میقات د المرصاد سمعي او بصري ویب
پنجشنبه, اکتوبر 1, 2026
المرصاد
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

    د اسلام اباد برید او وروستي حقائق! مهالنۍ تبصره

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟   

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

  • خبرونه
    • ټول
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
    د پاکستان پوځي رژيم غواړي د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت سلب صلاحیت کړي

    سرچینې: د افغانستان هوايې ځواک تراوسه د ډرون برید نه دی ترسره کړی، د غچ وخت او نوعیت به پخپله ټاکي

    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسلامي امارت هوايي ځواک نن شپه د بلوچستان ايالت د پشين د سرانانو په سيمه کې د افغاني اربکيانو  يو مهم مرکز هدف ګرځولی دی.

    د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې نیول شوی احمد کازانچي څوک دی؟

    خیبر قمبرخېلو په سیمه کې د داعشي خوارجو یو مهم مرکز د ډرون په بریدونو کې له منځه وړل شوی

  • شننې او لیکنې
    • ټول
    • جهادي لیکني
    • خوارج العصر
    • دیني لیکني
    • سیاسي لیکني
    دي ډیپلومات’ لیکلي: «د پاکستان پوځي اسټبلشمنټ په افغانستان کې تر سختې ناکامۍ وروسته وارخطا شوی»

    پوځي رژیم او د کورنیو سیاسي کمزوریو له شرمه ډک دوام!

    شریر مثلث او د فوځي رژیم کړنې

    شریر مثلث او د فوځي رژیم کړنې

    کړکېچ په پاکستان کې؛ بریدونه په افغانستان کې!

    د کوهاټ او ډېره اسماعیل خان بریدونه؛ د امنیتي پېښو تر شا سیاسي او ستراتیژیکې محاسبې!

    د مکې د تړون له مقرراتو او عملي تطبيق څخه د پاکستان د واکمن رژيم شاتګ او پر ګاونډيانو يې د ناامنۍ سيوری

  • علماء
    • ټول
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
    د شیخ محمد ادریس تقبله الله قاتلین څوک او چیرې دي؟

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    داعش خوارج دي (د شهید شیخ رحیم الله حقاني رحمه الله ځانګړی بیان)

    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    د اتل او ننګیالي شهید حافظُ القرآن محمد ذاکر تقبله الله ژوند او کارناموته لنډه کتنه!

    د اتل او ننګیالي شهید احمد فرید احرار تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د سنګرونو اتل او د نړېوال سياست ځلانده ستوری؛ شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله

    د ملا اختر محمد منصور رحمه الله د رهبرۍ بصیرت او تاریخي کارنامې!

    شهید ملا اختر محمد منصور؛ هغه مجاهد چې په شهادت سره تلپاتې شو

  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি
هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ

اکبر جمال

Share on FacebookShare on Twitter

د نړیوالو اړیکو او دفاعي جیوپولیټیک معتبرې امریکايي مجلې «دي ډیپلومات»(The Diplomat) وروستی تحلیل یوازې یوه لیکنه نه ده، بلکې د راولپنډۍ د پوځي مرکز د پالیسي جوړونې دهلېزونو ته د یوه هندارې حیثیت لري. دغه راپور په ډاګه کوي چې پاکستاني پوځ په کومې ستراتیژیکې تېروتنې او د غرور په ناکام خیال کې راګیر دی؛ داسې خیال چې نه یوازې یې ټوله سیمه د باروتو په لوګي او بوی لړلې، بلکې خپله اسلام‌اباد یې هم داسې ډنډ ته ورټېل وهلی چې ترې راوتل ورځ تر بلې ستونزمن ښکاري.

