له هغې ورځې څخه ۱۰۷ کاله تېرېږي چې افغانستان، دې لرغونې خاورې، له نږدې یوې پېړۍ نه ستړې کېدونکې مبارزې وروسته د استعمار زنځیرونه وشلول او د یوه خپلواک هېواد په توګه یې خپل ځای د نړۍ پر نقشه کې تثبیت کړ. د ۱۲۹۸ لمریز کال د اسد ۲۸مه یوازې د دې ملت په تقویم کې یوه تاریخي نېټه نه ده؛ دا د آزادۍ هغه ساه ده چې د دې ملت په رګونو کې بهېږي او هر کال د همدې ورځې له راختونکي لمر سره یو ځل بیا تازه کېږي، څو موږ ته راپه یاد کړي چې د یوه ملت عزت او کرامت په هېڅ بیه نه شي پلورل کېدای او که بیه ولري، نو هغه د همدې خاورې د بچیانو قرباني او سرښندنه وي.
په رښتیا هم، د دې سیمې برخلیک له تل راهیسې له عجیبو لوړو او ژورو سره تړلی پاتې شوی دی. افغانستان له یوې خوا د خپل ځانګړي جغرافیایي موقعیت له امله تل د سترو قدرتونو د پام په مرکز کې پاتې شوی او له بلې خوا، د دې خاورې سخت او سرکښ طبیعت او د دې ولس مېړانه او آزاديپالنه هېڅکله د پردي تسلط او ذلت پر وړاندې نه ده ټیټه شوې. دا خاوره په خپل اوږد تاریخ کې څو څو ځله د سترو لښکرکشیو او خونړیو جګړو شاهده پاتې شوې؛ خو د هر یرغل پر وړاندې یې زړورو بچیانو د غرونو په څېر ټینګ مقاومت کړی او یرغلګر یې له درنو زیانونو او ناهیلۍ سره شاتګ ته اړ کړي دي.
د اسد ۲۸مه د همدې اوږدې مبارزې او تاریخي مقاومت یوه ستره پایله ده؛ د هغو برخلیک ټاکونکو مبارزو یاد دی چې هرې یوې یې نړۍ ته دا ستر درس ورکړ چې افغانستان هېڅکله په اسانۍ د پردیو تر واک لاندې نه شي راتلای. د دې ملت لومړۍ مخامخ جګړه؛ تر غاښونو پورې په وسلو سمبال برتانوي پوځ سره په ۱۸۳۹ میلادي کال کې رامنځته شوه. په هغو ورځو کې، برتانوي استعمارګرو د افغانستان خاورې ته په طمعه سترګې نیولې وې او ګومان یې کاوه چې د نړۍ په تر ټولو پرمختللو پوځي تجهیزاتو به وکولای شي دا خاوره په اسانۍ فتحه کړي؛ خو هغه څه چې په افغانستان کې یې ولیدل، منظم پوځ نه و، بلکې د یوه ولس توپان و؛ داسې ولس چې هر وګړی یې د خپل وطن د دفاع لپاره په یوه سنګر بدل شوی و.
د دې ستر پاڅون په سر کې امیر دوستمحمد خان و، چې په زړورتیا او تدبیر یې وکولای شول برتانوي ځواکونه د افغانستان د سختو او صعبالعبوره غرونو په منځ کې ایسار کړي او پر هغوی درانه ګوزارونه وکړي. هغه څه چې له دې جګړې وروسته یې برتانیا حیرانه کړه، د مقاومت هغه روحیه وه چې د افغان ماشومانو او لویانو په وجود کې یو شان ژوندۍ وه او هغوی یې د هر ځواک پر وړاندې د بریا جوګه کړي وو.
