پایله
که څه هم د پاکستاني پوځ د تاریخ ډېر نور تور بابونه لا هم پاتې دي چې ان شاء الله په راتلونکو فرصتونو کې به پرې رڼا واچوو، خو کوم ټکی چې دلته یې د بیانولو هڅه کېده، هیله ده چې تر دې مهاله له وړاندې شویو تفصیلاتو څخه په ښه توګه روښانه شوی وي. د پوځ د تاریخ او افکارو له پېژندلو وروسته به هېڅ هوښیار او د درک خاوند انسان د کابل پر روغتون د بمبارۍ، په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د محکمې له پرېکړې پرته د وژنو، جبري نادرکیو او اختطافونو پر پېښو حیران نه شي.
همداراز پر دې به هم حیران نه شي که ورته وویل شي چې دې پوځ په تېرو کلونو کې له سواته تر وزیرستانه پورې لسګونه نه بلکې سلګونه جوماتونه او دیني مدرسې ویجاړې کړې دي؛ په میلیونونو مسلمانان یې کډوالۍ ته اړ کړي دي؛ د جنګي الوتکو او توپچي بریدونو له لارې یې زرګونه بېګناه مسلمانان شهیدان کړي دي؛ د ډرون بریدونو لپاره یې جاسوسي کړې او په مستقیم ډول یې د سلګونو مسلمانانو په وینو تویولو کې برخه اخیستې ده؛ کلي او سیمې یې سوځولي، بازارونه یې وران کړي، حق ویونکي علماء یې لوڅ کړي او پرې یې وحشیانه شکنجې کړې دي؛ د شریعت پلویان یې په کتارونو کې درولي او په مرمیو یې ویشتي دي؛ د کور او حریم سپېڅلتیا یې تر پښو لاندې کړې او د مجاهدینو میندې، خویندې او لوڼې یې تښتولې دي.
په سوات، بونېر، دره آدم خېل او نورو سیمو کې یې د خلکو له کورونو مالونه لوټ کړي او په لاریو کې یې په بارونو وړي دي؛ د امت مجاهد زامن یې په کوڅو او څلورلارو کې راکش کړي دي؛ د استخباراتو په زندانونو کې یې ورباندې د ظلم او شکنجې غرونه نړولي دي، آن تر دې چې د هغوی د روحي ځورونې لپاره یې د الله جل جلاله د سپېڅلي ذات په اړه له سپکاوي څخه هم ډډه نه ده کړې.
بې شکه له دې جملې هېڅ یوه خبره د حیرانتیا وړ نه ده. د حیرانتیا ځای خو دا دی چې لا هم ځینې ساده مؤمنان دا پوځ «خپل پوځ» ګڼي او تر اوسه ترې د خیر او ښېګڼې هیلې لري. هغه پوځ چې برتانوي استعمار به یې خپل ښی لاس باله؛ کله یې په ډهلي کې د علماوو او مجاهدینو وینې تویولې، کله یې په سوات او قبایلي سیمو کې؛ کله یې په بنګال کې عزتونه تر پښو لاندې کول، کله یې په بلوچستان کې؛ کله یې انګرېز ته بغداد فتح کاوه، کله یې یهودو ته فلسطین سپاره، کله یې د عثماني خلافت په نړولو کې ونډه لرله او کله یې د افغانستان د اسلامي امارت پر ضد جګړه کوله.
د داسې رسوا او ظالم پوځ «خپل» ګڼل او یا ترې د کوم خیر تمه لرل، څه معنا لري؟ دا پوځ نه زما دی او نه ستاسې؛ بلکې د انګرېز د ګټو ساتونکی دی! د انګرېزي نظام ساتونکی دی! د انګرېزي تمدن او کلتور ساتونکی دی. د دهلي او بنګال د مسلمانانو راتلونکی هم له همدې مبارزې سره تړلی دی. اړتیا دا ده چې له هنده تر خراسانه پورې هر مؤمن انسان دوست او دښمن په سمه توګه وپېژني، د خپل او پردي ترمنځ توپیر وکړي، او دا جګړه خپله جګړه وبولي؛ د الله له دوستانو سره د دوستۍ او د الله له دښمنانو سره د دښمنۍ حق ادا کړي. الله تعالی دې موږ ته د حق د پېژندلو او د هغه د پیروۍ توفیق راکړي، او د باطل د پېژندلو او ترې د ځان ساتلو توفیق دې هم را په برخه کړي، آمین.








































