میقات د المرصاد سمعي او بصري ویب
شنبه, سپتمبر 19, 2026
المرصاد
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

    د اسلام اباد برید او وروستي حقائق! مهالنۍ تبصره

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟   

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

  • خبرونه
    • ټول
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسلامي امارت هوايي ځواک نن شپه د بلوچستان ايالت د پشين د سرانانو په سيمه کې د افغاني اربکيانو  يو مهم مرکز هدف ګرځولی دی.

    د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې نیول شوی احمد کازانچي څوک دی؟

    خیبر قمبرخېلو په سیمه کې د داعشي خوارجو یو مهم مرکز د ډرون په بریدونو کې له منځه وړل شوی

    په نړۍ او د مسلمانانو پر خاورو د اسلامي امارت اغېزې

    د امنیت په رڼا کې د اختر ښکلا!

    د امنیت په رڼا کې د اختر ښکلا!

    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • ټول
    • جهادي لیکني
    • خوارج العصر
    • دیني لیکني
    • سیاسي لیکني
    د افغان ماشومانو پر روزنه د راولپنډۍ واویلا؛ دوه ګونی معیار که د افغانستان پر ضد نوی جګړه‌ییز روایت؟

    اسلام د اعتدال او منځلارېتوب دین! څوارلسمه برخه

    د داعشي خوارجو له لوري د اسلامي امارت په اړه خپرېدونکو شبهاتو شرعي څېړنه   درېیمه برخه

    ولې د اسلامي نظام پر وړاندې هر پاڅون بغاوت دی؟

    د مولانا مسعود اظهر پر سر لوړه جایزه؛ د پاکستاني ادارو دوه مخيتوب او روایتي تضاد ښيي!

    د اسلامي امارت لاسته راوړنې د حقیقت په هنداره کې او د تورونو ځوابونه! څلورمه برخه

  • علماء
    • ټول
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
    د شیخ محمد ادریس تقبله الله قاتلین څوک او چیرې دي؟

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    داعش خوارج دي (د شهید شیخ رحیم الله حقاني رحمه الله ځانګړی بیان)

    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    د اتل او ننګیالي شهید حافظُ القرآن محمد ذاکر تقبله الله ژوند او کارناموته لنډه کتنه!

    د اتل او ننګیالي شهید احمد فرید احرار تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د سنګرونو اتل او د نړېوال سياست ځلانده ستوری؛ شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله

    د ملا اختر محمد منصور رحمه الله د رهبرۍ بصیرت او تاریخي کارنامې!

    شهید ملا اختر محمد منصور؛ هغه مجاهد چې په شهادت سره تلپاتې شو

  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি
هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ

فرید افغان

Share on FacebookShare on Twitter

پاکستان پر اسلامي امارت دا تور لګوي چې «خپل ماشومان پوځي چاپېریال او جهادي ذهنیت ته ورټېل وهي.» په ظاهره دا بې‌ځایه شورماشور د ماشومانو د خوندیتوب په زړه‌راښکونکې پلمه راپورته کېږي؛ خو کله چې د راولپنډۍ دغه واویلا د هغې د خپل کردار په هنداره کې وکتل شي، حقیقت په ډاګه څرګندېږي. دا د کوم نړیوال اصل یا اخلاقي ارزښت رعایت نه دی، بلکې د افغانستان له اسلامي امارت سره د کینې او یوازې د مخالفت لپاره یوه نوې پاڼه ده.

که په افغانستان کې کم‌عمره ماشومان کومې غونډې یا ښوونیز بنسټ ته پوځي جامې اغوستې راشي، د خپل هېواد د دفاعي مسؤولیتونو په اړه خبرې واوري او هوډ وکړي چې په راتلونکي کې به د خپل اسلامي هېواد ساتونکي شي، نو د پاکستاني پوځ رسنیز او ډیپلوماټیک ماشین سمدستي په خوځښت راځي. ناڅاپه دا کار «نړیوال جرم» او «پوځي ذهنیت جوړونه» وبلل شي او په ټوله نړۍ کې پرې واویلا پیل شي.

