د اسلامي تمدن د جوړېدو تاریخچه او پړاوونه
۱. د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم دوره
په مکه مکرمه کې د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم له بعثت سره، د انسان په فکر او شخصیت کې بنسټیز بدلون پیل شو. اسلامي تمدن په ناڅاپي ډول رامنځته نه شو؛ بلکې د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم له بعثت څخه پیل شو او د پېړیو په اوږدو کې یې پراختیا وموندله.
د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم له بعثت څخه وړاندې، چې د میلادي شپږمه پېړۍ وه، انسانان له خپل خالق او پيداکوونکي څخه ډېر لرې شوي وو او د پوهې، هدایت او د خیر او شر د پېژندنې له رڼا پرته یې ژوند تېراوه. هغوی خپلو آخرتسازو اعمالو ته هېڅ پاملرنه نه کوله او تل یې خپلو شخصي ګټو ته پر عامه ګټو ترجیح ورکوله. دغو ناخوالو د ټولنو لمن تر دې کچې نیولې وه چې ظلم، جنایت، تېری، سپکاوی، شکنجه، ځورونه، لوټماري، په پراخه کچه د فحشا ترویج او تبعیض په نړۍ کې د جاهلي تمدن بنسټ جوړ کړی و او بشریت یې د ځانوژنې او قدرتغوښتنې پر لور عادت کړی و.
په اصل کې، دغو ستونزو او ناوړه حالاتو د بشري تمدن بنسټونه تر دې کچې لړزولي وو چې لوی به د کوچني د شکنجه کولو په لټه کې و، زورور به پر کمزوري زور چلاوه او شتمنو به بېوزله قشر له منځه وړه. الله تعالی جلجلاله د دې موضوع په اړه فرمایي: «وَلَنُذِيقَنَّهُم مِّنَ الْعَذَابِ الْأَدْنَىٰ دُونَ الْعَذَابِ الْأَكْبَرِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ» [سجده: ۲۱].
موږ به خامخا هغوی ته له لوی عذاب (آخرت) څخه مخکې، نږدې عذاب (د دنیا) وڅکوو؛ ښايي چې بېرته راوګرځي.
په ټوله کې، د نړۍ وضعیت او په ځانګړې توګه د عربي ټاپووزمې حالات د روښانه او غوره راتلونکي لپاره هېڅ هیله نه ورکوله؛ داسې حالت و چې عامو خلکو، ټولنو او ملتونو نه شو کولای د خپل راتلونکي په اړه هیلهمند واوسي او د خپل بقا او نوي نسل لپاره، د یوه مطلوب او روښانه راتلونکي په هیله، په پوره توان هڅه وکړي، له هر ډول اندېښنې، وېرې او ناهیلۍ څخه لرې، په ډاډه زړه له ژوند څخه خوند واخلي او د خپل راتلونکي لپاره له هېڅ ډول هڅې او هلېځلې څخه ډډه ونه کړي.
له بلې خوا، معنویت د شهوت او شتمنۍ په قربانځای کې قرباني شوی و؛ خلکو ورځ تر بلې فضیلتونه تر پښو لاندې کول او د رذیلتونو پر لور روانېدل. اخلاقو هم نور په ټولنه کې خپل ارزښت له لاسه ورکړی و، فساد او بېبندوباري خپل اوج ته رسېدلې وه او د خلکو ترمنځ واټنونه مخ په زیاتېدو وو او اړیکې کمزورې کېدې. له همدې امله، د عربي ټاپووزمې دغو ناوړه شرایطو د داسې پیغمبر د ظهور لپاره مناسبه زمینه برابره کړه چې د خپل بعثت له لارې پر ماتو شوو ټولنیزو ارزښتونو مرهم کېږدي، د الهي سنت پر بنسټ د بشریت د ژوند بهیر سمبال او هدفمند کړي، له دې کړکېچه یې وباسي، ملت له دې بېساري انحطاط څخه وژغوري او له بشریت سره الهي حجت بشپړ کړي.










































