رواني او تبليغاتي جګړه، په عصري نړۍ کې د وسلوالې جګړې تر څنګ تر ټولو مهم ډولونه ګڼل کېږي. دا جګړې د ذهنونو، احساساتو او ارادو په وړاندې ترسره کېږي او ډېر وخت يې پايله له پوځي بريدونو ډېره اغېزناکه وي. رواني جګړه، د جګړې هغه ډول دی، چې وسله پکې نه کارول کېږي، مګر اغېز يې له وسلوالې جګړې ډېر زیات او ژور وي. دا جګړه د انسانانو د ذهن، احساساتو، وېرې، هیلو او ارادې په وړاندې ترسره کېږي. يعنې: هغه پلان شوې هڅې دي چې د مخالف لوري سرتېرو، قومندانانو، عامو خلکو او حتی خپل اړخ د مورال لوړولو لپاره کارول کېږي. موخه يې دا ده چې دښمن پرته له دې چې ډېرې ګولۍ وویشتل شي، ماتې ومني، تسلیم شي یا خپل پلان بدل کړي.
رواني جګړه ګڼ ډولونه لري:
سپينه رواني جګړه: په دې دول جګړه کې ريښتونې معلومات په خاص ډول وړاندې کيږي.
توره رواني جګړه: د دښمن په تړاو بشپړ درواغ او جعلي خبرونه وړاندې کول.
خړه رواني جګړه: په ډول جګړه کې د روانو حالاتو په تړاو نيمه ريښتيا ويل کيږي.
وسايل او تکتيکونه يې:
لوړ غږ، څراغونه او موسیقي (د خوب د مخنيوي لپاره). جعلي خبرونه او ويډيوګانې، د اسيرانو سره خاص چلند څو هغوی تبليغات وکړي. د ټولنيزو پاڼو کمپاینونه، د ويرې خپرول او نور…
دا جګړه ولې اغيزمنه ده؟
ځکه چې انسان ذهن يې تر هر څه زیات حساس دی. که مورال مات شي، تر ټولو قوي پوځ هم سقوط کوي. یو عسکر چې باور لري “موږ ماتې خورو”، هغه له جګړې مخکې ماتې خوړلې ده. نن ورځ رواني جګړه د هر هېواد ملي دفاع برخه ګڼل کېږي. هېوادونه خاص “رواني عملیاتو څانګې” لري چې ۲۴ ساعته کار کوي.
تبلیغاتي جګړه:
تبليغاتي جګړه هغه جګړه ده چې په کې د “حقیقت” په اړه لانجه روانه وي. څوک به خپله کیسه غالب کړي؟ څوک به نړۍ ته وښيي چې “موږ ښه یو او هغوی بد دي”؟
يعنې، دا جګړه د معلوماتو او کیسو له لارې د خلکو ذهنونه لارښوونه کوي. خپل لوري ته ملاتړ راټولوي او دښمن بدناموي. دواړه سره تړلي دي. تبليغات د رواني جګړې يوه مهمه برخه ده.
تبليغات څه دي؟ تبليغات يا (پروپاګند) هغه سیستماتیک او پلان شوی کار دی چې د رسنیو، هنر، تعلیم او کلتور له لارې د خلکو ذهنونه لارښوونه کوي. هدف يې دا دی چې خلک یو ځانګړی نظر قبول کړي. د رواني جګړې په څېر دا جګړه هم هماغسې سپينه، توره او خړه نوعه لري. په سپينو تبليغاتو کې دا ويل کيږي چې ستاسو خپل اړخ څومره بريالی دی. په تورو تبليغاتو کې په کامله توګه درواغ (جعلي عکسونه، جعلي ويديوګانې، جعلي غږونه او نور… ) خپريږي. په خړو تبليغاتو کې مخلوط موجود وي. يو څه ريښتيا او ډېر جعل.
د تبليغاتي جګړې عصري وسايل خورا ډېر خطرناک دي او هر لوری ترې په ډېرې اسانۍ او په نشتو امکاناتو سره د دښمن پر ضد بريمن کار اخیستلی شي. د سوشل ميډيا الګوريتمونه، د مصنوعي زيرکتيا پر مټ جوړ شوي مواد (انځور، ويديو، غږ)، د ټولنيزرو رسنيو مشهور فعالان، ميمونه او کارټونونه، ښوونځي او تعليمي نصاب (په خاص توګه د تاريخ کتاب).