ورته مقالې

اسلام د اعتدال او منځلارېتوب دین! څوارلسمه برخه

د داعشي خوارجو له لوري د اسلامي امارت په اړه خپرېدونکو شبهاتو شرعي څېړنه درېیمه برخه

ولې د اسلامي نظام پر وړاندې هر پاڅون بغاوت دی؟

خو له دغې راولپنډۍ مېشتې پوځي واکمنې کړۍ څخه، چې ځان مظلوم ښيي، دې یو ځل دا پوښتنه وشي: «که په ماشومانو کې د اسلامي هېواد د ساتنې او دفاع جذبه راپارول جرم وي، نو د پاکستان پوځ پخپله څنګه له دې جرمه سپین باز وتلی شي؟» پاکستانی پوځ له لسیزو راهیسې د پاکستان واړه معصوم ماشومان خپلو پوځي اډو او رسم‌ګذشتونو ته وربولي، پوځي جامې وراغوندي، جګړه‌ییزې ترانې پرې وایي او د هېواد د دفاع په نوم د پوځ‌پالنې درس ورکوي. د پاکستان د لسګونو کېډټ کالجونو او پوځي ښوونځیو ټول نظام پر همدې یوه ټکي ولاړ دی چې ماشومان له کوچنیوالي څخه له پوځي چاپېریال سره وتړل شي.

که د راولپنډۍ تر سیوري لاندې د ماشومانو پوځي جامې اغوستل «هېوادپالنه» او «ملي شعور» وي، نو د هندوکش په سیمه کې د افغان ماشومانو له خوا د خپلو پولو او دین د ساتنې خبره ناڅاپه څنګه «توندلاري» شوه؟ ایا د نړۍ ټول اخلاقي اصول او قوانین د بدنامې راولپنډۍ له پولو سره سم بدلېږي؟ د پاکستاني پوځ اصلي ستونزه له اسلامي نظام سره ده!

که ځیر شو، اصلي درد د افغان ماشومانو له پوځي جامو یا روزنې څخه نه دی؛ بلکې اصلي درد دا دی چې افغانستان خپل ماشومان د یوه خپلواک اسلامي نظام تر سیوري لاندې روزي. په اسلام کې روزنه یوازې بلوغ ته له رسېدو، یا د معاصرې ډیموکراسۍ له مخې شپاړس کلنۍ ته له رسېدو وروسته نه پیلېږي، بلکې له ماشومتوبه د ماشوم په ذهن کې د اخلاقو، عباداتو او ټولنیزو مسؤولیتونو تخم کرل کېږي. لکه څنګه چې ماشوم ته په اووه کلنۍ کې د لمانځه امر کېږي، همداسې ورته د خپلې ټولنې او اسلام د دفاع د بنسټیزو مسؤولیتونو احساس هم ورکول کېږي.

که د پاکستان ښوونیز نظام دا حق لري چې خپلو ماشومانو ته ووایي: کله چې لوی شئ، په پوځ یا نورو امنیتي ادارو کې به د خپل هېواد دفاع کوئ؛ نو که افغان ماشوم د خپل دین، ارزښتونو او هېواد د ساتنې خبره وکړي، پر هغه د «مجرمانه ذهنیت جوړونې» ټاپه لګول د راولپنډۍ له فکري بدنیتۍ پرته بل څه نه دي. که د ماشوم په ذهن کې د دفاع جذبه راویښول نړیوال جرم وي، نو د نړۍ هر پوځي نظام به اړ شي چې خپل ښوونیز جوړښتونه ړنګ کړي.

د روزنې او په عملي پوځي فعالیتونو کې د ښکېلتیا ترمنځ څرګند توپیر شته. اسلامي امارت هېڅکله کوم ماشوم په وسله‌وال عملیات یا عملي جګړه کې نه دی کارولی. که اسلام‌اباد د دې خلاف کوم ثبوت لري، نو نړۍ ته دې وړاندې کړي. یوازې د کابل په کومو پوځي مراسمو کې د ماشومانو په لیدو پر هغه د «جنګي جرم» ټاپه لګول له یوه ناولي سیاسي روایت پرته بل څه نه دي.

د تاریخي بېلګو په اړه باید وویل شي چې په بدر غزا کې د ابوجهل د وژونکو، حضرت معاذ او حضرت معوذ بن عفراء رضی الله عنهم په څېر ماشومانو ګډون د اسلام د ستر دفاعي تاریخ برخه ده. دا څرګندوي چې د کم‌عمرۍ او ملي مسؤولیت اړیکه د معاصر لوېدیځ یا پاکستان له سیاسي لیدلوري نه شي درک کېدای. یوازې د «جهاد» له سپېڅلې کلمې څخه د اسلام‌اباد د پوځي مشرتابه وېرېدل د هغوی خپله سیاسي وېره څرګندوي.

