د یوې معاصرې پدیدې زیږیدنه؛ د هغې د جوړښت تاریخ
د داعش د افراطي ډلې ظهور باید د هغو پېچلو بدلونونو په رڼا کې وڅېړل شي چې عربي نړۍ په وروستیو لسیزو کې ورسره مخ شوې ده. که څه هم دا پدیده په لومړيو کې ناڅاپي او د تمې خلاف په نظر راځي، خو په حقیقت کې د پرلهپسې او یو له بل سره تړلو پېښو د یوې لړۍ محصول دی چې ریښې یې د منځني ختیځ په بدلونونو کې نغښتې دي. د دې پدیدې د دقیق درک لپاره اړینه ده چې د هغې د تحول بهیر له پیل څخه د خلافت تر اعلان پورې وڅېړل شي.
د داعش د رامنځته کېدو کیسه د ۲۰۰۳ کال وروسته هغه پړاو ته ورګرځي، کله چې پر عراق د امریکا له برید سره د صدام حسین د واکمنۍ وروستي کلونه پای ته ورسېدل.
د عراق پر د امریکا له اشغال وروسته، شيخ ابو مصعب الزرقاوي د امریکا پر وړاندې جهاد پيل کړ. خو په ۲۰۰۶ کال کې د شيخ زرقاوي له شهادت وروسته «دولة الاسلامیة فی العراق» اعلان شوه. نویو مشرانو د «جهادي سازمان» پر ځای د «اسلامي دولت» مفکوره وړاندې کړه او خپل ځان ته یې اوږدمهاله لید وټاکه.
دا بدلون یوازې ظاهري نه و، بلکې د دې ډلې په ایډیالوژۍ او تګلارې کې یې ژور تحول څرګنداوه. دوی نور ځان یوازې یوه یاغي ډله نه بلله، بلکې ادعا یې کوله چې د یو واقعي حکومت استازیتوب کوي. دغه ادعا، په عراق کې د فرقهیي شخړو له شدت او د سني ټولنې له نارضایتۍ څخه په ګټې اخیستنې سره، د دې ډلې د نفوذ د پراختیا لپاره زمینه برابره کړه.
په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې د کړکېچ له پیل سره، د دې ډلې په تاریخ کې یو نوی فصل پرانیستل شو. ابوبکر البغدادي، چې په ۲۰۱۰ کال کې د ابوعمر البغدادي له وژل کېدو وروسته مشرتابه ته رسېدلی و، د خپلو جنګیالیو یوه ډله سوریې ته ولېږله او هلته یې د «جبهة النصره» په نوم یوه نوې څانګه رامنځته کړه. خو ډېر ژر د دواړو خواوو ترمنځ اختلافات راڅرګند شول او په ۲۰۱۳ کال کې البغدادي د دواړو ډلو د یوځای کېدو اعلان وکړ او خپل سازمان ته یې د «اسلامي دولت عراق او شام» (داعش) نوم ورکړ.
دا تړون د القاعدې د مشرتابه له لوري رد شو او د دواړو سازمانونو ترمنځ یې ژور درز رامنځته کړ. د القاعدې مشر، شيخ ایمن الظواهري، په رسمي ډول له دې پرېکړې سره مخالفت وکړ او له داعش یې وغوښتل چې خپلې کړنې تر عراق پورې محدودې کړي. خو البغدادي دا غوښتنه ونه منله، نو شیخ ایمن الظواهري د «هذا فراق بيني وبينك» په نوم د يو رسمي بيان له لارې داعش له القاعدې څخه وشړله او ترې يې بشپړ براءت اعلان کړ. له دې وروسته، په تدريجي ډول داعش د القاعدې يو جدي سيال شو. دا بېلتون د دغو خوځښتونو په تاریخ کې یو مهم پړاو و، چې ښيي داعش ځان ته ځانګړې ستراتیژي او ایډیالوژي ټاکلې وه.
په ۲۰۱۴ کال د جون په میاشت کې، داعش د سوریې او عراق د پولو د نړولو یوې ویډیو په خپرولو سره د خلافت اعلان وکړ او ابوبکر البغدادي ځان د نړۍ د مسلمانانو خلیفه وباله. دا سمبولیک اقدام د دې ډلې د لوړو هیلو څرګندونه وه. دوی د موصل او تکریت په څېر مهم ښارونه ونیول او د بریتانیا په اندازه پراخې سیمې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې او ځان یې په عمل کې د یو دولت په توګه وړاندې کړ. په همدې موده کې، داعش د پېچلو اداري جوړښتونو، منظم مالي سیستم او پرمختللي تبلیغاتي ماشین په رامنځته کولو سره د یو بشپړ حکومت انځور وړاندې کاوه.
خو دې پړاو ډېر دوام ونه کړ. د نړیوال ائتلاف جوړېدل، د عراقي او سوري ځواکونو جدي مبارزه او د سیمهییزو ډلو مقاومت، په تدریجي ډول دا ډله کمزورې کړه. له ۲۰۱۵ کال وروسته، داعش ورو ورو خپلې سیمې له لاسه ورکړې او بالاخره په ۲۰۱۷ کال کې د موصل او رقې له سقوط سره، د دوی اعلان شوی خلافت عملاً پای ته ورسېد. که څه هم دا ډله لا هم خپلو خپرو فعالیتونو ته دوام ورکوي، خو هېڅکله یې خپل پخوانی ځواک او موقعیت بېرته ترلاسه نه کړ.
د داعش د تاریخ څېړنه ښيي چې دا پدیده د ځانګړو تاریخي او سیاسي شرایطو محصول ده. د بېلابېلو عواملو لکه فرقهیي نارضایتۍ، د مرکزي حکومتونو کمزورتیا، هویتي کړکېچونه او د معاصرو ټکنالوژیو کارونه، د دې بېسارې پدیدې د رامنځته کېدو زمینه برابره کړه. د دغو عواملو درک نه یوازې د تېر تحلیل لپاره مهم دی، بلکې په راتلونکي کې د ورته پدیدو د راټوکېدو د مخنیوي لپاره هم اړین ګڼل کېږي.










































