۴- په عبادت او اطاعت کې اعتدال
په اسلام کې د اعتدال او منځلارېتوب یوه بله ښکلې څرګندونه په عبادت او اطاعت کې اعتدال دی. اسلام له مسلمان څخه نه غواړي چې د عبادت په پلمه خپل فردي، کورني او ټولنیز مسؤلیتونه له پامه وغورځوي او یا پر خپل ځان له اندازې زیاته سختي وکړي؛ بلکې انسان هغه عبادت ته رابولي چې له توان، دوام او توازن سره مل وي.
لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمایي: ﴿لَا يُكَلِّفُ اللّٰهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا﴾ (البقرة: ۲۸۶).
ژباړه: «الله تعالی جلجلاله هېڅوک د هغه له وس او توان څخه په زیات څه نه مکلفوي.»
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم به تل خپل صحابه کرام رضیاللهعنهم په عبادت کې له افراط او زیاتروۍ څخه منع کول. لکه څنګه چې په تېرو برخو کې یادونه وشوه، د صحابه کرامو رضی الله عنهم یوې ډلې هوډ کړی و چې خپل عبادت زیات کړي؛ یو به تل روژه نیوله، بل به ټوله شپه په لمانځه ولاړ و، او درېیم به له واده کولو څخه ډډه کوله.
کله چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم له دې موضوع خبر شول، ویې فرمایل: «په الله قسم! زه له تاسو ټولو څخه تر ټولو زیات له الله تعالی جلجلاله څخه وېرېږم او تر ټولو ډېر پرهېزګار یم؛ خو کله روژه نیسم او کله یې ماتوم، لمونځ کوم او استراحت هم کوم او له ښځو سره نکاح کوم. نو څوک چې زما له سنتو مخ واړوي، له ما څخه نه دی.»
دا حدیث په څرګند ډول ښيي چې د اسلام لاره د توازن، اعتدال او منځلارېتوب لاره ده؛ نه د رهبانیت او د دنیا د پرېښودلو لار او نه هم د عبادت او د الله تعالی جلجلاله د یاد له پامه غورځولو لاره. مسلمان باید د الله تعالی جلجلاله د حقونو، د خپل نفس د حقونو، د خپلې کورنۍ د حقونو او د ټولنې د حقونو ترمنځ توازن وساتي. له همدې امله، هغه عبادت چې له اعتدال، اخلاص او دوام سره مل وي، د الله تعالی جلجلاله په نزد تر هغو درنو اعمالو ډېر محبوب دی چې انسان یې د دوام توان ونه لري.
اسلام غواړي چې مسلمان د ژوند په ټولو پړاوونو کې منځنۍ او معتدله لاره خپله کړي، څو هم د عبادت له برکتونو او فیوضاتو برخمن شي او هم خپل نور مسؤلیتونه په غوره توګه ترسره کړي.











































