پاکستاني رژیم د خپل اېجاد له زمانې څخه تر ننه تل هڅه کړې چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول په سیمه کې په یوه او بل نامه د ناوړه رقابتونو د رامنځته کولو او ستونزو د شر محور شي. د همدې لپاره د امنیت او ثبات یا ترهګرۍ سره د مبارزې تر غولونکو شعارونو لاندې د خپلو نامشروع ګټو او سیاستونو د مخته وړلو لپاره نیابتي ډلې او منفور اشخاص وکاروي او په دې ډول د شر و فساد له ځانګړیو کړیو د ملاتړ له لارې ګاونډیو هېوادونو او سیمې ته زیان واړوي.
پوځي رژیم په تازه اقداماتو کې هڅه کړې چې په بېلابېلو ایالتونو کې له کډوالو، غلو، ناوړه مجرمانو او ځايي لږکیو څخه ناوړه ګټه واخلي او په دې لړ کې له افغانستان نه یو شمېر ور تښتېدلي اربکیان او شر و فساد پخواني عناصر په بېلابېلو ژمنو او وعدو سره د چترال سیمې ته ولېږدوي او بیا یې د سیمې او افغانستان د بې ثباتۍ لپاره د ترهګرو ډلو په چوکاټ کې تنظیم کړي.
په دې وروستیو کې د ځايي او نړیوالو رسنیو راپورونو څرګنده کړه چې پوځي رژیم خپله دغه نوې ورکړل شوې پروژه په ډېر چټک ډول د عمل ډګر ته را اېستلې ده او غواړي د سیمې او پکې مېشتو ترهګرو او خوارجو د ځواکمن ښودلو له لارې له امریکا او اروپايي هېوادونو څخه د خپلو ناوړه سیاستونو د تداوم لپاره مالي او سیاسي مالاتړ تر لاسه کړي.
یوه هندي چارواکي روانه اوونۍ په خپلو څرګندونو کې وویل چې هند نړۍ ته عصري ټکنالوژۍ او علم وړاندې کوي، خو پاکستان تل سیمې او نړۍ ته ترهګر وړاندې کړي دي. ډېره پر ځای خبره یې کړې ده، همدا اوس داعشي خوارج او د هغوی د روزنې او تمویل مرکزونه ټول په پاکستان کې دي، چې ثبوت ته هم اړتیا نه لري او د اسلامي امارت په هوايي بریدونو کې دا موضوع څو ځله په ډاګه شوې او د هغوی پټځایونه یا کلیدي یې له منځه وړي دي.
اوس پوښتنه دا ده چې پاکستان په چترال او نورو قبایلي یا لرې پرتو سیمو کې د ترهګرو، شروفساد یا اربکیانو د ځای پرځای کولو او مسلح کولو له لارې چا ته زیان رسوي؟
دا چې دا سیمې تر ټولو زیاتې افغانستان ته نږدې دي، نو لومړی باور همدا دی چې پاکستانی رژیم غواړي په افغانستان کې اوسنی سراسری امنیت او ثبات وننګوي او په اسلامي امارت فشار راوړي چې د رژیم غوښتنو ته سر ښکته کړي چې دا هېڅ ممکنه نه ده، ځکه د اسلامي امارت ځواکونونه له خپلې خاورې او خلکو د بشپړې دفاع وړتیا لري او همدا اوس یې هم په چترال او شاوخوا سیمو کې د خوارجو او ترهګرو ګڼ مرکزونه او هدفونه په نښه کړي دي، په دې معنی چې دغه ناوړه اقدامات افغانستان ته کوم زیات نه شي رسولی.
ددغه ترهګریزو اقداماتو زیان تر ټولو وړاندې خپله پاکستان ته رسېږي او په دغه هېواد کې د کورنۍ بې ثباتۍ اوسنۍ کچه نوره لوړوي، چې د پوځي رژیم د ناوړه کړنو پایله ده.
بل تر ټولو ستر زیان، لکه مخکې چې یادونه وشوه، د سیمې د هېوادونو او نړۍ ثبات ته دی، ځکه چې داعشي خوارج او نورې ترهګرې ډلې یې د همدې لپاره رزولې او له سیمې سره اشنا شوې دي، سره ددې چې چین، روسیه او د افغانستان شمالي ګاونډي هېوادونه په دغه حقیقت او پاکستاني رژیم په ترهګریزه مخینه خبر دي، خو لا هم چوپه خوله دي او له پاکستان سره مثبتې اړیکې ورته تر دې اوچتې ښکاري، برعکس پاکستان لګیا دی او داعشي ترهګر د یوه نړیوال ګواښ په توګه پړسوي او د مهارولو په بدل کې یې له نړۍ څخه امتیازات تر لاسه کوي.
ددغه ناوړه اقداماتو تر ټولو ناوړه زیان پاکستاني ولس ته دی، ځکه چې د پاکستاني پوځ له لوري په یوه او بل نوم ځل کېږي او اوس ورته داعشي خوارج د لستوني د مار غوندې په خپله خاوره کې روزي، چې هم به دوی ورباندې ځپي او هم به یې نړیوالو ته د یوه خطرناک تهدید په توګه معرفي کوي.
لکه څنګه چې اسلامي امارت په دې برخه کې خپل ستراتیژیک مسوولت په وخت او ښه ډول ادا کړی دی، د سيمې د بې ثباتۍ لپاره یې د پاکستاني رژیم دغه اقدامات هم غندلي او هم یې په عمل کې ګوزار ورکړی دی، داسې باید د سیمې ځواکمن هېوادونه او سازمانونه هم غلي پاتې نه شي او سر له اوسه یې د مخنیوي لپاره اقدام وکړي، که نه خدای مه کړه بیا به له ورخه اوبه تېره وي او سیمه به هم مهاله د یوه بل بحران خواته ور تېل شوې او د ترهګرۍ د روزنې په یوه نوي فارم بدله شوې وي.









