پاکستانی پوځ له تضادونو ډک تریخ تاریخ لري!
د پاکستاني پوځ دغه واویلا، چیغې او ژړاګانې هغه مهال یوازې په یوې خندوونکې نندارې بدلېږي چې خپل داغ‌لړلی تېر یې مخې ته راشي. د پېښور د اې‌پي‌اېس ښوونځي د غمیزې په څېر له دردناکو پېښو وروسته، پاکستاني پوځ همدغه ښوونیز نظام او ماشومان د خپل دفاعي روایت لپاره په پراخه کچه وکارول. پر ماشومانو جګړه‌ییزې ترانې وویل شوې، په پوځي تبلیغاتي فلمونو کې ونډې ورکړل شوې او د ښوونځیو ماشومان د هغه پوځ د ملاتړ د روایت ویاندویان وګرځول شول چې په بنګله‌دېش کې یې ماتې خوړلې وه.

نو پوښتنه دا ده: ایا د راولپنډۍ له خوښې سره سم د «هېواد د دفاع» زده‌کړه حلاله ده، خو د افغان ماشومانو له خوا د خپل هېواد د «دفاع» یادونه هم حرامه ګڼل کېږي؟

د پاکستاني پوځ اصلي څېره له امریکا سره د مرستې او اسانتیاوو برابرولو تور تاریخ توره کړې ده، د افغانستان پر ضد د راولپنډۍ دغه وروستی دریځ یوازې یو ډیپلوماټیک اعتراض ګڼل ناپوهي ده. په حقیقت کې، دا یوه وېروونکې، مکارانه او منافقانه مالي دسیسه ده چې غواړي افغانستان یو ځل بیا په نړیواله کچه بدنام او یو ستراتیژیک ګواښ ثابت کړي.

د پاکستان روزلې او پاللې کړۍ ناکامه هڅه کوي چې نړیوالو ته دا ومني چې په افغانستان کې د توندلارۍ روزنځایونه فعالیت کوي، څو د افغانستان پر ضد، د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته په څېر، هر ډول بهرني یا پوځي اقدام ته د نړۍ په وړاندې پلمه برابره شي. دلته د پاکستاني پوځ د ستراتیژیک رول په اړه نېغه او سخته پوښتنه راپورته کول خورا اړین دي، ایا پاکستان رښتیا هم د افغان ماشومانو د حقونو پروا لري؟ هېڅکله نه!

تاریخ شاهد دی چې په تېر وخت کې هر کله نړیوالو ځواکونو د افغانستان د خاورې د ورانولو لپاره د باروتو د اور بلولو پلان جوړ کړی، همدغه پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارو یې امریکایي بم‌غورځوونکو الوتکو ته هوایي لارې، لوژستیکي ملاتړ او استخباراتي اسانتیاوې برابرې کړې دي. هغه پاکستانی پوځ چې د افغان ماشومانو پر سرونو د بمونو د ورولو لپاره یې اډې او اسانتیاوې برابرولې، نن د افغان ماشومانو د حقونو د «بیرغ‌وال» کېدو تمثیل کوي.
نن چې افغان ولس د اسلامي نظام تر سیوري لاندې په ازادۍ او خپلواکۍ کې ژوند کوي، پاکستان یو ځل بیا هماغه زړه لوبه کوي، څو په سیمه کې د خپل پوځي ـ صنعتي جوړښت د تمویل او د بهرنیو مرستو د بندېدو په حال کې نلونه بېرته پرانیزي.

حقه خبره ترخه وي!
اسلام‌اباد او راولپنډۍ باید د افغانستان پر ضد تر زهرو شیندلو مخکې خپل ګرېوان ته سر ټیټ کړي. د خپلو ښوونیزو بنسټونو، پوځي اکاډمیو او هغو پروګرامونو حساب باید ورکړي چې ماشومان د پوځ‌پالنې بهیر ته ورګډوي.
که ستاسې په خپل هېواد کې د وطن د دفاع تصور «هېوادپالنه» وي، نو د ډیورنډ کرښې دې غاړې ته د «توندلارۍ» نوم ورکولو ناولې جرئت پرې مه کوئ. او که رښتیا هم ستاسې ضمیر راویښ شوی وي او اصل مو دا وي چې ماشومان باید له پوځي چاپېریاله لرې وساتل شي، نو لومړی دا قانون په خپل هېواد او خپلو کېډټ کالجونو کې پلی کړئ.