که روان وضعیت د افغانستان د اسلامي امارت د اصولي، دفاعي او شرعي دریځ له زاویې په ژوره توګه وڅېړل شي، نو دا حقیقت د لمر په څېر روښانه کېږي چې د پاکستان پوځي اسټبلشمنټ د خپلو کورنیو سیاسي او امنیتي بحرانونو د پړې پر کابل اچولو لپاره کومه خطرناکه لوبه پیل کړې وه، اوس هماغه لوبه بېرته د ده پر لور راګرځېدلې ده.

ورته مقالې

پوځي رژیم او د کورنیو سیاسي کمزوریو له شرمه ډک دوام!

شریر مثلث او د فوځي رژیم کړنې

کړکېچ په پاکستان کې؛ بریدونه په افغانستان کې!

د پاکستاني پوځ د اوسني ستراتیژیک اضطراب اصلي لامل په کابل کې د هغه خوب ماتېدل دي چې له مخې یې پاکستان له لسیزو راهیسې افغانستان د خپلې «ستراتیژیکې عمق»(Strategic Depth) په توګه، یعنې تر ډېره د یوې تابع او تر اغېز لاندې دولت په سترګه کاته. کله چې په ۲۰۲۱ز کال کې افغانانو د اسلامي امارت تر مشرۍ لاندې شل کلن امریکايي اشغال او بهرنی تسلط پای ته ورساوه او خپله خپلواکه او مستقل حکومتولي یې رامنځته کړه، راولپنډۍ داسې انګېرله چې د کابل نوې مشرتابه به د دوی پر اشارو حرکت کوي.

خو کله چې اسلامي امارت بې‌طرفه، خپلواکه او د افغانستان پر ملي ګټو ولاړه بهرنۍ تګلاره غوره کړه، د پاکستان د پوځي جنرالانو اندېښنې زیاتې شوې. هغه نفوذ چې دوی د کلونو په اوږدو کې د سیاسي لاسوهنو او معاملاتو له لارې د جوړولو هڅه کړې وه، په چټکۍ سره کمزوری شو. پاکستاني پوځ د همدې سیاسي او ډیپلوماتیکې ناکامۍ د پټولو او پر کابل د خپل مطلوب نفوذ د بیا ټینګولو لپاره د تحریک طالبان پاکستان (TTP) نوم د یوه پلمې په توګه کارول پیل کړل.

د «دي ډیپلومات» په راپور کې وړاندې شوي دفاعي ارقام هم د راولپنډۍ د همدې وارخطایۍ یوه عملي بېلګه بلل شوې ده. د راپور له مخې، پاکستاني پوځ په تېرو څه کم یوه کال کې د افغانستان د حریم په نقضولو سره لږ تر لږه تر ۱۵ ډېر هوايي او ډرون بریدونه کړي دي. په دې لړ کې پر کونړ او پکتیکا د امریکا په جوړو شوو «GBU-12» بمونو ترسره شوې بمبارۍ هم یادېږي. د دغو بریدونو له امله افغان ملکي وګړو، ښځو او ماشومانو ته د اوښتو زیانونو ادعاوې دا بحث لا پسې جدي کوي چې پاکستاني پوځي مشرتابه د امنیت تر عنوان لاندې د افغانستان پر خاوره پوځي عملیات پراخ کړي دي.

خو د یادې مجلې د تحلیل له مخې، دغو بریدونو او بمباریو راولپنډۍ ته هغه ستراتیژیکه پایله نه ده ورکړې چې تمه یې ترې کېده، بلکې د مطلوبو موخو په ترلاسه کولو کې یې ناکامي لیدلې ده. تر دې هم د اندېښنې وړ د پاکستاني پوځ هغه تورن پس‌پردې رول بلل کېږي چې ګواکې د افغان حکومت د وسله‌والو مخالفینو، ډیت اسکواډ«مرګ ډلو» او نورو ګډوډوونکو عناصرو ملاتړ او تمویل کوي. له یوې خوا اسلام‌اباد نړیوالې ټولنې ته ځان د ترهګرۍ قرباني معرفي کوي، خو له بلې خوا پرې تور لګېږي چې د کابل د حکومت د ثبات د مخنیوي لپاره د مخالفو ډلو ملاتړ کوي. تاریخ ګڼې داسې بېلګې لري چې کله دولتونه د خپلو کورنیو ستونزو حل د پولو هاخوا په بمباریو او د نیابتي وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې لټوي، پایلې یې بېرته پر خپله امنیتي او سیاسي فضا هم اغېز کوي.

