په عراق او سوریه کې د داعش د ودې عوامل
دا چې عراق او سوریه د داعش د فعالیتونو په مهمو مرکزونو بدل شول، د دغو دواړو هېوادونو د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او امنیتي عواملو د پېچلي تعامل پایله وه. که څه هم دغه عوامل په بېلابېلو وختونو کې راڅرګند شول، خو په پای کې سره یوځای شول او د داعش د «ځاناعلان شوي خلافت» جغرافیایي قلمرو یې رامنځته کړ. د دغو عواملو له پېژندلو پرته، د داعش د راټوکېدو او پراختیا اصلي لاملونه په سمه توګه نه شي درک کېدای.
د صدام حسین د رژیم له نسکورېدو او ورپسې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو له اشغال وروسته، عراق له ژورو سیاسي بدلونونو او پراخ اداري او امنیتي ګډوډۍ سره مخ شو. د اشغالګرو چارواکو له لومړنیو پرېکړو څخه یوه د عراق د پوځ بشپړ منحلول او د حکومت او عامه ادارو څخه د بعث ګوند د غړو پراخه تصفیه وه. دغه سیاست، چې د «بعثیانو د حذف سیاست» په نوم مشهور شو، زرګونه پخواني پوځي افسران او دولتي کارکوونکي یې په یوه وار بېروزګاره کړل او داسې بحران ته یې لاره هواره کړه چې اغېزې یې کلونه دوام وکړ.
د ځینو راپورونو له مخې، نږدې سل زره بعثي ځواکونه، چې د صدام فدائیان، د ولسمشرۍ ګارد، استخباراتي منسوبین او جګړهلیدلي افسران هم پکې شامل وو، د همدې پالیسۍ له امله له دندو ګوښه شول. دغو کسانو، چې د عراق د امنیتي جوړښت ملا تیر ګڼل کېدل، خپلې دندې، د عاید سرچینې او ټولنیز حیثیت له لاسه ورکړ او په تدریجي ډول د حکومت ضد وسلهوالو ډلو سره یوځای شول.
د دغو کسانو له ډلې څخه «حجي بکر» تر ټولو مشهور و. نوموړی د صدام د استخباراتو یو ډګروال و، چې وروسته له داعش سره یوځای شو او د داعش د پوځي چارو اصلي طراح وګرځېد. هغه د داعش د تشکیلاتي جوړښت او د سیمو د نیولو د عملیاتو په طرحه او تنظیم کې مهم رول ولوباوه. د ترلاسه شویو اسنادو له مخې، نوموړي د بعث ګوند د استخباراتي او امنیتي جوړښت په تقلید، د داعش د «خلافت» د ادارې لپاره یو مفصل پلان جوړ کړی و، چې پکې د سازماني جوړښت نقشې، د مسؤلینو نوملړ، د هغوی دندې او د یوه هېواد د تدریجي نیولو تګلاره شامله وه.
له بلې خوا، د صدام له نسکورېدو وروسته د عراق حکومتونو د اهل سنتو پر وړاندې د تبعیضي سیاستونو په خپلولو سره، په سني مېشتو سیمو کې د بېعدالتۍ او محرومیت ژور احساس رامنځته کړ. سیاسي واک تر ډېره د شیعه او کردي جریانونو لاس ته ولوېد او د الانبار، نینوا، صلاحالدین او کرکوک په څېر ولایتونه له ډېرو بنسټیزو دولتي خدمتونو بېبرخې پاتې شول. بېوزلي، محرومیت، خپلسري نیونې او ډلهییز اعدامونه د عراق د اهل سنتو په منځ کې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدل.
دغه وضعیت، چې د شیعه او سني ترمنځ د اوږدمهالو مذهبي اختلافونو پایله وه، د تکفیري ډلو د ودې لپاره تر ټولو مناسب چاپېریال برابر کړ. همدارنګه، د اهل سنتو ډېر منځلاري او مليپال مشران، چې د اعتدال او ملي یووالي غږ یې پورته کولای شو، په ترهګریزو بریدونو او یا امنیتي عملیاتو کې ووژل شول. د هغوی نشتون افراطي ډلو ته زمینه برابره کړه، څو د عراق پر سیاسي او ټولنیز جوړښت پراخ نفوذ ومومي.
په سوریه کې کورنۍ جګړه، چې د ۲۰۱۱م کال د مارچ په میاشت کې د واکمن نظام پر ضد د ولسي اعتراضونو له امله پیل شوه، ډېر ژر په یوه پراخ بشري او امنیتي ناورین بدله شوه. تر ټولو مهم عامل چې په سوریه کې یې داعش ته د ودې فرصت برابر کړ، د حکومت پر ضد پراخ ولسي اعتراضونه او ورپسې د هېواد په ختیځو او شمالي سیمو کې د مرکزي حکومت د واک کمزوري کېدل وو. دولت په دغو سیمو کې خپل کنټرول له لاسه ورکړ او پر ځای یې لومړی بېلابېلې وسلهوالې مخالفې ډلې او وروسته افراطي تنظیمونه واکمن شول. رقه وروسته د داعش د ځاناعلان شوي خلافت د پلازمېنې په توګه اعلان شوه.
د علویانو او اهل سنتو ترمنځ د فرقهییزو شخړو پراخېدو، داعش ته دا فرصت په لاس ورکړ چې د «اهل سنتو د دفاع» تر شعار لاندې زرګونه کسان خپلو لیکو ته جذب کړي. له بلې خوا، د سیمې ځینو هېوادونو د واکمن نظام د نسکورولو په موخه د وسلهوالو مخالفو ډلو مالي او پوځي ملاتړ کاوه؛ خو د دغو مرستو یوه لویه برخه ورو ورو د داعش لاس ته ورغله او د دې ډلې پوځي ځواک یې په بېساري ډول پیاوړی کړ.
داعش، چې په عراق کې له سختو امنیتي فشارونو سره مخ و، په ۲۰۱۳م کال کې د سوریې خاورې ته واوښت، لومړی یې ختیځې سیمې او وروسته رقه تر خپل واک لاندې راوسته. ځکه چې نه د سوریې مرکزي حکومت او نه هم مخالفو وسلهوالو ډلو د داعش د مخنیوي توان درلود، نو دې ډلې په لنډ وخت کې د سوریې پراخې سیمې ونیولې او د عراق او سوریې ترمنځ یې خپله ځمکنۍ اړیکه ټینګه کړه.
داعش د بانکونو، دولتي زېرمو او د نفتو د ساحو له لوټ څخه سترې مالي او تسلیحاتي سرچینې ترلاسه کړې، چې له امله یې د نړۍ تر ټولو شتمنه او ورانوونکې تکفیري ډله وګرځېده. په دې توګه، عراق او سوریه هر یو د خپلو ځانګړو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو شرایطو له مخې د داعش د ودې لپاره مناسب چاپېریال برابر کړ او د دغو دواړو هېوادونو د بحرانونو یوځای کېدو د معاصر تاریخ تر ټولو خطرناکه تکفیري ډله راوزېږوله.










































