په وروستیو کلونو کې، سره له دې چې پاکستاني پوځي رژیم په پرلهپسې توګه د ترهګرۍ ضد مبارزې ادعاوې کړي، خو په عملي ډګر کې د داعش تکفیري ډلې او شر و فساد د ډلو تر ټولو ستر ملاتړی او پالونکی ګرځېدلی دی. دغه دوهمخیز، متناقض او غولوونکی سیاست په داسې حال کې پلي کېږي چې د پاکستان د خلکو له ملي شتمنۍ څخه میلیاردونه روپۍ د داعش، د شر او فساد د ډلو او د هغوی د اجیرو عناصرو؛ یعنې پخوانیو اربکیانو، د روزنې، تجهیز او پالنې لپاره لګول کېږي، حال دا چې د پاکستان ډېری وګړي د همدې پوځي رژیم تر سیوري لاندې له بېوزلۍ، بېکارۍ، ګرانۍ، د بنسټیزو روغتیايي خدمتونو له نشتوالي او ګڼو نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دا ستر لګښتونه په داسې شرایطو کې ترسره کېږي چې پایله یې نه یوازې د پاکستان د خلکو لپاره د امنیت ټینګښت نه دی، بلکې برعکس، د ناامنۍ پراخوالی او د بریدونو د وېرې زیاتوالی یې هم رامنځته کړی دی. په بل عبارت، پاکستان د همدې سیاست په دوام سره هم خپلې ملي شتمنۍ ضایع کوي او هم د خپلو خلکو امنیت له جدي ګواښ سره مخ کوي، پرته له دې چې هېواد ته کومه مثبته لاسته راوړنه ولري.
د دې تګلارې له تر ټولو ویجاړوونکو پایلو څخه یوه د پاکستان د خلکو له لوري پر پوځي او سیاسي بنسټونو د باور له منځه تلل دي. هغه ولس چې په خپلو سترګو ویني پوځ له هماغو ډلو سره راکړه ورکړه او همکاري کوي چې د هغوی پر ضد د مبارزې ادعا لري، نور نشي کولای پوځ د ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا رښتینی ساتونکی وبولي. دغه بېباوري ورو ورو ټول سیاسي نظام ته غځېږي او د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي. په داسې وضعیت کې خلک دې پایلې ته رسېږي چې واکمن بنسټونه د ملي ګټو پر ځای د خپلې واکمنۍ او شخصي ګټو د ساتنې لپاره فعالیت کوي.
همدا د ناهیلۍ او بېباورۍ احساس د اعتراضي خوځښتونو او آن د بېلتونپالو تمایلاتو لپاره زمینه برابروي او هېواد د سیاسي بېثباتۍ او احتمالي سقوط پر لور بیایي. تاریخي تجربو ثابته کړې چې کله د ولس او حاکمیت ترمنځ د باور اړیکه وشلېږي، بیا هېڅ پوځي او امنیتي ځواک نشي کولای د هېواد ثبات وساتي او ټولنه په تدریج سره د ګډوډۍ او زوال پر لور روانېږي.
له بلې خوا، د نړۍ له تر ټولو سترې تکفیري ډلې؛ یعنې داعش، او همدارنګه د شر او فساد له ډلو څخه ملاتړ، د سیمې او نړۍ د عامه افکارو په وړاندې د پاکستان نړیوال اعتبار سخت زیانمن کړی دی. هغه هېواد چې د ترهګرۍ ضد مبارزې شعار ورکوي، خو په عمل کې ترهګر روزي او د خپلو سیاسي موخو د تحقق لپاره یې په نورو هېوادونو کې کاروي، ډېر ژر به په نړیوالو ټولنو کې خپل اعتبار له لاسه ورکړي او په اوږدمهال کې به د ډیپلوماتیکو او اقتصادي فشارونو تر اغېز لاندې د انزوا پر لور ولاړ شي.
نن ورځ ان د پاکستان نږدې متحدین هم د دغه هېواد سیاستونو ته د شک په سترګه ګوري او هڅه کوي خپلې اړیکې یوازې د اقتصادي ګټو په چوکاټ کې وساتي، نه د بېقید او شرطه سیاسي ملاتړ پر بنسټ. دا نړیواله انزوا د مالي او پوځي مرستو د کمېدو، د بهرنیو پانګونو د راټیټېدو، د سوداګریزو محدودیتونو د زیاتېدو او په پایله کې د نړیوالو معادلو په ډګر کې د پاکستان د دریځ د کمزوري کېدو معنا لري. په نننۍ نړۍ کې، چې نړیوالې همکارۍ د پرمختګ او سوکالۍ بنسټ ګڼل کېږي، هېڅ هېواد نشي کولای د داسې سیاست په دوام د نړیوال نظام په چوکاټ کې د منلو وړ ځای خپل کړي او همدا به د پاکستان د پرمختګ او ودانۍ پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ وي.