«دي ډیپلومات» د راولپنډۍ د پالیسي جوړوونکو لپاره دا خبرداری مطرح کړی چې د اقتصادي فشار، د سرحدونو د تړلو او هوايي بریدونو له لارې د کابل پر ګونډو کولو هڅه یوه «لنډلیدې»(Short-Sighted) تګلاره ده. هغه کسان چې د افغانستان د معاصر تاریخ تجربه له پامه غورځوي، باید په یاد ولري چې هغه افغانستان او ولس چې امریکا او د پاکستاني پوځ په ګډون ۴۸ متحدو هېوادونو د دوو لسیزو په اوږدو کې، له خورا وحشتناکو زورزیاتیو او مرګونو پوځي تکتیکونو سره سره، د الله تعالی په فضل، د ځان پر وړاندې ټیټ نه کړای شو، نو د پاکستاني پوځ بمبارۍ به یې څنګه ماتې کړي، هغه پوځ چې کړنې یې تر لېونتوب پورې له بې‌عقلۍ ډکې دي؟

الله تعالی د اسلامپالو افغانانو په فطرت کې دا نه دي ایښي چې د بهرني فشار یا د ټوپک د شپېلۍ په زور ورباندې تپل شوې پرېکړې ومني. د راولپنډۍ د دې متعصبې او له کرکې ډکې تګلارې یوازینۍ پایله دا شوې چې د افغانستان په ګوټ ګوټ، په ځانګړې توګه په سرحدي سیمو کې، د پاکستان پر ضد د ولسي غوسې او کرکې یو نوی او سخت څپانده توپان راولاړ شوی دی.

د دې ستراتیژیک زوال ژورتیا هغه مهال لا پسې روښانه کېږي، چې د پاکستاني پوځ، د ټرمپ له کورنۍ سره د اړیکو او له اسرائیل پلوو شرکتونو سره د پټو ډرون معاملاتو حقایق رابرسېره کېږي. د خپل هېواد د ولس د مالیاتو په پیسو، د فلسطینیانو له وژونکو او د اسرائیلي نفوذ له لابیانو سره د پټو معاملو له لارې د پوځي ټکنالوژۍ ترلاسه کول، د پاکستاني پوځي اسټبلشمنټ هغه خونړی مخ څرګندوي چې اوس یې پټول ورته ورځ تر بلې ناشوني کېږي.

دا هر څه ښيي چې د پاکستاني پوځ په لومړیتوبونو کې نه اسلامي ورورولي او نه هم د سیمې سوله ځای لري؛ بلکې د خپل واک او بقا د خوندي کولو او د هغو امریکايي ګټو د تعقیب جګړه ده. حقیقت دا دی چې د امنیتي بحران په اړه بحث یوازې پر کابل نه راڅرخي، بلکې د اسلام‌اباد او راولپنډۍ خپلې تګلارې هم د جدي ارزونې وړ دي. په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې روان داخلي وضعیت او له کابل سره د مستقیمو خبرو لپاره د ځینو صوبايي چارواکو غوښتنې ښيي چې یوازې پر ګاونډي هېواد د پړې اچولو امنیتي تګلاره په پاکستان کې دننه هم له پوښتنو سره مخ شوې ده.