که نه، نړۍ پوره حق لري چې دا ترخې پوښتنې وکړي:
۱. ایا د راولپنډۍ پالیسي جوړوونکي رښتیا هم د ماشومانو د راتلونکي په غم کې دي، که یوازې د افغان ماشومانو خپلواکې روزنې د شپې خوب ترې تښتولی دی؟
۲. اعتراض د ماشومانو پر روزنه دی، که پر دې چې افغانستان ستاسې د لاسپوڅي کېدو پر ځای، له اسلامي ارزښتونو سره سم مخ پر وړاندې روان دی؟
۳. تر ټولو مهمه دا چې کوم عمل د پاکستان د پوځ لپاره «هېوادپالنه» وي، هماغه عمل د افغان ولس لپاره څنګه «ترهګري» ګرځي؟

۴. او تر دې هم مهمه دا چې ایا د افغانستان پر ضد د پاکستاني پوځ د دغه روایت موخه دا ده چې یو ځل بیا نړیوالو ځواکونو ته په سیمه کې د لاسوهنې پلمه برابره کړي، مجاهدین د اسلام د دښمنانو په لاس ونیسي او د عافیه صدیقي په څېر د میندو او خویندو د پلورلو له لارې د ډالرو ګټلو او ګټورې اسانتیا برابرونې تاریخ تکرار کړي؟
تر هغو چې پاکستانی پوځ دغه دوه ګوني معیارونه له منځه نه وي وړي، هر اعتراض به یې سیاسي ریاکاري، دوه‌مخیتوب او د افغانستان پر ضد د انسان او اسلام د دښمنو ځواکونو له خوا د جګړې د اور د لا بلولو یوه مکارانه هڅه ګڼل کېږي.

شریکټویټ
مخکینی پوسټ

اسلام د اعتدال او منځلارېتوب دین! څوارلسمه برخه

ورته مقالې

د بغدادي مېرمن: خاوند مې مجرم و او لاسونه یې د بېګناه خلکو په وینو سره وو
خوارج العصر

جون 13, 2024
خوارج؛ د تکفیر مدعیان؛ خو د کبیره ګناه مرتکبین!  لومړۍ برخه
خوارج العصر

خوارج؛ د تکفیر مدعیان؛ خو د کبیره ګناه مرتکبین! لومړۍ برخه

اپریل 13, 2025
خوارج العصر

عراقیان: امریکا د داعش ملاتړ کوي

دسمبر 29, 2022
خوارج العصر

داعش غده ای بدخیم در بدنه ی ملت مسلمان

فبروري 27, 2023
د امت مخلص امیر
جهادي لیکني

د امت مخلص امیر

جولای 15, 2024
د حکومت جبر او د بنګلدیش عوام
سیاسي لیکني

د حکومت جبر او د بنګلدیش عوام

اگست 7, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • مشهور
  • تبصرې
  • وروستي
د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

جون 22, 2026
په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

اگست 7, 2024
د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

مارچ 24, 2024
پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

مارچ 25, 2024
صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

2

”د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشیانو والي وژل شوی“

2

داعش او د بلوڅانو قتل عام

1

د المرصاد ازاده او خپلواکه ویب پاڼه پر لیکه شوه

1
د افغان ماشومانو پر روزنه د راولپنډۍ واویلا؛ دوه ګونی معیار که د افغانستان پر ضد نوی جګړه‌ییز روایت؟

د افغان ماشومانو پر روزنه د راولپنډۍ واویلا؛ دوه ګونی معیار که د افغانستان پر ضد نوی جګړه‌ییز روایت؟

سپتمبر 19, 2026
اسلام د اعتدال او منځلارېتوب دین! څوارلسمه برخه

اسلام د اعتدال او منځلارېتوب دین! څوارلسمه برخه

سپتمبر 19, 2026
د داعشي خوارجو له لوري د اسلامي امارت په اړه خپرېدونکو شبهاتو شرعي څېړنه   درېیمه برخه

د داعشي خوارجو له لوري د اسلامي امارت په اړه خپرېدونکو شبهاتو شرعي څېړنه درېیمه برخه

سپتمبر 17, 2026
ولې د اسلامي نظام پر وړاندې هر پاڅون بغاوت دی؟

ولې د اسلامي نظام پر وړاندې هر پاڅون بغاوت دی؟

سپتمبر 17, 2026

Popular Stories

  • د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کله چې د خوارجو توره د امام ابو حنیفه مخې ته خم شوه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کتابتون
د المرصاد اړیکه: info@almirsaad.com

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.