اوس پوښتنه دا ده چې ولې دا تبليغات دومره قوي دي او په خورا اسانه شکل باندې يو څوک اغېزمنولی شي؟ ځکه چې انسان د “کیسې” مخلوق دی. که تاسو یوه ښه کیسه ووایئ چې “موږ قرباني یو” یا “موږ اتلان یو”، خلک به ستاسو ملاتړ وکړي. حقیقت ډېر وخت مهم نه وي،” څنګه کیسه وړاندې کېږي“، هغه مهم دی.
لکه مخکې مو چې وويل چې نن سبا تبليغاتي وسايل اسانه شوي په اسانۍ سره د لاسرسي وړ دي، همداسې يې خطر هم څو چنده زيان اړونکی او خطرناک دی. د خلکو تر منځ نفرت او يا بې باوري خپرول. دروغ دومره عام شي چې رښتيا باور نه شي. ځوانان افراطي فکرونو ته راګرځول او نور هغه څه دي چې عمر خوړلي کسان، ځوانان او کشران ټول پر خپل تور جادو اغيزمن کړي دي. نن ورځ تبليغاتي جګړه له وسلوالې جګړې مخکې پیلېږي او تر هغې وروسته هم دوام کوي. هغه هېواد چې په تبليغاتو کې بریالی شي، هغه په ډېرو برخو کې بریالی کېږي.
د پاکستان رواني او تبليغاتي جګړه:
د پاکستان رواني او تبليغاتي جګړه عموما د (آي ايس پي آر) او د (آی ايس آی) استخباراتي ادارې له لارې په ګډه ترسره کيږي. دا دواړه ادارې د پوځي او دولتي سطحې پر تبلیغاتو او رواياتو جوړولو تمرکز کوي، په ځانګړي ډول د هند، کشمیر او داخلي چارو په اړه. په عمده ميتودونو او استراتيژۍ کې د پاکستان د رسمي ميډيا او (آي ايس پي آر) رول دا دی چی، (آي ايس پي آر) د پاکستان د پوځ رسمي خبري اژانس دی چې له ۱۹۴۹ راهیسې فعاله اداره ده. دا ادارې د پوځي عملیاتو، بیانونو او ویډیوګانو له لارې ملي روايات کنټرولوي.
د ټلویزیون، فلمونو، ټولنیزو رسنیو (فېسبوک، ټویټر/ایکس، انسټاګرام، ټيک ټاک) او چاپي مطبوعاتو له لارې کار اخلي. د پوځ مثبت انځور جوړول، دښمن (عموماً هند، او په وروستیو کې افغانستان ) تورنول او داخلي مخالفت کمول یې موخه ده، چې دا کارونه د بوټونو bots، جعلي اکاونټونو او کواردينات شويو کمپاینونو له لوري ترسره کوي او په خاصه توګه، د بهرنیو پاکستاني وګړو، ژورنالستانو او انفلوينسرانو له لارې نړيوال افکار اغيزمنوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ خپل منځي اړيکې له پخوا راهيسې پيچلې او ترينګلې دي. پاکستان (په ځانګړي ډول د هغې پوځي استخباراتي ادارې) د افغانستان په داخلي چارو کې د نفوذ لپاره له اوږدې مودې راهیسې تبلیغاتي او رواني عملیات ترسره کوي. دا عملیات ډېر وخت “استراتيژيک عمق” پاليسۍ برخه ګڼل کېږي چې هدف يې په افغانستان کې یو دوست یا تابع حکومت جوړول او له هند څخه ځان ساتل دي. دا جګړه په عمده ډول د دروغو خبرونو، رواياتو جوړولو، مذهبي او قومي احساساتو لوبولو او دښمنۍ خپرولو له لارې ترسره کېږي.
د پاکستان او افغانستان (اسلامي امارت) اړیکې له ۲۰۲۱ کال وروسته په ډراماتیک ډول خرابې شوې. پاکستان په لومړیو کې د اسلامي امارت سره ستونزه نه لرله، خو وروسته پاکستان د TTP په تړاو له افغانستانه شکایتونه پيل کړل، او افغانستان د ډیورنډ کرښې په اړه خپل موقف روښانه ساتي. پاکستان تور لګوي چې طالبان TTP ته په افغانستان کې پناه ورکوي او له هغې ځمکې څخه پر پاکستان بریدونه کېږي. همدا تورونه ددې لامل شوي چې پاکستان د رواني او تبلیغاتي عملیاتو له لارې د خپل موقف د قوي کولو ناکامه هڅه کوي.
