پاکستان د پوځي رژیم تر واکمنۍ لاندې په داسې هېواد بدل شوی چې هر سهار د یوه نوي بحران له خبر سره سترګې پرانیزي. داسې ښکاري، لکه دغه هېواد چې په یوه داسې گرداب کې لوېدلی وي چې هر څومره د ځان ژغورلو لپاره لاسوپښې وهي، هماغومره پکې لا ژور ډوبېږي. خو که موضوع سمه وڅېړو، وبه وینو چې دا بحرانونه نور تصادفي نه دي، بلکې په یوه جوړښتي او دوامداره حالت بدل شوي دي. له اقتصاد څخه تر امنیت، له سیاست څخه تر ټولنیزو چارو پورې، په دغه هېواد کې هر څه له یو بل سره تړلي دي او د یوه ګډوډ او خواشینوونکي وضعیت انځور وړاندې کوي.
د پاکستان اقتصاد له کلونو راهیسې د بهرنیو مرستو او بېشمېره، پرلهپسې پورونو په مټ پر خپلو پښو ولاړ پاتې شوی دی. دغه هېواد تر اوسه ۲۴ ځله له نړیوال مالي صندوق سره هوکړې کړې دي او د دغه صندوق وروستی پروګرام یې هم یوازې یو لنډمهالی مسکن دی چې درد اراموي، خو ناروغي نه رغوي. اقتصادي وده تر ۳،۵ سلنې کمه ده؛ په داسې حال کې چې هر کال د کار ځواک شمېر دوه میلیونه کسان زیاتېږي. دا په دې معنا ده چې هر کال د بېکارانو شمېر لا ډېرېږي.
د مالیاتو او ناخالص کورني تولید نسبت شاوخوا ۱۰ سلنه دی، چې په سیمه کې بېساری دی؛ یعنې حکومت ان له خپل اقتصاد څخه د عوایدو د راټولولو توان نه لري. عامه پورونه د ناخالص کورني تولید شاوخوا ۶۶ سلنې ته رسېدلي او سږکال د بهرنیو پورونو د بېرته ورکړې اندازه ۱۲،۸ میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده. دا په دې معنا ده چې پاکستان هر کال اړ دی، د خپلو پخوانیو پورونو د بېرته ورکړې لپاره لا ډېر پور واخلي، څو یوازې پر خپلو پښو ولاړ پاتې شي.
په پاکستان کې امنیتي وضعیت دې پړاو ته رسېدلی چې ان پلازمېنه هم نوره خوندي نه ده. په ۲۰۲۵ میلادي کال کې په دغه هېواد کې ۶۹۹ بریدونه ثبت شوي چې د تېر کال په پرتله ۳۴ سلنه زیاتوالی ښيي. یوازې په یوه پېښه کې، د ۲۰۲۶ کال په فبروري کې په اسلاماباد کې د شیعهګانو په یوه جومات کې چاودنه وشوه چې لږ تر لږه ۳۱ کسان پکې ووژل شول او ۱۶۹ نور ټپیان شول. د همدې کال په سپټمبر کې په شمالي وزیرستان کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر د امنیتي پوستې پر لور وجنګول شو چې ۱۱ کسان یې ووژل. د مې په میاشت کې هم په خیبر پښتونخوا ایالت کې یوه برید ۱۵ پولیس ووژل.
رسمي شمېرې ښيي چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې په ټول هېواد کې لږ تر لږه ۸۶۰ پاکستاني سرتېري او پولیس وژل شوي چې د تېر کال په پرتله ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي. دا شمېرې یوازې یوه خبره څرګندوي: د پاکستان حکومت پر خپل امنیتي وضعیت کنټرول له لاسه ورکړی دی.
