قاري بختیار علي فاروق د ګلستان زوی، په ۱۳۷۱ هـ.ش کال کې د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ د حجم کلا په کلي کې، په یوه دینداره او متدینه کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې.
د ماشومتوب له وخته یې د دیني زده کړو له ترلاسه کولو سره مینه درلوده. لومړنۍ دیني زده کړې یې د کلي له ملا امام څخه تر درېیمې درجې پورې ترسره کړې. لا کوچنی و چې د خپل چاپېریال له پېښو او د هغه وخت له جګړو څخه اغېزمن شو او په ۱۳۸۴ هـ.ش کال کې، چې د عمر له کمښت سره سره یې د ژوند یوه مهمه مرحله وه، له خپلو همزولو سره د جګړې ډګر ته داخل شو.
قاري بختیار علي فاروق په کم عمر کې د قوي عزم، زړورتیا او د جهادي مبارزې سره د ځانګړې علاقې له امله د بېلابېلو مسؤلیتونو ترسره کولو ته ورسېد. د سرګروپۍ له مسؤلیت څخه نیولې تر نظامي مسؤلیتونو پورې یې د خپلې سیمې په شاوخوا برخو کې فعالیت درلود. د سپین غر ولسوالۍ د حجم کلا، چهل ګزۍ، لوخۍ، معروف چیني، شامیر کلي او میدانک په سیمو کې یې د نظامي فعالیتونو مسؤلیتونه ترسره کړل.
د ژوند خاطرې او جهادي فعالیتونه
د هغه ملګري وایي: قاري فاروق له خپلې مبارزې څخه ګڼې خاطرې لري، چې یوه ورځ د امریکایي ځواکونو پوځي کاروان د کوټ ولسوالۍ له لوري د سپین غر ولسوالۍ پر لور روان و، چې ده خپله پرې ماین منفجر کړ، چې په نتیجه کې یې ټانک په بشپړه توګه ویجاړ او په کې سپاره امریکایي اشغالګر ځواکونه مردار شول.
دوی وایي، په یوه بله پېښه کې هم، هغه مهال چې د امریکایي اشغالګرو ځواکونو کاروان له سپین غر ولسوالۍ څخه د مرکز پر لور روان و، قاري فاروق تقبله الله یوه ټانګ ته انفجار ورکړ چې په بشپړه توګه یې ویجاړ کړ او په کې سپاره ټول امریکایي ځواکونه مردار شول.
د قاري فاروق د ملګرو په روایت، دغه دواړه پېښې د هغه د ژوند له هغو خاطرو څخه وې چې نوموړي به یې په ځانګړي ډول پرې افتخار او یادونه کوله.
له ستونزو او سختیو سره مخ ژوند
د قاري بختیار علي فاروق ژوند یوازې د جګړو، مسؤلیتونو او مبارزو له کیسو جوړ نه و؛ د هغه د ژوند په لمن کې داسې ترخې خاطرې هم پرتې وې چې د ماشومتوب او ځوانۍ له خوږو شېبو سره یې د غربت دردونه او د ژوند سختۍ هم ګاللې.
د نوموړي مور بي بي د هغو ورځو په یادولو سره وایي چې د کورنۍ اقتصادي حالت یې ډېر کمزوری و. د ژوند اړتیاوې به په ډېرو زحمتونو برابرېدې او د کور دروازه به بیا هم د مېلمنو پر مخ خلاصه وه. کله به چې بختیار له خپلو ملګرو سره کور ته راتلو، د مور زړه به له یوې خوا د خپل زوی په لیدو خوشحالېده، خو له بلې خوا به یې د مېلمنو د پالنې فکر زړه درداوه. په کور کې به دومره امکانات نه وو چې د مېلمنو هغه ډول اکرام وکړي، چې د یوې میلمه پالې مور زړه یې غوښتنه کوله.
هغې به د غربت له امله د مېلمنو د راتګ پر مهال په زړه کې یوه پټه اندېښنه احساسوله؛ ځکه زړه یې غوښتل د هر مېلمه مخې ته د عزت او مینې دسترخوان وغوړوي، خو د ژوند تنګ لاسۍ یې د دې اجازه نه ورکوله. همدا وړې، خو ژورې خاطرې د هغې په زړه کې پاتې شوې؛ داسې خاطرې چې د یوې مور د زړه له احساساتو سره د غربت خاموش درد هم بیانوي. بختیار د ژوند له همدې تنګیو او محرومیتونو څخه تېر شو او د ستونزو په منځ کې یې د زغم، قناعت او مسؤلیت احساس نور هم پیاوړی کېده.
د هوايي برید تر سیوري لاندې
د قاري فاروق د ژوند په لاره کې داسې شېبې هم راغلې چې د جګړې سیوری یې تر زړه او روان پورې ورسېد. یو ځل د مومند درې په سیمه کې د هوايي برید له امله نوموړی له سخت عصبي فشار سره مخ شو. د برید له شدید ټکان او رواني اغېز څخه یې روغتیايي حالت تر دې کچې خراب شو چې د رواني ګډوډۍ له حالت سره نږدې شوی و.
د هغه حالت د کورنۍ او ملګرو لپاره د اندېښنې وړ و. د درملنې او روغتیايي پاملرنې په موخه وروسته بهر ته ولېږدول شو. هلته یې تر یوې مودې د درملنې بهیر بشپړ کړ او د الله تعالی په فضل، له اوږدې درملنې وروسته یې روغتیا بېرته ښه شوه او په رغېدلي حالت کې خپل عادي ژوند ته راوګرځېد.
شهادت:
د قاري بختیار علي فاروق د ژوند له ترخو او دردناکو خاطرو څخه یوه هم هغه وروستۍ نښته وه چې په ۱۳۹۴ هـ.ش کال کې د سپین غر ولسوالۍ د شامیر په کلي کې له خوارجو داعشیانو سره رامنځته شوه. دا هغه پېښه وه چې د نوموړي د ژوند پاڼه یې په ناڅاپي ډول وتړله او د کورنۍ په زړه کې یې د تل لپاره د غم یوه نه هېرېدونکې خاطره پرېښوده.
د روایت له مخې، د سهار په لومړیو ساعتونو کې شاوخوا د داعشیانو اویا کسیزې ډلې پر حجم کلا برید وکړ. په همدې مهال قاري بختیار علي فاروق له خپلو شپږو ملګرو سره خپل کور ته نږدې په یوه حجره کې محاصره شو. له یوې خوا د جګړې د ډزو درزا وه او له بلې خوا د کورنۍ د غړو، په ځانګړي ډول د مور، د زړه درزا لا پسې تېزېده.
د نوموړي مور بي بي وایي، شاوخوا درې یا څلور ساعته یې د ډزو غږونه اورېدل؛ خو د خپل زوی او د هغه د ملګرو له برخلیک څخه هېڅ نه وه خبره. د هغې په وینا، د سختې اندېښنې له امله «ځمکې ځای نه راکاوه او د ناستې توان مې نه درلود.»
وروسته هغه خبر را ورسېد چې د یوې مور لپاره تر هر خبر دروند او دردناک و: زوی یې، قاري بختیار علي فاروق، او یو بل ملګری یې په همدې نښته کې د شهادت لوړ مقام ته په داسې حال کې رسېدلي وو. چې شپږ تنه داعشيان یې هم تر تېغ تېر کړي وو.
نَحْسَبُهُ كَذَٰلِكَ، وَاللّٰهُ حَسِيبُهُ.










































