د اسلامي امت د عزت د بېرته راګرځولو لارې چارې
د اسلامي امت د کمزورۍ په مسئله کې د حل لارو بحث تر ټولو برخو مهمه برخه ده ځکه تر څو چې د یوه مسلمان فکري او ایماني بنسټونه اصلاح نه شي، هېڅ سیاسي یا اقتصادي بدلون به ورته پایدارې پایلې ونه لري. په امتونو کې حقیقي بدلون تل له انسان څخه پیلېږي، نه له جوړښتونو؛ او انسان بیا د ایمان، فکر او روزنې له لارې جوړېږي.
هغه لارې چې په عملي کولو سره یې د مسلمانانو له لاسه وتلی عزت بېرته ترلاسه کېدای شي:
۱. بېرته قرآن کریم ته ژور او عملي ستنېدل
قرآن کریم د اسلامي امت د هویت بنسټ دی. دا کتاب یوازې د تلاوت یا برکت لپاره نه دی بلکې د ژوند یو بشپړ نظام دی چې عقیده، اخلاق، سیاست، اقتصاد او ټولنیزې اړیکې تنظیموي.
له بده مرغه نن ورځ په ډېرو اسلامي ټولنو کې اساسي ستونزه دا ده چې قرآن کریم یوازې د درناوي تر کچې محدود پاتې شوی او په لوړو طاقچو کې اېښودل کېږي خو د تطبیق او عمل په برخه کې یې ونډه کمرنګه شوې ده. قرآن مجید ته د بېرته ستنېدو موخه دا ده چې هغه د قانون جوړونې او ارزښت ټاکنې اصلي مرجع وګرځي او مسلمانان تل پر دې یقین او باور ولري چې دا د بشریت لپاره تر ټولو غوره قانون دی.
د قرآن کریم د پوهې کچه له فردي او سطحي فهم څخه ټولنیز او تمدني فهم ته لوړه شي، قرآني معارف د ښوونې او روزنې په نظام، رسنیو او فرهنګ کې شامل شي، مسلمانان قرآن کریم د ژوند د تګلارې په توګه وپېژني، نه یوازې د ثواب او برکت کتاب په توګه. هر کله چې قرآن عظیم الشأن له یوازې لوستلو څخه د ژوند کولو مرحلې ته ولېږدول شي، ټولنه به په تدریجي ډول د اصلاح پر لوري حرکت وکړي.
۲. په زړونو کې د حقیقي او ژوندي ایمان احیاء
ایمان په اسلام کې یوازې یو ذهني باور نه دی، بلکې د انسان د کړنو محرکه قوه ده. هغه ایمان چې په عمل کې ونه لیدل شي، ټولنیز اغېز نه شي لرلای. اسلام باید د شعار دین ونه ګڼل شي بلکې د عمل د دین په توګه وپېژندل شي.
له بده مرغه د اسلامي امت نننۍ کمزوري تر ډېره د کمزوري او غیر فعال ایمان له امله ده. د ایمان راژوندي کول په دې معنا دي چې:
– له الله تعالی سره د عبادت او دعا له لارې د انسان اړیکه پیاوړې کول؛
– په فردي او ټولنیز چلند کې د الهي څارنې احساس رامنځته کول؛
– ایمان د ګناه د پرېښودلو او د مسئولیت د ترسره کولو پر انګېزې بدلول؛
– او په ورځني ژوند کې د آخرت مفهوم راژوندی کول.
کله چې په ټولنه کې ایمان ژوندی شي فساد، ظلم او بېعدالتي په طبیعي ډول کمېږي ځکه انسان احساس کوي چې یوازې نه دی او مسئولیت لري.
۳. د کورنۍ د روزنیز نظام بنسټیزه اصلاح
کورنۍ د انسان جوړونې لومړی ښوونځی دی. که کورنۍ اصلاح نه شي، هېڅ ښوونیز یا ټولنیز نظام صالح انسان نه شي روزلای. په ډېرو اوسنيو ټولنو کې کورنۍ له خپل روزنیز رول څخه واټن اخیستی دی.
د کورنۍ د اصلاح په برخه کې باید:
– مور او پلار یوازې اقتصادي مسئولیت ته نه، بلکې خپل روزنیز رول ته هم بېرته وګرځي؛
– ماشومانو ته دې له ماشومتوبه دیني ارزښتونه وروښودل شي؛
– په کورنۍ کې دې د مینې، درناوي او نظم فضا رامنځته شي؛
– پر ماشومانو دې د ناسمو رسنیو د منفي اغېزو مخه ونیول شي.
هغه ماشوم چې په سالمه کورنۍ کې لوی شي، په ټولنه کې به هم یو ګټور او مسئول انسان وي.
۴. د مسلمانانو په ذهنونو کې د ژوند د موخې بیا رغول
د مهمو بحرانونو په لړ کې خورا اغېزمن بحران، د ژوند د موخې له لاسه ورکول دي. ډېرو خلکو ژوند یوازې د شتمنۍ، مقام او مادي خوندونو په راټولولو کې را لنډ کړی دی. اسلام د ژوند موخه په څرګنده بیان کړې ده چې د الله تعالی عبادت او د عدالت او هدایت پر بنسټ د ځمکې آبادول ده.
د همدې موخې بیا راژوندي کول په دې معنا دي چې:
– په ښوونیز نظام کې د خلقت موخه تشریح شي؛
– لیدلوري دې له ماديپالنې څخه مسئولیتمحور فکر ته بدل شي؛
– انسانانو ته دې د خدمت روحیه د عبادت په توګه پیاوړې شي؛
– په ځوان کهول کې دې د رسالت احساس راژوندی شي.
کومه ټولنه چې موخه ولري، په سرګردانۍ او سقوط نه اخته کېږي.
۵. د دیني فکر له فردي کچې څخه تمدني کچې ته اصلاح
یوه جدي ستونزه دا ده چې دین په ډېرو مواردو کې یوازې په فردي عباداتو پورې محدود شوی، حال دا چې اسلام یو تمدني نظام دی.
د دیني فکر اصلاح په دې معنا ده چې:
– اسلام د ژوند د یوه پوره نظام په توګه درک کړل شي، نه یوازې د عبادت په توګه؛
– داسې هراړخیزو متفکرانو دې وروزل شي چې هم دین درک کړي او هم له خپل عصره خبر وي؛
– د شریعت له محدود او سطحي لیدلوري څخه دې ډډه وشي.
دا فکري بدلون په امت کې د هر ستر تحول لپاره مقدمه ده. که یې لنډه پایله واخلو، په دې پړاو کې د امت د اصلاح اساسي ریښه «د انسان بیارغونه» ده. داسې انسان باید ولټول شي چې ژوندی ایمان ولري، قرآن د خپل ژوند تګلاره وبولي، روښانه موخه ولري او په کورنۍ او ټولنه کې یې سالمه روزنه ترلاسه کړې وي. له دې فکري او ایماني اصلاح پرته به هېڅ ډول سیاسي یا اقتصادي بدلون پایدار او دوامدار نه وي.









































