په یوه بېساري او برخلیکټاکونکي تحول کې، افغانستان د فرضي کرښې ها غاړې د یوه دقیق او بریالي عملیاتو په ترسره کولو سره د سیمې د امنیتي معادلو نوې پاڼه واړوله. دغه بریالی برید یوازې یو لنډمهالی تاکتیکي اقدام نه و، بلکې د اسلامي امارت د دفاعي تګلارې د ستراتیژیک بدلون رسمي اعلان و. د دې عملیاتو پیغام روښانه او نه انکارېدونکی دی: د ستراتیژیک زغم او حوصلې پړاو پای ته رسېدلی او افغانستان به له دې وروسته د خپل امنیت، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې هر ډول ګواښ، په هر ځای او د هرې ډلې له لوري چې وي، په نطفه کې شنډ کړي.
له کلونو راهیسې ترهګرو ډلو، په ځانګړي ډول داعش خراسان، د پاکستان له خاورې او ناامنو سرحدي سیمو څخه د افغانستان پر ضد د بریدونو د پلان جوړونې او عملي کولو لپاره د خوندي پناهځای په توګه ګټه اخیسته. دغه وضعیت نه یوازې د افغانانو ژوند ته دوامداره ګواښ و، بلکې ملي حاکمیت یې هم له جدي ننګونې سره مخ کړی و. خو وروستیو عملیاتو هغه انګېرنه په بشپړه توګه ونړوله چې ګواکې ترهګر د فرضي کرښې هغې غاړې ته خوندي دي او کولای شي په ازاد ډول د افغانستان پر ضد دسیسې جوړې کړي.
د اسلامي امارت وفادارو سرتېرو په بېساري دقت سره د کرښې په ها غاړې کې ټاکل شوي هدفونه وپېژندل او له منځه یې یوړل او دا یې ثابته کړه چې د خپل هېواد د دفاع لپاره د افغانانو اراده له هر ډول جغرافیایي او پوځي خنډ څخه پیاوړې ده. د دغو عملیاتو تر ټولو مهم اړخ، چې د ستاینې او ژور تحلیل وړ دی، د پاکستان د پرمختللو او عصري دفاعي سیستمونو څخه بریالي تېرېدل و. د پاکستان پوځ، چې تل یې پر خپل هوايي دفاعي ځواک ویاړ کاوه، په دې ستره ازموینه کې له یوې ترخې ناکامۍ سره مخ شو.
د افغانستان بېپیلوټه الوتکو او ډرونونو نه یوازې د دې هېواد دفاعي کمربندونه مات کړل، بلکې په ډېر دقت سره یې له پولې څخه په لرې واټن کې ټاکل شوي هدفونه هم له منځه یوړل. دغه تخنیکي او تاکتیکي بریا د اسلامي امارت د پوځي وړتیاوو نوي ابعاد راڅرګند کړل او دا یې ثابته کړه چې افغانستان د عصري او نابرابره جګړو په ډګر کې د داسې مهارت او ځواک څښتن شوی چې سیمهییز سیالان یې حیران کړي دي.
دغې عمليات دوه مهم پیغامونه درلودل. لومړی پیغام داعش ترهګرې ډلې ته و، چې نور دې په پاکستان کې خپل پټنځایونه او خوندي مرکزونه خوندي ونه ګڼي. افغانستان وښودله چې د هغه استخباراتي او پوځي لاسرسی د ګاونډي هېواد تر لرې پرتو سیمو پورې غځېدلی او هر ډول ترهګریز تحرک به له چټک او سخت غبرګون سره مخ شي. دویم پیغام بیا تر دې هم مهم او جدي و؛ هغه پیغام چې د پاکستان پوځي رژیم ته لېږل کېده، هغه رژیم چې کلونه یې د خپلې دوهمخې پالیسۍ له لارې په افغانستان کې د ناامنۍ د رامنځته کېدو زمینه برابره کړې ده.
افغانستان په دې زړور اقدام سره په ډاګه کړه چې نور د پاکستان د امنیتي جوړښت د ځینو عناصرو ورانوونکی رول نه شي زغملای او د افغانستان پر ضد د ترهګرۍ هر ډول ښکاره یا پټ ملاتړ به له سخت او فرامرزي غبرګون سره مخ شي.
دغه بدلون د سیمې په امنیتي اړیکو کې د نوي فصل پیل بلل کېږي. افغانستان به له دې وروسته د امنیتي معادلو په ډګر کې د یوه فعال، اقدام کوونکي، لوبغاړي په توګه راڅرګندېږي. د کابل نوې دفاعي تګلاره د ګواښونو پر وړاندې پر مخکیني اقدام او د هغوی د سرچینو پر شنډولو ولاړه ده؛ داسې ستراتیژي چې نه یوازې تلپاتې کورنی امنیت تضمینوي، بلکې ټولو ګاونډیانو ته دا څرګند پیغام هم لري چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا داسې سره کرښه ده چې له هغې اوښتل ناشوني دي.
دغو بریالیو عملیاتو وښودله چې د اسلامي امارت سرتېري د خپل هېواد د دفاع لپاره له هېڅ راز قربانۍ درېغ نه کوي او هېڅ دفاعي سیستم او هېڅ جغرافیایي خنډ د هغوی د پولادي ارادې مخه نه شي نیولای. طبیعي ده چې پاکستان له دې ستراتیژیک ګوزار وروسته د خپل امنیت د کمزورۍ ژور درک کړی او پوه شوی چې د دښمنۍ پالیسۍ او د ترهګرو ډلو ملاتړ به ورته درانه لګښتونه ولري. افغانستان په دغو عملیاتو کې ثابته کړه چې د پوځي پېچلتیاوو په خورا سختو شرایطو کې هم کولای شي د ایمان او خپلو کورنیو وړتیاوو پر مټ دقیق او اغېزمن ګوزارونه ترسره کړي.
دغه بریا د ټولو آزادو افغانانو لپاره د ویاړ سرچینه ده او دا څرګندوي چې اسلامي امارت د ټینګې ارادې په لرلو سره د تلپاتې امنیت او بشپړ ملي حاکمیت د تأمین پر لور پیاوړي ګامونه اخلي. له دې وروسته به هره ډله او هر هېواد چې د افغانستان د ګواښلو فکر ولري، له دې قاطع پیغام سره مخ شي چې پولې او دفاعي سیستمونه هېڅکله نه شي کولای د افغان ملت د مشروع دفاع مخه ونیسي.











































