په اوسني عصر کې د کورنۍ جګړې اندېښنه او د علماوو ونډه
په اوسني عصر کې چې کله هم د یوه ظالم دولتي نظام پر وړاندې د وسلهوال مقاومت خبره کېږي، نو د پاکستان او نورو اسلامي هېوادونو د ډېری علماوو له خوا دا لویه اندېښنه څرګندېږي چې: «له دې سره به په هېواد کې کورنۍ جګړه، ګډوډي او فتنه خپره شي.»
د همدې اندېښنې پر بنسټ، ډېری وخت د دغسې خوځښتونو پر مخنیوي ټینګار کېږي.
خو که د دغو علماوو دغه څرګنده کړې وېره او اندېښنه په ځیر وڅېړل شي، نو یو دردناک حقیقت راڅرګندېږي. کله چې علماء یوازې د کورنۍ جګړې له وېرې د هر ډول وسلهوال مقاومت پر خلاف فتواوې ورکول پیل کړي، که څه هم هغه په خپل ذات کې روا او ان اړین شوی وي، نو داسې ښکاري چې په ناپامۍ کې د مظلوم لاس پرې کوي او ظالم ته د خپلو ظلمونو د دوام لپاره یو پټ جواز برابروي.
په عمومي توګه، د ظلمونو پر وړاندې د راپورته شویو وسلهوالو یا هغو خوځښتونو د مخنیوي او پر خلاف یې د فتواوو ورکولو تر شا، چې تاوتریخجن بلل کېږي، د ځینو ځانګړو شرعي، فقهي او سیاسي اصولو او لاملونو داسې تفسیر پروت وي چې دغه علماء یې د خپل اند له مخې سم ګڼي او د خپلو فتواوو بنسټ یې ګرځوي. په دغو فتواوو کې عموماً لاندې لاملونه بنسټ ګرځول کېږي.
لومړی: د امکاناتو سخت کمښت او د وس او ځواک نشتوالی.
د اسلامي فقهې د یوه بنسټیز اصل «لا تکلیف إلا بما یطاق» او د «استطاعت» په رڼا کې د دغو علماوو دریځ دا وي چې: «کله چې مظلوم لوری د دولت د عصري دستګاه، هوايي ځواک او امکاناتو په وړاندې د ځواک معقول انډول ونه لري، نو د داسې یوې نابرابرې جګړې پیلول له شرعي پلوه ځان هلاکت ته د غورځولو «وَلا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ» په معنا دي.»
دویم: د «درء المفاسد مقدم علی جلب المصالح» مشهور فقهي اصل؛ یعنې د زیان مخنیوی د ګټې تر ترلاسه کولو لومړیتوب لري. د دغو علماوو په اند: «که د یوه ظالم واکمن یا ظالم دولت پر وړاندې د وسلهوال اقدام په پایله کې د احتمالي عدالت د ټینګېدو په پرتله د پراخې ویجاړۍ، د کلیو او مېنو د ورانېدو او د بېګناه وګړو د مرګژوبلې اندېښنه زیاته وي، نو د شریعت له نظره د دغه لوی زیان د مخنیوي لپاره کوچني زیان، یعنې له کړاوونو ډک صبر او سیاسي مبارزې ته لومړیتوب ورکول کېږي.»
درېیم: د امارت او ټولنیز نظم د نشتوالي اصل دی.
د دغو علماوو په فتواوو کې دا دلیل هم څرګند وي چې د جهاد یا وسلهوال مقاومت لپاره د یوه منظم، د ټولو د منلو وړ او شرعي امارت، یعنې مرکزي مشرتابه شتون شرط دی. له یوه مرکزي شرعي نظم او انضباط پرته، په انفرادي یا ډلهییزه کچه وسلهوالې کړنې د فتنې، ګډوډۍ او د فاسدو یا بهرنیو عناصرو لاس ته د خوځښتونو د لوېدو لامل ګرځي.
دغه علماء د همدې دیني اصولو او په عملي ډګر کې د شته خطرونو پر بنسټ، له وسلهوالو اقداماتو څخه د مظلوم ولس د راګرځولو فتواوې ورکوي، څو د خپل تفسیر له مخې ټولنه له هر اړخیزې تباهۍ وژغوري. د پورته یادو شویو علماوو د فتواوو او تفسیرونو په رڼا کې پر دې پوهېدل اړین دي چې، که څه هم علما د دغو فقهي قواعدو پر بنسټ مظلومانو ته د صبر او له وسلهوالو خوځښتونو څخه د ډډې کولو سپارښتنه کوي، خو په دغه لیدلوري کې یو خورا بوږنوونکی منطقي تناقض هم شته.
پوښتنه دا راپورته کېږي چې: «که د کورنۍ جګړې په څېر له یوې احتمالي فتنې څخه د ځان ساتلو لپاره، د دغو فتواوو په رڼا کې د خوځښتونو مخه ونیول شي او مظلومان په کورونو کې کښېنول شي، نو ایا په دې سره هغه ظلم درېږي چې له وړاندې په عمل کې روان دی؟»
واقعیت دا دی چې ظالم نظام له دغو فتواوو وروسته له ظلم څخه لاس نه اخلي، بلکې د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره وژنو، ناقانونه نیونو، پر بېګناه خلکو هوايي او پوځي بریدونو، ظالمانه مالیو او د عدالت په نوم روانو نندارو ته دوام ورکوي. ان همدغه جابر ځواکونه پخپله همدا علما هم د هدفي وژنو او تاوتریخوالي ښکار ګرځوي، چې ترخه شواهد یې په تاریخي او اوسنیو ثبت شویو پېښو کې شته.
