افغانستان، دا لرغونې او تاریخي خاوره، له لسیزو راهیسې د هغه ګاونډي هېواد د سیاسي لوبو او پراختیا غوښتنو قرباني ده چې ځان د ورور په نوم یادوي؛ خو په عمل کې تل له شا خنجر دی. د پاکستان پوځي رژیم، چې د لاسوهنې، فشار او جنایتونو ناوړه تاریخ لري، تل یې هڅه کړې چې افغانستان خپل د نفوذ په ځانګړې سیمه بدل کړي او خپلې ناوړه پالیسۍ پر دغه هېواد وتپي. پاکستان د خپل تأسیس له وخته افغانستان د یوه خپلواک او ورور هېواد په توګه نه، بلکې د خپلې «ستراتېژیکې ژورتیا» په توګه لیدلی دی. دغه منحرف فکر په شخړو او ناسمو ادعاوو کې ریښې لري؛ هغه ادعاوې چې اسلاماباد هېڅکله ترې لاس نه دی اخیستی.
په تېرو دوو لسیزو کې، د پخواني جمهوریت حکومت د پاکستان د پرلهپسې فشارونو له امله د دغه رژیم ګڼې ناوړه موخې ومنلې او تر یوه حده د اسلاماباد په سیاسي یرغمل بدل شوی و. خو د اسلامي امارت له واک ته رسېدو او د افغان ملت له سترې بریا وروسته، دغه دسیسې یوه پر بلې پسې شنډې شوې او د پوځي رژیم ناپاک لاسونه د افغانستان له سیاسي معاملو څخه لنډ شول.
د اسلامي امارت له واکمنېدو سره، افغانستان نور هغه کمزوری او تر فشار لاندې هېواد نه و چې هر بهرنی ځواک وکولای شي په کې لاسوهنه وکړي. دغه حکومت، چې د ولس پر ملاتړ، خپلواک تصمیم او خپلواک دریځ ولاړ دی، وتوانېد چې ټولې بهرنۍ دسیسې له هېواده را لنډې کړي او هېڅ هېواد ته اجازه ورنه کړي چې خپلې پالیسۍ په دې خاوره کې پلې کړي. پاکستان، چې کلونه یې د افغانستان پر حکومت او ولس د فشار له لارې خپلې موخې پر مخ وړې، ناڅاپه یې ځان بېوسه وموند. دغه ستره ماتې د پاکستاني پوځي مشرانو لپاره، چې په افغانستان کې یې لاسوهنه عادت ګرځېدلې وه، د منلو وړ نه وه.
له همدې امله، د حقارت د عقدې او په افغانستان کې د سیاسي معاملو له ډګر څخه د خپلو ناپاکو لاسونو د لنډېدو له امله د پاکستان پوځي مشران په غوسه شول او د بېدفاع ولس پر وړاندې یې ظالمانه بریدونو ته مخه کړه. د افغانستان پر يو شمير سیمو د پاکستان توپچي او هوايي بریدونه، چې په وار وار یې د بېګناه ښځو او ماشومانو د شهادت لامل شوي، د جنګي جرمونو ښکاره بېلګه ده. دغه بریدونه نه یوازې د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه ده، بلکې د بشریت پر وړاندې جرم هم بلل کېږي.
د داعش د ترهګرو ډلو په ملاتړ، د شر او فساد په خپرولو او په افغانستان کې د ناامنۍ په رامنځته کولو سره، د پاکستان پوځي رژیم هڅه کړې چې د دغه هېواد ثبات په نښه او د دې ولس وینه توی کړي. د پاکستان سیاستونه د امریکا او اسرائیلو په څېر د هېوادونو له ګټو سره تړلي دي. اسلاماباد په سیمه کې د یوه “ژاندارم” په توګه دنده لري چې په اسیا کې د دغو قدرتونو موخې پر مخ یوسي او په یوه نه یوه بڼه د خپلو بادارانو خدمت وکړي. خو د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره، نور ونه توانېد چې خپلې دښمنانه او مجرمانه پالیسۍ په افغانستان کې پر مخ یوسي. دغې ناکامۍ د پاکستان د مشرانو غوسه را وپاروله او هغوی یې بزدلانه بریدونو ته اړ کړل.
پاکستان، چې ځان په سیمه کې د امریکا او اسرائیلو د سیاستونو اجرائیوي مټ ګڼي، نه شي کولای د اسلامي امارت پر وړاندې خپله ماتې ومني؛ له همدې امله د افغانستان د ولس پر وړاندې ظالمانه جنایتونو ته لاس اچوي. خو ظلم او جنایت، ژر یا وروسته، د ظالم لمن نیسي. نن په پاکستان کې د دغه ظلم اغېزې په پراخه کچه لیدل کېږي. له اقتصادي بحران او ناامنۍ نیولې تر ولسي لاریونونو پورې، دا ټول د دغه رژیم د ظالمانه سیاستونو د ناوړه پایلو نښې دي. د پاکستان ولس هم د خپل پوځ د سیاستونو قرباني شوی او دغو ظلمونو د پاکستان د خلکو په زړونو کې د قهر اور بل کړی دی.
د پاکستان پوځي رژیم باید پوه شي چې ظلم او جنایت تلپاتې نه دي. افغان ملت، چې پر خپل ایمان او خپلواکۍ تکیه لري، د دغو فشارونو پر وړاندې ټینګ ولاړ دی او هېڅ بهرنی ځواک نه شي کولای د هغه اراده ماته کړي. اسلاماباد باید له خپلو دښمنانه سیاستونو لاس واخلي او د دښمنۍ پر ځای د سولهیز ګاونډیتوب په اړه فکر وکړي. که نه، د ظلم هغه اور چې خپله یې بل کړی دی، د دوی لمن به هم ونیسي.
نن افغانستان د اسلامي امارت تر مشرۍ لاندې توانېدلی چې د ټولو بهرنیو دسیسو مخه ونیسي او هېڅ هېواد ته اجازه ورنه کړي چې خپلې پالیسۍ په دې خاوره کې پلې کړي. دا ستره بریا د پاکستان د مشرانو لپاره درنه ماتې ده او هغوی د حقارت د عقدې له امله خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي. خو باید پوه شي چې دغه جنایتونه به تلپاتې نه وي او ډېر ژر به یې پایلې خپله راښکېل کړي. تاریخ ګواه دی چې هېڅ امپراتوري د ظلم له لارې تلپاتې نه ده پاتې شوې او پاکستان هم له دې قاعدې مستثنا نه دی.











