ښايي د دغې تګلارې تر ټولو خطرناک اغېز د پاکستان د ملي یووالي ګواښل وي. پاکستان هغه هېواد دی چې د مذهبي هویت پر بنسټ رامنځته شوی، خو په حقیقت کې د بېلابېلو لویو او کوچنیو قومونو، ژبو، کلتورونو او تاریخي هویتونو ګډ ترکیب دی. پنجابیان، سندیان، پښتانه، بلوڅان او نور قومونه هر یو خپل ځانګړی هویت لري او هر ډول تبعیض او جوړښتي ظلم کولای شي دا هویتونه د بېلتون غوښتنې پر لور ټېل وهي. له داعشي او د شر او فساد له ډلو سره همکاري همداسې ورانوونکې پایله لري.
کله چې د پاکستان پوځ د دغو ډلو له لارې پر پښتنو او بلوڅانو فشار راوړي، په حقیقت کې هغوی ته دا پیغام ورکوي چې تاسو د دې هېواد د دویمې درجې وګړي یاست او ستاسو حقونه ارزښت نه لري. د محرومیت او تبعیض دا احساس به په اوږدمهال کې په لا پیاوړو بېلتونپالو خوځښتونو بدل شي؛ داسې خوځښتونه چې نور به نه د پیسو او تشو ژمنو په بدل کې چوپ شي، بلکې د خپلو حقونو لپاره به تر وروستي بریده مبارزه وکړي. تاریخ ښودلې چې څو قومي هېوادونه یا د عدالت او د ټولو قومونو د برابر ګډون له لارې ثبات او پرمختګ ته رسېږي او یا د تبعیض او ځپنې له امله د زوال او ټوټه کېدو پر لور روانېږي. له بده مرغه، پاکستان داسې ښکاري چې دویمه لاره غوره کوي او د همدې ناسمو سیاستونو په دوام د خپل احتمالي ړنګېدو زمینه پخپله برابروي.
په پای کې، هغه څه چې نن د ګاونډیو د کمزوري کولو د وسیلې په توګه کارول کېږي، په ډېر نږدې راتلونکي کې به د خپله پاکستان د کمزوري کولو پر وسیله بدل شي. داعشي ډلې او د شر و فساد نورې ډلې په ذاتي توګه هېڅ دولت ته وفادارې نه دي؛ د دوی وفاداري له پیسو او لنډمهالو ګټو سره تړلې ده او هر کله چې د پاکستان مالي ملاتړ پرې شي، یا خپلې ګټې په بل ځای کې غوره وویني، بې له ځنډه به د هماغه پاکستان پر ضد وکارول شي.
هغه ډلې چې نن د پاکستان په مالي ملاتړ روزل کېږي او تجهیزېږي، سبا ښايي د همدې هېواد د پوځ او ولس پر ضد وسلې راپورته کړي. د تاریخ ترخو تجربو دا حقیقت ثابت کړی چې د نیابتي او نیمهپوځي ډلو پالنه هېڅکله د هغوی د روزونکي په ګټه نه ده تمامه شوې، بلکې په پای کې د دې تګلارې ناوړه پایلې بېرته د هماغه هېواد لمن نیولې ده. پاکستان به هم له دې قاعدې مستثنا نه وي او ژر یا وروسته به د خپلې دې ستراتیژیکې تېروتنې دروند قیمت پرې کړي.
اسلامي امارت په بشپړې هوښیارۍ سره دا ډول دسیسې څاري او د ولسي ملاتړ او د جهاد د تجربې پر مټ به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې اجیرې او نیابتي ډلې د افغانستان امنیت او ثبات وګواښي. خو تر ټولو د اندېښنې وړ حقیقت دا دی چې پاکستان د همدې سیاست په دوام سره، هره ورځ ځان د خپل احتمالي زوال او پرځېدو کندې ته لا نږدې کوي.













































