څوک د مسلمانانو تر منځ د باور دیوالونه ړنګوي؟ دا پوښتنه یوازې یو احساساتي غبرګون نه دی، بلکې د یوې داسې سناریو دروازه ده، چې په کې د وینې له هر څاڅکي سره د شک، نفرت او بې باورۍ نوی فصل پرانیستل کیږي. دا پېښې تصادفي نه ښکاري بلکې د هغې مفکورې برخه دي، چې غواړي مسلمانان له خپل ګډ انساني او اسلامي هویت څخه لرې کړي او د اختلاف پر بنسټ یې د دایمي دښمنۍ لور ته بوځي.
داعش په معاصرې ترهګرۍ کې یوازې د وسلې نوم نه دی، بلکې د ذهنونو د اشغال یوه منظمه پروژه ده. دا ډله پوهیږي، چې که ذهنونه ونیول شي، نو جغرافیه خپله تسلیمیږي ځکه یې جګړه یوازې د ښارونو پر سطحو نه ده بلکې د فکر، احساس او روایت په ژورو کې ده. دوی هره پېښه داسې تعبیروي، چې پایله یې مخکې له مخکې ټاکل شوې وي: د اهل سنت او اهل تشیع تر منځ شک، واټن او دایمي بېباوري.
دا یواځې فزیکي تاوتریخوالی نه دی، بلکې ادراکي یرغل دی. تاسې وګورئ حقیقت قصداً ګډوډ ساتل کیږي، معلومات نیمګړي وړاندې کیږي او احساسات په دوامداره توګه پارول کیږي. کله چې حقیقت ټوټه ټوټه شي، نو ذهن د بشپړ تصویر پرځای د ویرې او اټکل اسیر ګرځي او همدلته د نفرت د کرنې زمینه برابریږي.
په دې معادله کې تر ټولو خطرناک ټکی دا دی، چې د امت تاریخي او عقیدوي ګډ تړاوونه د هدف لاندې راځي. د اهل سنت او اهل تشیع تر منځ اختلافات که څه هم تاریخي واقعیت لري، خو د همزیستۍ او ګډ امت د جوړښت پر وړاندې باید د دایمي دښمنۍ وسیله نه شي. داعش هڅه کوي، همدا اختلافات د جګړې په اور بدل کړي، تر څو د امت د یووالي ستنې له منځه یوسي.
ولې د بېګناه خلکو وینه د تفرقې په اور بدلیږي؟ ځکه چې دا ډول بریدونه یوازې جسمي نه، بلکې رواني او ټولنیز زخمونه جوړوي. هره پېښه د خلکو په ذهن کې د شک نوې کړۍ جوړوي او شک د بېباورۍ بنسټ دی. کله چې بېباوري پراخه شي، نو ټولنه له دننه د ماتېدو لور ته ځي؛ پرته له دې چې ښکاره جګړه موجوده وي.
د اسلام له نظره د بېګناه انسان وژنه د انساني ارزښتونو تر ټولو لوی نقض دی. قرآن کریم د یو انسان ناحقه وژل د ټول انسانیت له وژلو سره تشبیه کوي، چې دا د ژوند د حرمت تر ټولو قوي اخلاقي اعلان دی. له همدې امله هر هغه عمل چې هدف یې بېګناه خلک وي، د اسلامي اصولو له روح سره په ښکاره ټکر کې دی او د دین له نوم څخه ناوړه استفاده ګڼل کیږي.
دا بریدونه ولې تکراریږي؟ ځکه چې داعش د مستقیمې جګړې پرځای د ټولنې د دننه ماتېدو ستراتېژي تعقیبوي. هغوی غواړي خلک یو بل ته د شک په سترګه وګوري، ځکه همدا شک د ټولنې تر ټولو خطرناک زهر دی. کله چې ټولنه په خپل منځ کې ووېشل شي، نو د بهرني فشار اړتیا نه پاتې کیږي او ټولنه خپله د سقوط پر لور حرکت کوي.
خو د دې ټولې تیارو تر شا یو مهم حقیقت ولاړ دی: دا جګړه که څه هم په وینو لیکل کیږي، خو په شعور ګټل کیږي. که خلک د هرې پېښې تر شا د تفرقې پټ لاس وویني، نو د دې جګړې اصلي موخه ناکامیږي. بریا په دې کې نه ده، چې څوک پر چا غالب شي بلکې په دې کې ده، چې ټولنه د وېش له اوره وژغورل شي. داعش هغه وخت قوي کیږي، چې موږ یو بل ته د دښمن په سترګه وګورو او هغه وخت ماتیږي چې موږ یو بل د انسان، ورور او شریک برخلیک په توګه درک کړو.
دا جګړه د ټوپکونو نه ده؛ دا د فکرونو جګړه ده او د فکر جګړه هغه وخت ګټل کیږي، چې حقیقت د احساساتو پر ځای ودرېږي او شعور د وېرې پرځای لارښود شي.












































