د پاکستان متجاوز پوځ د خپلو وحشيانه تېريو په لړ کې، يو ځل بيا پر پکتيا، پکتيکا او کنړ ولايتونو باندې بېرحمانه بمبارۍ وکړې، چې له امله یې زموږ ګڼ شمېر بېګناه ملکي هېوادوال، په ځانګړې توګه ښځې، ماشومان او سپین ږیري شهیدان او ټپیان شول؛ هغه بېدفاع کسان چې په شرعي نصوصو کې آن په جنګي حالت کې هم د دوی له وژلو په کلکه منع شوې ده. دا جنایت د ټولو نړیوالو قوانینو، اسلامي اصولو او د حسنِ ګاونډیتوب د موازینو ښکاره نقض دی.
د پاکستان نظامي او پوځي کړۍ چې تل یې خپله بقا په سیمه کې په جګړو او بحرانونو کې لیدلې، د داسې وحشیانه بریدونو په کولو سره یو ځل بیا ثابته کړه چې د سیمې د ثبات او د دواړو هېوادونو د ولسونو د ارامۍ تر ټولو لوی دښمنان همدا جنرالان دي. دوی د خپلو کورنیو سیاسي او اقتصادي ماتو د پټولو لپاره پخوانۍ تکراري او ناکامه تګلاره پرمخ وړي او د بېګناه انسانانو د وینو په بهولو غواړي خپل اهداف ترلاسه کړي.
خو تاریخ ښودلې چې د داسې مغرورو پوځي کړیو د ظلم پایله به د دوی خپله نابودي وي. ځکه چې دغه پوځي کړۍ په داسې حال کې د افغان حکومت پر لور د ملامتیا ګوته نیسي چې د ټي ټي پي (TTP) او بلوڅ بېلتون پالو په څېر وسلوالې ډلې په بشپړه توګه د پاکستان خپله داخلي ستونزه ده. د ټي ټي پي (TTP) تحریک او نورې سیمه ییزې ډلې د پاکستان په خپله خاوره کې رامنځته شوې، هلته په خپله خاوره کې روزل کېږي، د پاکستان په داخل کې مرکزونه او تجهیزات لري او د دغه هېواد د ناسمې او ظالمانه کورنۍ تګلارې د غبرګون په پایله کې رامنځته شوې دي.
د دې پر ځای چې د اسلاماباد واکمنان خپله دا ژوره ستونزه په عاقلانه او رغنده توګه حل کړي، غواړي د خپلو استخباراتي او امنیتي ماتو پړه پر افغانستان واچوي، چې دا ناکامه هڅه هېڅکله په حقیقت نشي بدلېدی. حقیقت دا دی چې د افغانستان د اسلامي امارت په حاکمیت سره نن ورځ افغانستان له هر ډول وسله والو ډلو څخه په مکمل ډول پاک دی. په هېواد کې د سرتاسري امنیت ټینګښت او د پخوانیو ټولو جنګي جزیرو له منځه وړل پخپله دا ثابتوي چې په افغان خاوره کې د ترهګرۍ لپاره هېڅ ځای نشته.
د افغانستان اوسنی نظام په تېرو کلونو کې د خپلو قربانیو په پایله کې وتوانېد چې د هېواد امنیتي کنټرول په لاس کې واخلي او هر هغه چا ته ماته ورکړي چې د ولس ارامي یې ګواښله. له همدې امله، په افغانستان کې د وسله والو ډلو د شتون ادعاوې او تبلیغات یوازې د متجاوزینو لخوا یو ډول بهانې او بېبنسټه تورونه دي ترڅو پر خپلواکو هېوادونو خپل بریدونه توجیه کړي.
پر همدې اساس، د افغانستان د اسلامي امارت رسمي پالیسي تل خورا روښانه او پر اصولو ولاړه ده؛ د اسلامي امارت د بهرني سیاست اساسي محور دا دی چې د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي او نه هم چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد د امنیت په زیان وکاروي. افغانستان د یو مسؤل هېواد په توګه غواړي له خپلو ټولو ګاونډیانو او د نړۍ له هېوادونو سره د متقابل درناوي او سوله ییز ژوند پر بنسټ اړیکې ولري.
خو د همکارۍ او عدمِ مداخلې دا تګلاره په دې مانا نه ده چې که د چا لخوا پر افغان خاوره د تیري او تجاوز هڅه وشي، نو د اسلامي امارت او د افغان ولس د دفاعي ځواکونو لخوا به بېځوابه پاتې شي؛ ځکه چې د خپلې خاورې او ولس دفاع زموږ شرعي او منطقي حق دی.
له همدې امله، دا بېباکه بمبارونه او د بېګناه افغانانو شهادت به د پاکستان د پوځي کړیو لپاره خورا دروند او معکوس ځواب ولري، ځکه چې دا ډول وحشتونه یوازې د افغان ولس د بېدارۍ، همبستګۍ او د متجاوزینو پر وړاندې د عمومي پاڅون او کرکې د پیاوړتیا لامل ګرځي.
تاریخ ثابته کړې ده چې کله هم پر دغه غیور ولس باندې له بهر څخه تېری شوی، قومي شخړې او داخلي اختلافات سمدستي له منځه تللي او ټول ولس د یو بل ترڅنګ د متجاوزينو په وړاندې د غاښ ماتونکي ځواب لپاره راپورته شوی دی. د پکتیا، پکتیکا او کنړ پر دغه مظلوم خو باتوره ولس باندې برید، په حقیقت کې پر ټول افغان ملت برید دی او دا جنایت به د هېواد په هره برخه کې د ولس او حکومت ترمنځ د یووالي او د خاورې له تمامیت څخه د سرښندنې هوډ لا پسې فولادي کړي، چې پایله به یې د تیري کوونکي پوځ لپاره د شرم او دایمي پښېمانۍ پرته بل څه نه وي، إن شاء الله.











































