د اګست په درویشتمه، د جمعې په ورځ، د روسیې د وولګراد ښار په نولسم زندان کې څلورو بندیانو یو شمېر زندانیان او ساتونکي یرغمل کړل. یرغمل نیوونکو ۸ کسان ووژل، خو څو ساعته وروسته د روسیې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې څلور واړه ووژل شول.
داعشیانو د خپلې اوونیزې النباء په وروستۍ ګڼه کې د یادې پيښې مسؤلیت منلی او بریدګر یې د ”مجاهدینو“ په نامه یاد کړي دي. اما، د مسکو د کروکوس هال د داعشي بریدګرو په څېر، د وولګراد ”مجاهدین“ هم د ناروا اعمالو په جرم نیول شوي او په بند محکوم شوي وو.
د وولګراد د پيښې عاملین نوروزي رستم جان، نذیر جان توشوف، شاه عبدالکریم خان کریموف او شاه جهان سیفییف نومیږي. لومړني درې کسان د تاجکستان او وروستی کس یې د ازبکستان دی.
د آزادۍ راډیو د تاجکستان څانګې د نوروزي له پلار رستم جان سره د تاجکستان په دوشنبه کې لیدلي دي. رستم جان د خپل زوی په هکله ورته ویلي چې دیني کس نه و او له دیني مسائلو سره یې هیڅ لېوالتیا نه درلوده.
آزادي راډیو لیکلي چې نوروزي په ۲۰۱۹ز کال کې په درویشت کلنۍ کې روسیې ته ولاړ او په ۲۰۲۲ز کال کې د نشه يي توکو د قاچاق په جرم په اووه کاله بند محکوم شو.
د نوروزي بل تاجکستانی ملګری نذیر جان توشوف هم د نشه يي توکو د قاچاق په جرم نیول شوی و. د ارباټ میډیا په نوم قزاقستاني رسنۍ د روسي سرچینو له قوله خبر ورکړی چې نوموړی د ۲۰۲۱ز په فبروري میاشت کې له یو نیم کیلوګرام هیرویینو سره، چې غوښتل یې بل ځای ته یې انتقال کړي، ونیول شو او د ۲۰۲۲ز په اکتوبر میاشت کې محکمې په اته نیم کاله بند محکوم کړ.
په زندان کې د یرغمل نیونې د عملیاتو پلانوونکی شاه عبدالکریم خان بلل کیږي. د روسیې RT ټلوېزون ویلي چې نوموړی د ۲۰۱۹ز په اپرېل میاشت کې له خپل ورور سره یوځای د نشه يي توکو د خرڅلاو پر مهال نیول شوی و او په اته کاله بند محکوم شوی و. شاه عبدالکریم خان له سپورټ سره ډېره علاقه درلود او د VK په نوم ټولنیزه رسنۍ کې به یې خلکو ته د شتمن کېدو لارې چارې ورښودلې.
د ازبکستانۍ مایګرنټ رسنۍ د خبر له مخې، څلورم کس شاه جهان د ازبکستان تبعه دی او نوموړی هم په ۲۰۲۲ز کال کې د نشه يي توکو د توزیع په جرم له دوو نورو ازبکستانیانو سره یوځای نیول شوی و.
داعشیان هم د خپلو ”مجاهدینو“ په توره سابقه اعتراف کوي:
داعشي خوارجو د النباء اوونیزې په هغه خبر کې چې د وولګراد د پيښې مسؤلیت یې پکې منلی دا هم لیکلي چې د دوی ”مجاهدینو“ په زندان کې تر اصلاح وروسته توبه ایستلې وه. خوارج پوهېدل چې د دوی په دام کې له دین او د جهاد له مقدس مفهومه ناخبره د تورې سابقې خاوندان لویږي او دا خبره به یو وخت حتمًا رابرسېره کیږي، نو د دې لپاره چې مخ توري نشي نو د توبې د موضوع په راوړلو یې تاکید کړی دی. اوس پوښتنه دا ده چې د خوارجو ډلې ته ولې یوازې هغه خلک ورمات دي چې سابقه یې د وولګراد او کروکوس د ”مجاهدینو“ په څېر تاریکه وي او د اسلام او جهاد یوازې نوم یې اورېدلی وي؟