ولس او ولایتي حکومتونه اوس دې پایلې ته رسېدلي چې د پوځ د ناکامۍ لامل د افغانستان نه همکاري نه، بلکې د راولپنډۍ خپله بې‌کفایتي، دوه‌مخې او منافقانه تګلارې دي. له همدې امله د افغانستان اسلامي امارت تل د حکمت، زغم او له خپل ځان او خاورې څخه د دفاع د بشپړ حق پر بنسټ د دغو ټولو دسیسو مقابله کړې ده. پر افغان حکومت او ولس د فشار راوړلو لپاره دا ټولې پوځي هڅې د شګو د دېوال په څېر نړېدلې او بې‌پایلې ثابتې شوې دي.

که د پاکستان پوځي اسټبلشمنټ لا هم له واقعیتونو عبرت وانخلي، د افغانستان د حریم له سرغړونو لاس وانخلي او د زور او ځواک پر غرور ولاړ دریځ پرېنږدي، نو د دې لنډلیدې او ناسنجول شوې تګلارې وروستی سیاسي او دفاعي زیان به خپله د پاکستان سیاسي او دفاعي وجود ته ورسېږي. تاریخ شاهد دی، کله چې د ظلم او بې‌عدالتۍ تر څنګ د توپونو او بمونو لوګي فضا توره کړي، نو په پای کې بری د هغو کسانو په برخه وي چې د خپل حق لپاره په کلکه ودرېږي.

شریکټویټ
مخکینی پوسټ

پوځي رژیم او د کورنیو سیاسي کمزوریو له شرمه ډک دوام!

ورته مقالې

د داعش په نامه وبا (طاعون) لومړۍ برخه
خوارج العصر

د داعش په نامه وبا (طاعون) لومړۍ برخه

اپریل 29, 2024
له مسؤلیت څخه تېښته!
سیاسي لیکني

له مسؤلیت څخه تېښته!

فبروري 10, 2026
له دفاع مخکې به حساب کېږي
سیاسي لیکني

له دفاع مخکې به حساب کېږي

اگست 23, 2026
د ظالمانو واکمنۍ پای ته رسیږي
سیاسي لیکني

د ظالمانو واکمنۍ پای ته رسیږي

اگست 8, 2024
خوارج؛ د تکفير مدعیان خو د کبیره ګناه مرتکبین! اوومه برخه
خوارج العصر

خوارج؛ د تکفير مدعیان خو د کبیره ګناه مرتکبین! اوومه برخه

مې 11, 2025
خوارج العصر

حقیقت خوارج معاصر

دسمبر 15, 2022

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • مشهور
  • تبصرې
  • وروستي
د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

جون 22, 2026
په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

اگست 7, 2024
د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

مارچ 24, 2024
پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

مارچ 25, 2024
صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

2

”د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشیانو والي وژل شوی“

2

داعش او د بلوڅانو قتل عام

1

د المرصاد ازاده او خپلواکه ویب پاڼه پر لیکه شوه

1
دي ډیپلومات’ لیکلي: «د پاکستان پوځي اسټبلشمنټ په افغانستان کې تر سختې ناکامۍ وروسته وارخطا شوی»

دي ډیپلومات’ لیکلي: «د پاکستان پوځي اسټبلشمنټ په افغانستان کې تر سختې ناکامۍ وروسته وارخطا شوی»

اکتوبر 1, 2026
پوځي رژیم او د کورنیو سیاسي کمزوریو له شرمه ډک دوام!

پوځي رژیم او د کورنیو سیاسي کمزوریو له شرمه ډک دوام!

اکتوبر 1, 2026
د پاکستان پوځي رژيم غواړي د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت سلب صلاحیت کړي

د پاکستان پوځي رژيم غواړي د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت سلب صلاحیت کړي

سپتمبر 30, 2026
شریر مثلث او د فوځي رژیم کړنې

شریر مثلث او د فوځي رژیم کړنې

سپتمبر 30, 2026

Popular Stories

  • د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کله چې د خوارجو توره د امام ابو حنیفه مخې ته خم شوه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کتابتون
د المرصاد اړیکه: info@almirsaad.com

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.