د حدیبیې سوله د دې خبرې تر ټولو ستر تاریخي او شرعي دلیل دی. هلته رسول الله صلی الله علیه وسلم له داسې سولې سره هوکړه وکړه چې ځینې شرطونه یې په ظاهره د «ماتې خوړلو او شاتګ» په توګه برېښېدل؛ خو د همدې سولې دورې د اسلام د فکري او عددي ودې هغه لارې پرانیستې چې د کلونو جګړو نه شوای پرانیستلای. د حدیبیې سولې او د مکې د فتحې ترمنځ موده یوازې دوه کاله وه؛ خو په همدې لنډه سولهییزه دوره کې دومره خلک مسلمانان شول چې د تېرو اتلسو (۱۸) کلونو د هڅو په پرتله یې شمېر خورا زیات و.
همدارنګه، له فقهي پلوه اسلامي دولت دا خپلواک حق او شرعي اختیار لري چې د امت د پراخو ګټو، اقتصادي ثبات او د دښمن د تېري د مخنیوي لپاره د نهمداخلې تړون وکړي. دا تړون د «جهاد» نفی نه ده؛ بلکې د جهاد لوری د بیا رغونې او د یوه بېلګهيي عادلانه نظام د رامنځته کولو پر لور اړول دي. ځکه د یوه باثباته، سولهییز او پر ځان بسیا اسلامي دولت شتون په حقیقت کې د اسلام تر ټولو ستره «نرمه ځواکمنتیا» (Soft Power) ده.
په همدې لیدلوري کې چې د اسلامي امارت اوسنی دریځ او د دوحې تړون وڅېړو، دا حقیقت د لمر په څېر روښانه کېږي چې د ۲۰۲۱م کال له اګست راهیسې د سولې دې دورې هغه پایلې او لاسته راوړنې رامنځته کړې دي چې د جګړې په ډګر کې ناشونې وې. باید په یاد ولرو چې جګړه داسې اور دی چې د دوست او دښمن له توپیر پرته د ټولنې تر ټولو غوره او هوښیار ذهنونه له منځه وړي. هغه لوړ استعداد لرونکي کسان چې د سولې په زمانه کې کولای شي د دولت د اداري جوړښت، اقتصادي سیاستونو او علمي او شرعي اجتهاد له لارې خپل ملت نه ماتېدونکی کړي، په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
او هغه دښمن چې ستاسو له فکري، تمدني، کلتوري او نړیوال لیدلوري سره هم مخالف وي، په جګړه کې یې لومړنۍ هڅه همدا وي چې ستاسو هوښیار او پیاوړي ذهنونه له منځه یوسي. د عراق بېلګه یې زموږ مخې ته ده. همدارنګه ویل کېږي چې پاکستاني استخباراتي ادارو د پاکستان فکري او هوښیار شخصیتونه یا وژلي، یا یې امریکا ته سپارلي، او یا یې په خپلو شکنجهخونو کې اچولي او دومره سختې شکنجې یې ورکړې چې یا هماغلته مړه شوي او یا یې د تل لپاره خپل ذهني توان له لاسه ورکړی دی.
له همدې امله، سوله دا ډول پیاوړي او فکري ذهنونه خوندي کوي او هغوی ته فرصت ورکوي چې د ورانۍ پر ځای د انسانیت د جوړونې، اصلاح او پرمختګ لپاره هڅې وکړي. کله چې خلک سوله، عدالت او اقتصادي ثبات وویني، نو په خپله د دغه نظام پر لور راجذبېږي. همدا لامل دی چې نن د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ډېر مخلص مسلمانان د افغانستان نظام د یوه «بېلګهییز نظام» (Role Model) په توګه ویني او په خپلو هېوادونو کې هم د داسې نظام هیله لري؛ حال دا چې له امریکا سره د شل کلنې جګړې پر مهال همدغو خلکو د مرګ او ویجاړۍ له وېرې د اسلامي امارت له ملاتړ څخه ډډه کوله.
همدارنګه، اسلامي امارت د سود څخه پاکه شرعي اقتصاد په بریالیتوب سره پر مخ بیولو سره د نړۍ د باطل نظام دا تصور هم له منځه یووړ چې «اقتصاد له سود پرته نه شي چلېدای». د سولې په دوره کې د اسلامي امارت دا عملي او خاموشه بلنه داسې اغېزمنه ده چې د زرګونو ویناوو او نصیحتونو په پرتله ډېر اغېز لرلای شي. که اسلامي امارت لا هم په جګړه کې ښکېل وای، نو له افغانستان څخه د سودي نظام له منځه وړل به نږدې ناشوني وو.
