دلته به د داعشي خوارجو په وړاندې، د اسلامي امارت بريالۍ مبارزې باندې خبرې وکړو او دا به روښانه کړو، چې داعش په وروستيو کلونو کې څومره ځپل شوی او د اسلامي امارت د بریاليتوب راز په څه کې و.
له کومې ورځې چې اسلامي امارت بيا ځلې قدرت ته ورسېد، ټول هېواد د اسلامي امارت تر واک لاندې راغی، د امريکا په شمول ټول اشغالګر قوتونه له هېواده ووتل، د جمهوريت په نوم اداره ړنګه شوه او اسلامي نظام قايم شو؛ په دې وخت کې داعشي خوارجو خپل سر را پورته کړ.
داعش په لومړيو کې په ځينو عامه ځايونو بريدونه وکړل، ملکي هېوادوال يې شهيدان او ټپیان کړل، غوښتل يې چې يو ځل بيا افغانستان د جنګ ميدان وګرځوي او د خپلو بادارانو نامشروع غوښتنې په هېواد کې پياده کړي.
خو د اسلامي امارت امنيتي ځواکونو په ډېر جديت او قاطعيت سره د يادې ګمراه ډلې پر وړاندې مبارزه پيل کړه؛ په کومو ولايتونو کې چې يادې فتنې سر را پورته کړی و، پر وړاندې يې عمليات ترسره شول او یادې ډلې ته يې سخت تلفات واړول.
د اسلامي امارت د بې ساري بریالۍ مبارزې په پايله کې د داعش خوارجو مهم قومندان ووژل شول، ډېری کسان يې ژوندي ونيول شول، يو شمېر نور يې له هېواده وتښتېدل او په ګاونډیو هېوادونو کې يې پناه واخېسته.
د اسلامي امارت د درې کلنې بريالۍ مبارزې په پايله کې، د داعش ډله سخته وځپل شوه؛ اوس ياده ډله په هېواد کې د لويو بريدونو توان نه لري، په نظامي او فکري برخه کې له سختې ماتې سره مخ ده او هېوادوالو ته يې اصلي څهره بربنډه او وښودل شوه.
اوس داعش ډله نه په افغانستان کې ځای لري، نه خواخوږۍ، د هېواد په يوه لوېشت خاوره باندې هم تسلط نه لري او د سخت زوال په حالت کې ده؛ مونږ باور لرو که د اسلامي امارت دا مبارزه همداسې ګړندۍ روانه وي، نو ډېر ژر به په هېواد کې د خوارجو دغه ګمراه ډله په بشپړ ډول له منځه لاړه شي.