د تاریخ په اوږدو کې، د یهودانو او یهودصفتو خلکو له پخوانیو عادتونو څخه یو هم د ژمنو ماتول او له تړونونو سرغړونه ده. همدارنګه، که د پاکستان د رژیم تاریخ وڅېړو، څرګندېږي چې دغه هېواد هېڅکله خپلو ژمنو او تړونونو ته وفادار نه دی پاتې شوی او لا هم پر همدې تګلاره روان دی.
د سیمې وروستي تحولات ښيي چې د هېوادونو بهرنۍ تګلارې تل یوازې د هغو څرګندونو له مخې نه شي درک کېدای چې په رسمي اعلامیو کې خپرېږي؛ بلکې کله ناکله اړینه ده چې د پېښو او د سیاسي دریځونو د بدلونونو ترمنځ اړیکې هم وڅېړل شي.
په همدې لړ کې، په ۲۰۲۶ کال کې د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د مکې تړون له هغو تحولاتو څخه و چې د سیمې پام یې ځانته واړاوه؛ خو وروسته، لکه څنګه چې تمه کېده، دغه بهیر ونه توانېد چې په یوه تلپاتې او اغېزمن چوکاټ بدل شي.
په داسې شرایطو کې، د افغانستان مسئله یو ځل بیا د پاکستان د مستبد حکومت لپاره ځانګړی اهمیت پیدا کړی دی. دغه رژیم د دې پر ځای چې خپلې ټولې دیپلوماتیکې هڅې له اسلامي نظام سره د اختلافاتو د لمنځه وړلو لپاره وکاروي، په وروستیو میاشتو کې تر پخوا ډېر پر امنیتي ادعاوو او له افغان خاورې څخه د رامنځته کېدونکو ګواښونو ټینګار کړی او ورسره یې پر افغانستان خپل هوايي بریدونه هم زیات کړي دي.
دلته یوه بنسټیزه پوښتنه راولاړېږي: ایا افغانستان یو ځل بیا د پاکستان د بهرني سیاست د ستونزو او ناکامیو د مدیریت لپاره پر یوې وسیلې بدل شوی دی؟
د پاکستان پوځي رژیم د خپلو کړنو د توجیه لپاره معمولاً د وسلهوالو مخالفینو له شتون او امنیتي ګواښونو خبرې کوي او د پخوا په څېر یې خپل بېرحمانه اقدامات بیا پیل کړي دي. که د پاکستان د ظالم حکومت اندېښنه په رښتیا امنیتي وي، نو د دې ستونزې د حللاره باید د خبرو اترو، د شواهدو د وړاندې کولو، مستقیمو مذاکراتو او د ګډ امنیتي میکانیزم د رامنځته کولو له لارې ولټول شي.
ستونزه هغه مهال لا جدي کېږي چې د سیاسي یا امنیتي فشارونو له زیاتېدو سره هر ځل افغانستان د ملامت لوري په توګه وړاندې شي. دا ډول چلند د ستونزې د حل پر ځای د بحران د بیا تکرار لپاره زمینه برابروي. افغانستان د پاکستان د ټولو امنیتي ستونزو مسئول نه شي بلل کېدای؛ همدارنګه، پاکستان هم نه شي کولای خپلې ټولې ننګونې د پولې هاخوا په پوځي عملیاتو حل کړي.
له دې لیدلوري، هغه څه چې نن په افغانستان کې روان دي، یوازې یوه امنیتي مسئله نه ده؛ بلکې دا پېښې د یوې پراخې سیمهییزې معادلې برخه هم ده؛ داسې معادله چې پاکستان په کې هڅه کوي د سیمې د نویو تحولاتو په منځ کې خپل دریځ او خپلې ګټې وساتي. اوس د ژمنو او تړونونو د عملي کولو وخت دی؛ ځکه د ژمنو ماتول او له تړونونو سرغړونه د دغه منافق حکومت په ذات کې نغښتې ده. له هماغه پیله یې د مکې تړون په جعل او فریب لاسلیک کړ؛ خو اوس، سره له خپلو ژمنو، نه غواړي پر دغه تړون عمل وکړي او د افغانستان پلمه وړاندې کوي. حال دا چې لمر په ګوته نه پټېږي او ټول پوهېږي چې خبره چېرته ده.
لنډه دا چې پیغام څرګند دی: که په سیمه کې یوه سیاسي لاره مطلوبې پایلې ته ونه رسېږي، نو د افغانستان قضیې ته بېرته ورګرځېدل او د امنیتي ګواښونو پر موضوع ټینګار کول د پاکستان د رژیم د ستونزو لپاره تلپاتې حللاره نه شي کېدای.
افغانستان هم له خپلو ګاونډیانو سره د متقابل درناوي پر بنسټ متوازنو اړیکو ته اړتیا لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي اختلافات باید د خبرو اترو او تفاهم له لارې حل شي، نه د بمبارۍ او پوځي فشار له لارې. ګاونډیتوب یو جغرافیایي واقعیت دی او هېڅ یو هېواد نه شي کولای بل هېواد د سیمې له نقشې څخه وباسي.
له همدې امله، که پاکستان له تېرو تجربو څخه درس اخیستی وي، باید پوه شي چې د افغانستان د قضیې په وسیله د عامه افکارو بوختول به د هغه د رسوایۍ او ژمنو ماتولو د پټولو بدیل نه شي کېدای. خو د دې حالت د بدلون لاره د افغانستان له اسمانه نه، بلکې یوازې په خپل ځان کې د اصلاح راوستلو او د اسلام لمن ټینګولو له لارې ده، څو هغه عزت او شرف ترلاسه کړي چې تر اوسه ترې بېبرخې پاتې شوی دی.
افغانستان باید نور د بهرني سیاست د ناکامیو قرباني نه شي؛ او پاکستان هم باید پوه شي چې پرمختګ، ثبات او عزت د افغانستان په بمبارولو او پر وړاندې یې د پوځي فشارونو په زیاتولو نه شي ترلاسه کېدای.













