د پوځ رسمي ویاند (ISPR) په منظمه توګه افغانستان تورنوي چې “د ترهګرو ملاتړ کوي”، د فرضي پولې (ډیورنډ کرښې) امنیت نه ساتي او TTP پالي. په پاکستان کې د هر ترسره شوي بريد وروسته ISPR ژر دا بیان ورکوي چې “بریدونه له افغان خاورې پلان شوي” او “اسلامي امارت مسؤل دی”. دوي دا کار د داخلي مورال لوړولو او نړیوالو ته د “قرباني” انځور ورکولو لپاره دی.
له ۲۰۲۱ راهیسې څو ځله يې په افغانستان کې هوايي بریدونه وکړل (لکه ۲۰۲۵-۲۰۲۶ کې په ننګرهار، پکتیکا، کونړ او خوست کې). دا بریدونه د پاکستاني طالبانو او د داعش خراسان څانګې په خلاف ښودل کیږي په تبلیغاتو کې دا “د ځان دفاع” او “ترهګرۍ ضد عملیات” ښودل کیږي، خو حقيقت دا دی چې دا د پاکستان د فرمائشاتو او غوښتنو د نه منلو په غبرګون کې د زړه هغه بړاس دی چې د”ملکي وژنو” په شکل کې يې وباسي. پاکستاني میډیا دا بریدونه بریالي ښيي، خو دا بريا نه بلکې يو جنګي جنايت دی چې پوځي رژيم يې په هره سيمه کې ترسره کوي.
د افغانستان د حريم ددې ښکاره نقض سربيره په رسنيو او ډیجیټل پروپیگند کې پوځي رژیم له لوري بوټ اکاونټونه، هاشتاګونه او جعلي خبرونه کارول کیږي ترڅو اسلامي امارت “نااهله واکمن” او “ترهګر پالونکي” وښيي. – د TTP او نورو وسله والو ډلو له بریدونو وروسته پاکستان او ادارې يې کمپاینونه چلوي چې “افغانستان د ترهګرۍ مرکز شوی” او “اسلامي امارت خپل تعهد نه شي ساتلی”. پداسي حال کي چي پاکستان د افغانستان پر ضد له هرې روا او ناروا څخه کار اخلي او پر افغانستان د فشار لپاره خو يې آن مليونونه افغان مهاجرین له خپله هيواده راوويستل چې دا يي خپله “امنيتي اړتیا” بلله، در حال کې حقیقت بل څه وو.
ددې ترڅنګ، پاکستان په نړيوالو فورمونو کې لکه ملګرو ملتونو او نورو ځایونو کې اسلامي امارت “ترهګرۍ ضد اقدام نه کولو” باندې تورنوي، پداسې حال کې چې د اسلامي امارت له راتګ تر دې دمه دا پاليسي او موقف دی چې هيڅ چاته اجازه نه ورکوي چی د افغانستان خاوره د بل چا پر ضد وکاروي او ددې د مخنيوی لپاره يې اړين ګامونه هم اخيستې دي.
لنډه دا چې دا جګړه څو اړخیزه جګړه ده چې پاکستان پوځي (بریدونه) کوي، او هم رواني (تورونه، مورال کمول) او تبلیغاتي (میډیا) سنګر هم ګرم ساتي. پاکستان غواړي اسلامي امارت مجبور کړي چې TTP کنټرول کړي، خو دا تر هر چا واضحه ده چې TTP د پاکستان په داخل کې زيږيدلې ډله ده، همالته يې روزنه شوې او همالته فعالیت ترسره کوي خو د پاکستاني رژیم د سرتمبګۍ له وجې اړیکې تر جنګي سطحې رسيدلي دي.
داعش په رواني او تبليغاتي جګړه کې څنګه کار کوي؟
داعش په نړۍ کې تر ټولو بريالی او وحشيانه تبليغاتي ماشين درلود، چې د هغوی د چټکې بریا یوه لویه برخه همدا وه. د رواني عملیاتو او تبليغاتو له لارې يې زرګونه ځوانان جذب کړل، خپل دښمنان يې وېرول او نړۍ ته خپل انځور جوړ کړ. داعش تبليغات نه یوازې “خبر” وو، بلکې مستقیما رواني وسله وه. ددې لپاره يې: د لوړ کیفیت او مسلکي تولید له لارې د هالیووډ په څېر ویډیوګانې (لکه ” د جګړې لمبې” په څېر فلمونه). جهادي ترانې، انیمیشن، میمونه او انفوګرافکس په ګڼو سيمه ييزو او نړيوالو ژبو خپرول.
