د شهیدانو او زخمیانو لټون:
کله چې د عمر رضی الله عنه او ابو سفیان محاوره خلاصه شوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم له غره راکوز شو، د شهیدانو او زخمیانو لټون یې پیل کړ، راځئ په لاندي کرښو کې د څو سرښندونکو د سرښندنو او بې ساري قربانیو یادونه وکړو:
زید بن ثابت رضی الله عنه د شهیدانو په منځ کې ګرځېده، تر څو سعد بن الربیع رضی الله عنه پیدا کړي، کله چې یې پیدا کړ ګوري چې د ځنکندن په حالت کې دی، زید د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لوري سلام پرې ووایه، سعد ور غبرګه کړه د الله جل جلاله په رسول دې سلامونه وي، او ورته ووایه چې د جنت خوشبو مې تر سپږمو کیږي، او زما قوم انصارو ته ووایه چې که په رسول الله صلی الله علیه وسلم څه کېږي نو تاسو به د الله تعالی په وړاندي هیڅ عذر ونه لرئ، له دې خبرو وروسته یې وروستۍ ساه ورکړه او شهید شو.
د زخمیانو په ډله کې عمرو بن ثابت هم و، هغه تر دې جنګ وړاندې اسلام نه و منلی، خو که ګوري په جګړه کې ټپي شوی دی، خلګو ترې وپوښتل: په دې جګړه کې دي د وطن او قوم د دفاع له امله ګډون وکړ، او که له اسلام سره د مینې له امله؟
عمرو رضي الله عنه وویل: له اسلام سره د مینې په خاطر راغلم، ما په الله او د هغه په رسول باندې ایمان راوړی دی، له دې خبرو وروسته شهید شو، دا کیسه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېده نو ویې ویل: “هو من أهل الجنة” یعنې هغه جنتي دی، دا په داسې حال کې چې تر دې دمه یې یو لمونځ لا هم نه و اداء کړی.
د زخمیانو په ډله کې قُزمان نومی سړی هم و، هغه د زمري په څېر جنګېدلی و، اوه یا اته تنه مشرکین یې وژلي وو، مسلمانانو چې را اوچت کړ، نو هڅه یې وکړه چې مسلمان یې کړي، او کلمه پرې ووایي، خو ده انکار وکړ او ویل یې، چې قسم په خدای زه صرف د خپل قوم د ناموس ساتنې په خاطر جنګېدلی یم، او که دا نه وای هیڅ جګړه به مې نه وای کړې، له هغه وروسته له ډېرو زخمونو څخه تنګ شو او ځان یې په خپله حلال کړ. د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخ کې چې به یې یادونه وشوه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم به ویل: “إنه من أهل النار” یعنې هغه دوزخي دی.
د شهیدانو په ډله کې سید الشهداء حمزه رضي الله عنه هم موجود و، کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سترګې پرې ولګېدې، نهایت زیات خفه شو، زړه یې پرې دردمن شو، ویې ویل: که قریش مې وموندل نو هرومرو به یې په دېرشو تنو دغه ډول مثلت کوم، د صحابه کرامو په سینو کې هم د انتقام لمبې بلې شوې ویې ویل: قسم په الله موږ به قریش داسې مثلت کړو، چې تر ننه یې په عربو کې ساری نه وي لیدل شوی. له دې وروسته متعال رب دغه ایت نازل کړ: “وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُمْ بِهِ وَلَئِنْ صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌ لِلصَّابِرِينَ”
او كه تاسو سزا (عذاب) وركوئ، نو د هغې سزا په مثل يې وركوئ چې تاسو ته په هغه سره عذاب دركړى شوى، او البته كه تاسو صبر وكړئ، (نو) یقینًا دا د صبر كوونكو لپاره ډېر غوره دى.
په شهیدانو د جنازې لمونځ کول
د ماسپین پر مهال په شهیدانو د جنازې لمونځ رسول الله صلی الله علیه وسلم اداء کړ، له لمانځه ووروسته یې یوه اوږده دوا وکړه، له هغه وروسته یې شهیدان دفن کړل، په قبر کې دوه دوه، درې درې دفن شول، رسول الله صلی الله علیه وسلم به پوښتنه کوله چې کوم یوه د قران کریم ډېره برخه یاده کړې وه، نو چې کوم یو به ور وښودل شو، هم هغه به یې لومړی په لحد کې کېښود، بیا به یې نور ورپسې کېښودل.
ځینو کسانو خپل شهیدان د مدینې پر لور روان کړي و، رسول الله صلی الله علیه وسلم هغوی ته هم امر وکړ چې بیرته یې راوګرځوئ، او همدلته د غزا پر ځای یې دفن کړئ. دا یو غمجن منظر و، یوه دردونکې شېبه وه، چې د اسلام تاریخ ثبت کړه.
د دښمن معلومات کول
کله چې دښمن د غزا له ډګره لاړ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم علي رضی الله عنه له شا پسې ور ولېږل، ترڅو دا معلومات وکړي، چې په کوم لور روان دی، ورته ویې ویل: که دوی په آسونو سپاره و او اوښان یې همداسې روان کړي و، نو پوه شه چې مدینې ته رهي دي، او که په اوښانو سپاره و او آسونه یې دغسي روان کړي وو، بیا نو پوه شه چې د مکې پر لور رهي دي. علي رضی الله عنه ورغی، لږ ځنډ وروسته راغی او حال یې راووړ چې په اوښانو سپاره و، آسونه یې همدغسي روان کړي و، یعنې د مکې پر لور رهي دی.
دا شوه د احد ستره غزا چې د اسلام د تاریخ دویمه ستره معرکه یې بللی شو، دا غزا له داسې کارنامو ډکه ده چې ممکن زموږ قلمونه یې له لیکلو عاجز شي، له داسې سرښندنو ډکه ده چې په تاریخ کې یې ساری نشته، په راتلونکي لیکنه کې بع د احد له غزا اخیستل شوي درسونه وي، ان شاء الله.








































