د نړۍ د ګډو اصولو مطابق، هېڅ هېواد باید د سیمې پر زیان عناصرو ته اجازه ور نه کړي او نه یې وروزي. پاکستاني پوځي رژیم، چې له پیل څخه د یو شریر عنصر په نوم په هندوستان کې د مسلمانانو پر ضد د اربکیانو په نوم رامنځته شو، وروسته بیا تر نن ورځې د یو پوځي رژیم په نوم پر نوي ایجاد شوي او کښل شوي پاکستان قبضه لري.
په پاکستان کې موجود پوځي رژیم او کړۍ، چې څو کاله کېږي په نړیواله سطحه د داعش ترهګرې او ویجاړوونکې ډلې په ملاتړ، روزنه او سمبالښت کې ښکېل او تورن دي، د پاکستان په توسط روزل شوو داعشیانو په ډېرو سیمهییزو هېوادونو کې ویجاړوونکې حملې او وحشي وژنې کړې دي. د دغو حملو او ویجاړیو مستند شواهد او اعترافونه هم شته.
په اوس وخت کې د اربکیانو روزل او بیا یې د دوو لویو قومونو، پښتنو او بلوڅو، په وړاندې د امن او امنیت د ټینګښت په نوم استعمالول هغه څه دي، چې د دغو قومونو ترمنځ د مخالفو جهتونو ایجاد رامنځته کوي. مانا دا چې اربکیان، که د بلوڅو ترمنځ وي، خامخا د پوځي رژیم په وړاندې له جګړه کوونکو سره جګړه کوي، او کوم چې د پښتنو په قبایلو کې دي، هغه د ټي ټي پي په وړاندې جګړه کوي.
دغه کار د پوځ لوی حماقت او د ولس پر وړاندې لوی ظلم دی، چې همدغه د یوې عقیدې او فرهنګ لرونکی ولس د حق او مخالفت په نوم له خپل منځ سره جګړې ته راکاږي. د اربکیانو مانا او مفهوم همدا دی، چې له رژیم سره د جګړې مسیر د همدغه مظلوم ولس تر خپلو ګریوانونو نیولو او په خپلمنځي شخړو کې ښکېلتیا ته واوړي.
ایا دا د پاکستان د ولس پر وړاندې د وحشت او ظلم انتها نه ده، چې پرې حاکم رژیم قومونه سره په جګړه اخته کوي، د دې لپاره چې څو ورځې خپل رژیم، اقتصاد او د شرارت څېره وژغوري؟ خپله بقا او پایښت لټول په کوم قانون او انساني فطرت کې شته، چې ولس په خپلو توطیو او دسیسو سره ښکېل کړې او ته په ارامۍ د دوی د وینو بهېدو ننداره کوې؟
جالبه دا ده، چې دغه پوځ او کړۍ د خباثت او شرارت دومره پراخ جرأت اخیستی دی، چې په افغانستان کې د موجود اسلامي نظام په مقابل کې د پخوانیو اربکیانو څخه د استفادې هڅې کوي او افغانستان ته د شر او فساد جوړولو ډلې لېږلو هڅې کوي، ترڅو هلته ناامني رامنځته کړي. افغانستان د پاکستان د پوځي رژیم له خباثت او شرارت څخه وېره نه لري.
افغانستان نن مستقل، ځواکمن او قاطع نظام لري، او هر هغه بحران چې د بهرنیانو لخوا پرې تپل کېږي، د قابو کولو توان یې لري. لومړی یې مهاجرین په جبر او ظلم راوشړل، فکر یې کاوه چې په افغانستان کې موجود اسلامي امارت به یې قابو نه کړي، خو په داسې ډول قابو شول، چې نړیوال مهاجرت سازمان ورته حیران دی.
پاکستان په لوی لاس، له افغانستان سره په عقیدوي او کلتوري اړخ پیوند لرونکي بلوڅ او پښتانه ناامنه کوي، او سربېره پر دې د افغانستان او په عین وخت کې د سیمې وضعیت ته ویجاړي او ناامني راوړي. هلته مېشت سیاستوال او عالمان د دغه رژیم او پوځ پر رازونو خبر شوي دي، چې کوم اور پنډوسکي ته اسمان شړې، هغه لومړی ستا تر قلمرو لاندې قبضه شوی ولس سوځوي. نړۍ او سیمې ته به زیان ورسوي، خو ستا برخلیک به له دې هم بد وي. کوم قومونه چې ته د اربکیانو او د شر او فساد د ډلو په رامنځته کولو سره په جګړه اخته کوې، لومړی اقتصادي زیان او د بهر څخه ستا په خاوره کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو ګوزار تاسې خورئ.
په ښکاره ډول د اربکیانو، داعش او نورو د شر او فساد د ډلو روزل سیمهییز تهدید دی. افغانستان اسلامي امارت په چترال کې د شر او فساد ځینې مراکز بمبار کړل او هلته مېشت کمپونه یې درته ویجاړ کړل، دا نو څه دي؟ سیمهییزو هېوادونو ته په دومره ښکاره ډول د فساد او شرارت رامنځته کول ډېر بد عواقب لري. پوځ خو یې تاوان نه ورکوي، تاوان یې همدغه مظلوم پاکستانی ولس ورکوي. په سیمهییزو هېوادونو کې یې ارزښت، د یاد هېواد د پیسو ارزښت او د ولس اقتصاد ضعیف کېږي.
نور باید هلته مېشت سیاستوال او عالمان دغه پراخ ولسي زیانونه او د پوځي رژیم بېکفایته پالیسۍ درک کړي، ترڅو په راتلونکي کې د سیمې د هېوادونو له لوري د یاد ولس پر وړاندې د بدو عواقبو مخه ونیول شي. دا مو نه درته خوښېږي، چې پاکستانی مظلوم او مسلمان ولس د نړۍ په سطحه د شرارت، فساد، ناامنۍ او نورو بدو القابو په نوم یادېدونکی وي، خو که همدغه پوځ خپله موجوده پالیسي همداسې وساتي، له همدې بدو عواقبو او زوال سره به مخ شئ.










