د “بري” د انځور لپاره خپل جنګيالي اتلانان او مبارزين ښودل، دښمنان “کافر او مرتد” معرفي کول، د ويرې خپرولو لپاره د “سر پرې کولو، سوځولو او اعدامولو ” ويديوګانې تبليغ کول، د اسلامي امت د پيوستون لپاره د “خلافت” له سپيڅلې نوم څخه استفاده، د عدالت، امنيت، شتمنۍ او د جهاد د ريښتيني ډګر لپاره د جلب جذب بيلابيلې لارې خپلول.
داعش د ذهنونو جګړه ډېره ښه لوبوله. د وېرې او رعب خپرولو بريدونه يې په ډراماتيک ډول پلانول (لکه پاریس، بروکسل، او نوره غربي نړۍ کې ) هدف يې ترې دا وو چې وښيي “موږ هر ځای یو، تاسو خوندي نه یاست.”
د هویت او هدف ورکولو په ترڅ کې يې ځوانانو ته یې (په ځانګړي ډول په لویدیځ کې) د “اتل” کیدو احساس ورکړ. يعنې “ته هم کولی شې اتل شې”. دا پیغام ډېر قوي و چې ګڼو ځوانانو ترې الهام واخیست او په لويديځ کې يې ګڼ شمېر بريدونه ترسره کړل.
له څنګه چې په مقاله کې وړاندې يادونه شوې وه چې د تبليغاتي او رواني جګړې عصري وسايل اوس خورا پراخه شوي او تر هر چا په اسانۍ سره لاس ته ورځي، د داعش د تبليغاتو عمده وسیلې هم سوشل میډیا ده چې ددې د مختلفو پلټفارمونو لکه فيسبوک، تلګرام، ايکس/ پخوانی تويتر، او لسګونه نورو کې په سلګونو زره اکاونټونه لري،( دا سلګونه کسان نه بلکې يو يو کس يې څو څو اکاونټونه چلوي) چې خپل تبلیغاتي مواد تر نورو ورسوي.
د داعش مطبوعاتي پوښښ پراخه دی نه يوازې ويديويي او غږيز نشرات خپروي بلکې ترڅنګ یې په لوړ کیفیت ، ښکلي او جذاب ډیزاین سره مجلې او کتابونه هم خپروي. اعماق خبري اژانس له لارې په څو ژبو چټک خبرونه نشروي بلکې د روانې جګړې تر ټولو اغېز ناکه وسيله يعنې “راديو ” څخه هم د “ايف ايم سټيشن ” په شکل کې کار اخلي.
پوښتنه دا ده چې ولې دومره بریالي وو؟ لومړی خو دا چې د “خلافت او امت” د اغيزناکو نومونو په کارولو سره د نړۍ د ګوټ ګوټ څخه په هر فن کې ماهره کسان ددوي مرکزونه ته را مهاجر شول، چې داعش د هر فن متخصص يې په خپل مسلک کې وکاروه چې نتيجه يي خورا روښانه ده. بل د دوی د کار چټکتیا او سرعت وو چې خبرونه او نور نشراتي مواد يې ډېر ژر خپرول او جلب او جذب لارې چارې تر هر چا ښې ورمعلومې وې او په اسانۍ سره يې کولای شول چې خپل مخاطب اغيزمن کړي او په خپله ګټه يې وکاروي.
اوس که څه هم د داعش خلافت سقوط کړی او په سيمه کې زيات فزيکي حضور نلري، خو لا هم آنلاین خلافت فعال دی. خلاصه دا چې داعش تبليغات او رواني جګړه د خپل پوځي ځواک په څېر مهمه ګڼله. هغوی پوهېدل چې ذهن فتح کړې نو ځمکه هم فتح کېږي. دا طریقه نن ورځ نورې جهادي ډلې هم کاروي.
زموږ د دې ليکنې پايله دا راوځي، چې رواني او تبليغاتي جګړه د “حقیقت” جګړه ده. هغه څوک چې غوره کیسه ووايي او ذهنونه فتح کړي، هغه په ډېرو برخو کې بریالی کېږي. دا جګړې نه یوازې پوځي قوت، بلکې ذهني قوت ته هم اړتیا لري. په دې بايد پوهه شو چې معلومات اوس د وسلو په څېر خطرناکه وسله ګرځېدلې ده.












































