خو که دلته د حدیبیې د سولې په تړاو ځینې تاریخي بېلګې هم وړاندې کړو، نو خبره به لا له شواهدو سره پخه او روښانه شي. که د دوحې په تړون کې د اوربند دې شرط ته یوازې د یوې سیاسي اړتیا په سترګه ونه ګورو، بلکې د نبوي سیرت په هنداره کې یې وڅېړو، نو دا حقیقت به د لمر په څېر روښانه شي چې د اسلام د ریښتینې خپرېدو او پراختیا تړاو تر جګړهییز ډګر ډېر، د سولې له دورې سره دی.
د اسلام د تاریخ دا یو حیرانوونکی او له عبرته ډک اړخ دی چې د حدیبیې له سولې وروسته یوازې په دوو کلونو کې د اسلام دعوت دومره بېساری پراخ شو چې له هغه څخه د مخکینیو اتلسو کلونو د ستونزمنې مبارزې او خونړیو جګړو سربېره یې هېڅکله داسې پراختیا نه وه موندلې. د دې تاریخي حقیقت تر ټولو ستر مستند دلیل د حدیبیې د سولې او د مکې د فتحې پر مهال د مسلمانانو د شمېر پرتله ده. که موضوع په تفصیل سره وڅېړو، د اسلامي تاریخ او نبوي سیرت ژوره مطالعه موږ ته ښيي چې د نبوت له اعلان څخه تر حدیبیې سولې پورې دوره له پوځي او سیاسي پلوه له بېسارې تحرک او کړکېچ څخه ډکه وه.
په مکه کې د دیارلس کلنې دورې پر مهال مسلمانانو له سختو ظلمونو او اقتصادي محاصرې سره سره د جګړې اجازه نه درلوده؛ خو کله چې مدینې منورې ته هجرت وشو او د یوه منظم اسلامي دولت بنسټ کېښودل شو، نو د اسلامي وطن د دفاع او د فتنې او فساد د له منځه وړلو لپاره د جهاد حکم ورکړل شو. له همدې امله، له مدینې منورې ته د هجرت څخه تر شپږم هجري کال پورې د ترسره شویو پوځي عملیاتو تفصیل حیرانوونکی دی؛ ځکه تر حدیبیې سولې پورې د ترسره شویو وړو او سترو پوځي عملیاتو، چې «غزوات» او «سرایا» بلل کېږي، ټول شمېر له شپېتو تر اویاوو پورې ښودل شوی دی.
له دغو عملیاتو څخه شاوخوا نولس هغه غزوات وو چې حضرت نبي کریم صلی الله علیه وسلم په خپله پکې ګډون کړی و، په داسې حال کې چې شاوخوا له څلوېښتو تر پنځوسو پورې هغه سرایا وو چې صحابه کرامو رضوان الله علیهم اجمعین یې مشري کوله او بېلابېلو سیمو ته استول شوي وو. د بدر، احد او خندق په څېر سترې جګړې هم د همدې دورې یادګارونه دي؛ داسې مهال چې مسلمانان به په منځني ډول هره دویمه یا درېیمه میاشت له کومې دفاعي هڅې یا پوځي عملیاتو سره مخامخ وو. له همدې امله، دا د پرلهپسې بېقرارۍ، اضطراب او جګړهییز حالت یوه اوږده دوره وه.
د دغو تاریخي حقایقو له مخې دا اړخ لا پیاوړی کېږي چې د جګړې په تودو شرایطو کې د اسلام د دعوت او خپرولو کار څومره ستونزمن وي. لږ فکر وکړئ! د نبوت له اعلان څخه تر مدینې منورې پورې د دیارلس کلونو او له هغه وروسته تر حدیبیې سولې پورې د شپږو کلونو په ګډون، په ټولیز ډول د اتلس کلنې پرلهپسې مبارزې او له شپېتو څخه د زیاتو پوځي عملیاتو سربېره، د حدیبیې سولې پر مهال د مسلمانانو د لښکر شمېر شاوخوا یوازې پنځلس سوه کسانو ته رسېده.
