعالی د خپل دین د خدمت لپاره په هره کچه بوخت کړی وي، که هغه د علم، تدریس، دعوت او یا جهاد په ډګر کې وي، باید هره شېبه له ځان سره په محاسبه او وېره کې وي. هغه باید تل له ځان څخه دا پوښتنه وکړي، چې هسې نه د الله تعالی په تکویني نظام کې یوازې د یوې بېروحه وسیلې یا د یوه «فاسق او فاجر خدمتګار» په توګه کارول کېږم؟!
هغه باید خپل اعمال، اخلاق او نیتونه په دوامداره توګه وڅېړي او خپل باطن د حسد، کبر، ریا او دنیاپالنې له ناولو ځانګړنو څخه پاک کړي؛ څو کله چې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړي او د محشر په محکمه کې یې حساب ورسره کېږي، نو د الله تعالی د حساب په دفتر کې یې نوم د یوه فاسق او فاجر په توګه نه، بلکې د مخلصو، نېکو او پرهېزګارو بندګانو په کتار کې ثبت وي. دا به د انسان خپل عمل، خپل اخلاص، د نېکو اعمالو پر دوامداره هڅه او د هغه د باطن رښتینولي وي، چې دا پرېکړه به کوي چې په کوم کتار کې درول کېږي.
الله تعالی دې موږ ټولو ته د ظاهر او باطن یووالی، رښتینی اخلاص او د خپل ځانګړي فضل په وسیله د هغو درنو بندګانو په ډله کې د شاملېدو توفیق راکړي، چې د قیامت په ورځ به خپلې عملنامې په ښي لاس کې ترلاسه کوي. آمین.











