باید پوه شو چې د الله تعالی د سود د له منځه وړلو ستر حکم یوازې د سولې له برکته په عملي بڼه څرګندېدلای شو. د قرآن او سنت غږونو ته بیا د آزادۍ زمینه برابره شوه. د جوماتونو او مدرسو نظام بېرته را ژوندی شو او د اسلامپالنې فضا یو ځل بیا په خپرېدو پیل وکړه. په همدې تړاو باید دا هم په یاد ولرو چې په افغانستان کې د امریکا د شتون پر مهال په جوماتونو کې د لوډسپیکرونو د کارولو اجازه نه وه؛ خو اوس ټول لمونځونه د لوډسپیکر له لارې ادا کېږي، چې له امله یې مسلمانان پوهېږي چې د لمانځه جماعت ولاړ شوی او خپل کارونه پرېږدي او د جومات پر لور ځي.
همدارنګه، د سولې له امله د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره هم فعاله شوې ده. هغه «حدود الله» عملي شوي چې د یوه حدیث مفهوم دا دی چې پر ځمکه د یوه شرعي حد نافذېدل دومره برکت لري چې د څو کلونو باران هم ځمکې ته دومره برکت نه شي ورکولای. خو په جګړه کې دا هر څه نه شوای ترسره کېدای؛ بلکې د امریکا جګړه تر دې حده وه چې د طالبانو پر وړاندې یې دا نیوکه هم کوله چې: «طالبان ولې اسلامي سزاوې عملي کوي؟»
البته اسلامي سزاوې د اسلام د بشپړ انځور ټولې ځانګړنې نه دي، بلکې د یوې سالمې او سولهییزې ټولنې د ساتنې او د ټولنیز امنیت د بېرته ټینګښت یوه اړتیا ده، د دې خبرې مطلب دا دی چې که څوک غواړي اسلام په سمه توګه وپېژني، نو باید یوازې پر «حدود الله» یا اسلامي سزاوو بسنه ونه کړي، بلکې د اسلام ټولې ښوونې، عقاید، احکام او د هغو حکمتونه باید مطالعه کړي. سربېره پر دې، د همدې سولې له برکته د ډیپلوماتیکو لارو له ګوانتانامو زندان څخه د هغو بندیانو خوشې کول هم ممکن شول چې د جګړې په حالت کې یې خوشې کول یا ناشوني وو او یا به له خورا لویو ستونزو سره مخ وو.
ځکه په اسلام کې د انسان د ژوند حرمت دومره لوړ مقام لري چې حتی د جګړې په حالت کې هم د دښمن د بېوسلو کسانو، ښځو او ماشومانو د خوندیتوب حکم شوی دی. نو هغه سوله چې د میلیونونو مسلمانانو د ژوند، مال او عزت د ساتنې ضمانت وکړي، هماغه د الله تعالی له ارادې سره تر ټولو ډېره سمون لري، ان شاء الله.
همدارنګه، له اقتصادي او مالي پلوه هم د دوحې تړون یوه ستره بریا ده. که جګړه دوام موندلی وای، نو نن به په افغانستان کې د زیربناوو د جوړولو، نړیوالې سوداګرۍ او اقتصادي پرمختګ پروژې یوازې پر کاغذ پاتې وې. د دې شرط له مخې، له یوې خوا اسلامي امارت دا هوکړه کړې چې د افغانستان خاوره به د امریکا پر ضد نه کارول کېږي؛ خو له بلې خوا همدې شرط د دښمن لاسونه هم تړلي او په افغانستان کې یې د لاسوهنې هغه اخلاقي او سیاسي پلمه ترې اخیستې ده چې د همدې په بنسټ یې د لسیزو لپاره پر افغانستان د خپلې واکمنۍ او مداخلې هڅه کوله.
له همدې امله، د افغان خاورې د بل چا پر ضد د نه کارولو ژمنه هېڅ ډول کمزوري یا پر جهاد جوړجاړی نه دی؛ بلکې یوه سنجول شوې سیاسي او ډیپلوماتیکه تګلاره ده چې د اسلام سولهییز او عادلانه څېره یې نړۍ ته روښانه کړې ده.
همدا تړون او له هغه وروسته واک ته د اسلامي امارت رسېدو، او د هغه د کړنو له لارې نړۍ ته دا حقیقت هم څرګند شو چې «اسلام په رښتیا هم یو ډېر بابرکته نظام دی.» حال دا چې د جګړې په حالت کې دا خبره په داسې ډول نه شوای څرګندېدلای.
د پورته څرګندونو له تفصیل څخه دا خبره روښانه شوه چې د سولې په دوره کې ترسره کېدونکې فکري، اقتصادي او ډیپلوماتیکې چارې د جګړې د ډګر له بارودو څخه ډېرې لرېرسه او دوامدارې پایلې لري. همدا هغه دوره ده چې اسلام کولای شي د یوه غالب تمدن په توګه په خپل اصلي عظمت او شان سره راڅرګند شي.













