خو کله چې د دې تړون له برکته د جګړې ترخې ورځې د سولې په مصلحتونو بدلې شوې، نو له حدیبیې سولې څخه تر مکې د فتحې پورې یوازې د دوو کلونو په لنډه موده کې د اسلام منونکو شمېر داسې په بېساري ډول زیات شو چې د مکې د فتحې پر مهال د مسلمانانو د لښکر شمېر له لسو زرو څخه اوښتی و. یعنې په اتلسو کلونو کې چې څومره خلک مسلمان شوي وو، د سولې په یوازې دوو کلونو کې له هغه څخه شپږ برابره زیات کسان د اسلام په دین مشرف شول.
دا شمېرې په خپله د دې حقیقت څرګند ثبوت دي چې د اسلام د فکري او تمدني خپرېدو لپاره سوله له هغو لسګونو جګړو څخه ډېره اغېزمنه وه چې له هجرت څخه تر حدیبیې سولې پورې ترسره شوې وې. سولې خلکو ته هغه ذهني سکون او فرصت ورکړ چې د اسلام اقتصادي، ټولنیز او اخلاقي نظام له نږدې وویني او درک یې کړي؛ هغه څه چې د جګړې په شور، د تورې په شرنګ او د جګړهییز حالت په فضا کې نږدې ناشوني وو. له همدې امله، هغه بنسټ چې موږ په پیل کې وړاندې کړی و، یعنې «په اسلام کې جګړه یوازې یوه لنډمهاله اړتیا ده، په داسې حال کې چې سوله یو دایمي او حقیقي هدف دی، څو انسانیت وکولای شي د خپلې نېکمرغۍ او فلاح لاره ومومي»، دلته خپله حقانیت لا ښه ثابتوي.
همدا لامل دی چې امام ابن شهاب زهري او علامه ابن هشام په څېر ستر تاریخپوهان وايي چې په اسلام کې له حدیبیې سولې څخه ستره بریا نشته. ځکه کله چې تورې په تېکو کې دننه شوې او خلکو ته دا فرصت برابر شو چې یو بل ته نږدې شي، خبرې اترې وکړي او د اسلام د ژوند نظام له نږدې واوري او وپېژني، نو هر هوښیار انسان یې پر حقانیت قانع شو.
د همدې سولهییزې دورې د فکري برلاسۍ پایله وه چې د حضرت خالد بن ولید او حضرت عمرو بن العاص رضی الله عنهما په څېر ستر نابغه شخصیتونه، او د عربو هغه پیاوړي ذهنونه چې کلونه یې خپلې وړتیاوې د اسلام پر مخالفت کې مصرف کړې وې، کله چې یې د دغه نظام اخلاقي او تمدني ښکلا ولیده، اسلام یې ومانه. قرآن کریم همدې سولې ته «فتح مبین»، یعنې څرګنده بریا، ویلې ده؛ ځکه دا د ځمکو د فتحې پر ځای د زړونو د فتحې پیل و.
کله چې د مکې مشرکینو او نورو قبایلو مسلمانانو ته یوازې د یوه «جګړهمارې ډلې» په سترګه نه، بلکې د یوه «منظم دولت» او «غوره تمدن» په توګه وکتل، نو د هغوی په ذهنونو کې د تعصب او کرکې هغه بتان هم مات شول چې کلونه یې د حق له لیدلو څخه مخنیوی کاوه.
یعنې انسانیت ته دا فرصت برابر شو چې له دوزخ څخه د ژغورنې او جنت ته د رسېدو سفر پیل کړي.
له همدې امله، پورته یادې شوې شمېرې په نه ماتېدونکي ډول د دې حقیقت شاهدي ورکوي چې د سولې دوره د اسلام د خپرېدو لپاره د جګړې په پرتله ډېره مناسبه او اغېزمنه ده. ځکه په سوله کې «لوړ او پیاوړي ذهنونه» د فکر او غور فرصت مومي او دولت کولای شي د خپلې اقتصادي او اخلاقي ځواکمنتیا له لارې هغه انقلاب رامنځته کړي چې د بارودو په زور یې رامنځته کول ناشوني دي.










































