یو له هغو لاملونو چې یوه خوځښت او سازمان ته دوام او وده ورکوي، دا دی چې د نړۍ مشهور علماء او پوهان د دې خوځښت نظریات، افکار او باورونه په مثبت نظر وګوري، په اړه یې هیله مندي او خپل رضایت ښکاره کړي.
خو په نړۍ کې، د داعش په اړه داسې هیڅ مشهور او نامتو عالم نه موندل کېږي؛ چې د دوی په اړه یې هیله مندي او خوشحالي ښکاره کړې وي، یو له اساسي ستونزو د دې ډلې دا دی، چې په ټوله اسلامي نړۍ کې هیڅ معتبر او د باور وړ عالم ور سره ملګری نه دی.
دا یو داسې فکر دی، چې یوازې د دوی خپل غړي کولای شي، چې تعقیب یې کړي او د درواغو هیله مندي ورته ولري، که داسې نه وای؛ نو حتماً به ځینې مشهور او نامتو اسلامي علماوو د دوی په اړه د هیلو څرګندونې کړې وای.
د داعش اصلي غړي او مشران هم د اسلامي نړۍ په کچه داسې هیڅ معتبر او نامتو عالم نه لري، چې نورې ډلې او خلک پرې باور ولري او د اسلامي نړۍ یوه معتبره علمي څېره وي، نه کوم معتبر او پیژندل شوی عالم دوی تاییدوي او نه هم دوی داسې علماء او مشران له ځان سره لري.
د اسلامي نړۍ یو له لویو پوهانو او علماوو څخه د داعش په اړه داسې ویلي دي:
“قسم په خدای جل جلاله چې ما د نړۍ د جهاد علماء داسې نه دي لیدلي، چې د کوم اسلامي مشروع خوځښت دومره غندنه او مخالفت وکړي؛ لکه د شام اسلامي دولت (داعش) د پروژې غندنه چې یې کړې ده.”
هغه زیاتوي؛ په اسلامي نړۍ کې هیڅ بل اسلامي حرکت داسې توند انتقاد نه دی لیدلی، لکه داعش. او ټول علماء په دې اړه سره یو ځای شوي دي.
په تاریخ کې هر هغه خوځښت چې دیني علماوو یې ملاتړ نه دی کړی، که هر څومره ځواکمن هم راغلی وي، د پای په سزا محکوم شوی دی، د همدې دلیل له مخې، دا سازمان او ډله پرته له نابودۍ او سقوط څخه بله لاره نه لري.
دا په خپله یو قوي دلیل دی، چې دا خوځښت او سازمان باطل دی، ځکه چې د نړۍ هیڅ نامتو عالم یې ملاتړ نه کوي او په ښکاره توګه د سقوط پر ژۍ ولاړ دی، هره شیبه یې د وروستیو شېبو شمېرل پیل شي.
که ځینې ځوانان د دې ډلې د ظاهري ځواک له امله تېروزي؛ باید دوی ته په واضح او ښکاره توګه وښیو، چې ولې د دې خوځښت او سازمان لار تعقیبوئ؟
په داسې حال کې چې ستاسې دیني مشران هیڅکله هم د دوی په اړه هیله مندي نه ده څرګنده کړې او نه هم له دوی څخه راضي دي.
څنګه به دا ډله او سازمان د اسلامي لویو هیلو د پوره کېدو ځای وي، کله چې علما پرې خوښ نه دي او ملاتړ یې نه کوي؟