یو پنځوس ورځې کلابندي اوږده شوه او په پای کې دا ښار ونیول شو په کومه ورځ چې دا ښار ونيول شو، د سه شنبې ورځ د جمادي الآخر لسم تاریخ (۸۵۷هـ) کال و، سلطان د ښار له نیولو وروسته د نصاراوو په لویه کلیسا (آيا صوفيا) کې د جمعې لمونځ وکړ؛ دا یو ګنبد لرونکې ودانۍ وه چې لوړوالی یې تر آسمانه ښکارېده او د مصر د اهرامونو په ډول کلکه وه چې په لوړوالي کې د اهرام په اندازه وه.
سلطان په استنبول کې د علم داسې بنسټ کېښود چې د مینځه تلو هیڅ وېره یې نه وه، د لوړو ګنبدو او پراخه دروازو لرونکې ډېرې نورې مدرسې یې جوړې کړې چې په اسانۍ ورته ننوتل ممكن وو او یو جامع نصاب يې ورته وټاکه، الله تعالی دې هغه ته لوړې درجې او نېکې بدلې ورکړي هغه دې خدای په لوی اجر ونازوي او ډېر ثوابونه دې ورکړي.
د راتلونکي لپاره یې داسې درجې برابرې کړې چې خلک به ورته په خوارۍ سره رسېدل، تر دې چې هغه د دنیا له سعادت سره – سره په دنيوي وسيلو اخروي سعادت هم ترلاسه کړ، سلطان له لېري – لېرې ښارونو لوی – لوی علماء خپل دربار ته راوغوښتل هغوی ته یې ډالۍ ورکړې او له هغوی سره یې د مینې، نرمۍ او مهربانۍ ډک چلند وکړ، چې له ډلې يې مولانا علي قوشجي، فاضل طوسى، علامه کوراني او داسې نور وو.
د دین د علماوو له کبله استنبول د نړۍ تر ټولو لوی ښار شو، چې د وياړ او پرمختګ د کان په نوم یادیده، دې ښار د هر فن علماء لرل، نن هم د استنبول علماء د نړۍ له لويو علماوو څخه دي او کاريګر يې په کار کې په احتیاط او مهارت مشهور دي، د دې ځای دولت د ډېرو نېکمرغيو څښتن دی، سلطان محمد فاتح چې په مسلمانانو کوم احسانونه کول، په ځانګړي ډول په علما وو، هغه له شمېر وتلي دي.
الله تعالی دې په هغه رحمتونه و اوروي، د هغه خطاوي دې وبخښي، له هغه څخه دې راضي شي او په نېکانو کې یې نوم همداسې په لوړيدو وساتي.












