دلته تر ټولو لویه فکري تېروتنه دا پیدا کېږي چې:
«کورنۍ جګړه یوازې یوه وېره او اندېښنه ده چې لا نه ده رامنځته شوې؛ خو د دولت ظلم یو عیني واقعیت او هره ورځ ترسره کېدونکی عمل دی.»
نو هېواد د ګډوډۍ او تباهۍ پر لور د ټېل وهلو اصلي لامل د مظلوم غبرګون، یعنې وسلهوال مقاومت نه دی، بلکې د ظالم هغه لومړنی اقدام او عمل دی چې کلونه کلونه یې بې له کومې وېرې ترسره کوي. دلته د علماوو له خوا د کورنۍ جګړې او ټولنیزې تباهۍ د وړاندې کېدونکې اندېښنې په تړاو، دا هم اړینه ده چې د کورنۍ جګړې او ټولنیزې تباهۍ پر اصلي لاملونو له شرعي، عیني او منطقي پلوه پوه شو.
که واقعیتونو ته په بېپرې نظر وکتل شي، نو د یوه هېواد د کورنۍ جګړې او تباهۍ پر لور د ټېل وهلو اصلي لامل د مظلوم دفاعي مبارزه نه، بلکې د ظالم پرلهپسې او بېمهاره ظلم دی. د نړۍ نظم او د دولتونو ثبات د واکمنانو جبر، بېعدالتي، پر بډو ولاړې عدالتي نندارې، د پولیسو د تاڼو ظالمانه نظام، جابرانه مالیې او دا چلند له منځه وړي چې ولس د بېوزلۍ په ګرداب کې ډوبوي او پخپله په عیش او عشرت کې ډوب وي.
د اسلامي شریعت دا یو نړیوال اصل دی چې ظلم د ټولنو جرړې خوسا کوي او فتنې او فساد ته لاره هواروي.
قرآن کریم پخپله اعلان کوي چې په ځمکه کې د فساد او ورانۍ لامل د ظالمانو ناوړه کړنې او له بېعدالتۍ ډک فعالیتونه دي. لکه څنګه چې د قرآن کریم د الروم سورت په ۴۱م آیت کې راغلي دي: «ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُم بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ.»
ژباړه: په وچه او لمده کې (یعنې د ټولې ځمکې او اسمان په فضا کې) فساد او وراني د خلکو د خپلو لاسونو د کړنو (ظلم، ګناهونو او بېعدالتیو) له امله خپاره شوي دي، څو الله دوی ته د خپلو ځینو کړنو خوند وروڅکي، ښایي چې دوی (له ظلم او ګناهونو) راوګرځي.
په قرآن او سنتو، فقهي کتابونو یا د شریعت په تعبیرونو کې هېڅ ځای دا نه دي لیکل شوي چې: «د مظلوم شرعي او روا دفاع هېواد د ګډوډۍ یا کورنۍ جګړې پر لور بیایي.»
که د مظلومانو نیت او موخه یوازې د ظلم پای ته رسول او د عدالت ټینګول وي، نو وسلهوال مقاومت یې په حقیقت کې له لا زیاتې تباهۍ او کورنۍ جګړې څخه د هېواد د ژغورلو یوه اخلاقي او دفاعي لاره ګرځي. اصلي فتنه هغه ظلم دی چې له کلونو راهیسې بې له وېرې روان دی؛ نه هغه غبرګون چې د دغه ظلم د مخنیوي لپاره راټوکېږي.
تر څو چې دا بنسټیز حقیقت ونه منل شي، نه به د علماوو د فتواوو اصلي موخه ترلاسه شي او نه به د مظلوم د درد تلپاتې درملنه شونې شي. له همدې امله، کله چې علماء یوازې غبرګون حرام یا منع وبولي، پخپله هم چوپ کښېني او مظلومان هم چوپ پاتې کېدو ته وهڅوي، نو د مظلومانو په نظر، دوی په ناپامۍ کې د ظالم د ظلم دوام او روانو مظالمو ته لا ډېر ازاد ډګر او خوندیتوب برابروي.
که د علماوو په اند اصلي اندېښنه دا وي چې خوځښت به د نورو لاس ته ولوېږي او په کورنۍ جګړه به بدل شي، نو د دې شرعي او عقلي حل د مقاومت مخنیوی نه، بلکې دا دی چې همدا پرهېزګار او وړ علماء یې پخپله د مشرتابه واګې په لاس کې واخلي!
کله چې علماء رامخکې شي او پخپله د دغه غبرګون د سمون او مشرتابه چارې پر غاړه واخلي، نو نه به خوځښت د نورو لاس ته لوېږي او نه به هېواد له ګډوډۍ سره مخ کېږي؛ بلکې د ظلم پر اصلي جرړه، یعنې دولتي جبر به اغېزناک ګوزار وشي، نور بیا…










