دویمه جګړه د ۱۸۷۸ او ۱۸۸۰ میلادي کلونو ترمنځ رامنځته شوه. انګرېزان چې په لومړۍ جګړه کې یې د ماتې تجربه له ځانه سره لرله، دا ځل له لا دقیقو پلانونو او د کورنیو اختلافاتو له ناوړه ګټې اخیستنې سره افغانستان ته ننوتل؛ خو بیا هم له دې حقیقت څخه ناخبره وو چې دا خاوره، سره له ټولو داخلي وېشونو، د پردیو پر وړاندې خپل یووالی ساتي. امیر عبدالرحمن خان د قومونو په یووالي راوستلو او له ملي احساس او ولسي غیرت څخه په ګټې اخیستنې سره یو ځل بیا د استعمارګرو دسیسې شنډې کړې او انګرېزانو ته یې ثابته کړه چې دا ځل هم له شاتګ پرته بله چاره نه لري.
خو درېیمه او تر ټولو مهمه مخامخ جګړه د ۱۹۱۹ میلادي کال د مې په میاشت کې پیل شوه. په دې جګړه کې، چې د افغانستان د خپلواکۍ مبارزه پکې تر بل هر وخت خپلې لوړې څوکې ته ورسېده، شاه امانالله خان د خپل ولس له ایمان او هوډ څخه الهام واخیست او د جهاد بیرغ یې پورته کړ. په هغو له احساساتو ډکو او له تاوده ولسي شور څخه ډکو ورځو کې، افغان مېړنیو د ایمان او زړورتیا په ځواک د برتانوي توپونو او ماشینټوپکو پر وړاندې ودرېدل او د برتانوي امپراتورۍ پر ځواکونو یې داسې درانه ګوزارونه وکړل چې له دوو زرو څخه د زیاتو برتانوي سرتېرو وژل کېدل او شاوخوا ۱۶ میلیونه پونډه مالي زیان د دې زړور مقاومت له پایلو څخه وو.
په پای کې، د همدې کال د اسد په ۲۸مه، د افغانستان اسمان د خپلواکۍ په غږونو ولړزېد او شاه امانالله خان د هېواد بشپړه خپلواکي اعلان کړه. انګرېزان، چې دا ځل یې په ښه توګه درک کړې وه چې له کوم ملت سره مخ دي، د راولپنډۍ په تړون کې اړ شول چې د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژني. خو خپلواکي د ستونزو د پای په معنا نه وه. برتانیا نه غوښتل چې په سیمه کې له خپلو ګټو څخه په اسانۍ لاس واخلي؛ له همدې امله یې پر افغانستان پراخ اقتصادي فشارونه راوستل او هېواد یې د بندیزونو تر اغېز لاندې راوست.
په هغه حساس پړاو کې، یو ځل بیا افغان ولس و چې د لوږې او ګڼو سختیو په زغملو سره یې ثابته کړه چې خپله آزادي به په هېڅ شي ونه پلوري او د خپل حکومت ترڅنګ به په ویاړ د خپل په میراث پاتې شوي خپلواکۍ ساتنه کوي. دې حماسې وښودله چې افغان ولس د خپل بقا او عزت لپاره هره بیه ورکوي، خو له خپلې آزادۍ څخه هېڅکله لاس نه اخلي.
او نن، چې د دې سترې تاریخي بریا ۱۰۷مه کلیزه نمانځو، باید د خپلواکۍ مفهوم ته په لا ژور او مسؤولانه نظر وګورو. خپلواکي یوازې یو تاریخي هویت نه دی؛ بلکې یو تلپاتې رسالت دی چې د ننني نسل پر اوږو دروند مسؤولیت ایښی دی. موږ نن د هغو شهیدانو د وینو وارثان یو چې د خپل ژوند په قربانولو سره یې دا ارزښتناک میراث موږ ته وسپاره. زموږ دنده دا ده چې د دې امانت ساتنه د ملي یووالي په پیاوړتیا، د هېواد د ویجاړیو په رغولو، د اقتصادي ځانبساینې د ترلاسه کولو او د ټولنیز پرمختګ په هڅو وکړو.
ځکه خپلواکي یوازې یوه تاریخي ورځ نه ده؛ خپلواکي یو تلپاتې مسؤولیت دی. دا په قربانیو ترلاسه کېږي، په یووالي ساتل کېږي او د آبادۍ، پرمختګ او ملي عزت له لارې راتلونکو نسلونو ته سپارل کېږي.











