د پاکستان سیاسي صحنه هم د جګړې پر ډګر بدله شوې ده. د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند، چې نوموړی یې په زندان کې دی، د اکتوبر پر ۴مه په ټول هېواد کې د لاریونونو غوښتنه کړې ده…. او حکومت هم ویلي چې لاریون کوونکو ته به اسلاماباد ته د ننوتلو اجازه ورنه کړي. امنیتي ځواکونو په پلازمېنه کې لسګونه زره کسان ځای پر ځای کړي او د ښار د ننوتلو لارې یې تړلې دي. په همدې حال کې، د عمران خان خویندې نیول شوې او د هغه د ګوند مشران یو په بل پسې تښتول کېږي. د خیبر پښتونخوا ایالتي چارواکي په ښکاره وايي چې هېواد د «کورنۍ جګړې» پر لور روان دی. دا تقابل یوازې یوه عادي سیاسي شخړه نه ده، بلکې په پاکستان کې د واک د جوړښت د ړنګېدو نښه ده.
په خیبر پښتونخوا او بلوچستان په څېر سیمو کې مرکزي حکومت په عملي توګه هېڅ اغېزمن حضور نه لري. د بلجیم سفارت په خپل سفري خبرداري کې ویلي چې دغو سیمو ته سفر «په بشپړه توګه منع» دی او هلته بریدونه په اوونۍ او ان هره ورځ ترسره کېږي. دا په دې معنا ده چې د پاکستان د خاورې یوه لویه برخه د حکومت او پوځي رژیم له کنټروله وتلې او په داسې سیمه بدله شوې چې ان د دغه هېواد خپل وګړي هم د ورتګ جرئت نه لري.
خو تر ټولو ترخه خبره دا ده چې دغه بېوسه پوځي رژیم، کله چې د دغو ویجاړونکو بحرانونو په وړاندې ځان بېوسه ویني، د دې پر ځای چې د خپل ولس د ستونزو د حل لپاره هڅه وکړي، لېونتوب او فتنهانګېزۍ ته مخه کوي. د پاکستان پوځي رژیم په وار وار هڅه کړې چې د داعش او «شر او فساد» په څېر ترهګرو ډلو په کارولو سره د افغانستان امنیت ګډوډ کړي. د دغه رژیم موخه روښانه ده: که نه شي کولای خپل کورني بحرانونه حل کړي، لږ تر لږه غواړي د افغانستان د پرمختګ او امنیت مخه ونیسي، څو ښايي په دې توګه پر خپلو ناکامیو پرده واچوي.
دا چلند نه یوازې غیرانساني او غیراسلامي دی، بلکې د داسې رژیم نښه هم ده چې د خپل واک د بقا لپاره هر ډول جرم ته لاس اچوي. هغه رژیم چې ان د خپلې پلازمېنې امنیت نه شي تأمینولای، څنګه کولای شي د سیمې د مشرۍ دعوه وکړي؟ دا د یوه داسې هېواد خواشینوونکی انځور دی چې بحرانونه یې له دننه خوري او په افق کې یې د ښهوالي هېڅ نښه نه ترسترګو کېږي؛ خو تر دې وړاندې چې په خپلو بحرانونو کې راونړېږي، غواړي خپل ګاونډی هم له ځان سره د تیارې کندې ته ورکاږي.
خو دوی له دې حقیقت څخه ناخبره دي چې افغانستان نور هغه بېصاحبه او لاسپوڅی هېواد نه دی چې پرون و. دا خاوره نن خپل اصلي خاوندان لري؛ هغه ولس چې له لسیزو کړاوونو او مبارزو وروسته یې خپله واکمني په خپل لاس کې اخیستې او هېڅ ځواک ته به اجازه ورنه کړي چې د دوی پر خاوره، ناموس او امنیت تېری وکړي. دوی په پرانیستو سترګو او ټینګو زړونو سره د خپلې خاورې له هرې لوېشتې ساتنه کوي او د هر ډول تېري په وړاندې به ځپنده ځواب ورکړي. دا امنیت او پرمختګ، دا عزت او سرلوړي دې د دې خاورې د بدغوښتونکو او دښمنانو په سترګو کې زهر وي؛ هیله ده چې د حسودانو سترګې ړندې او د تېري کوونکو لاسونه پرې شي.











































