منځګړی هغه څوک وي چې د دوو یا څو لورو ترمنځ د جګړو او ترینګلتیاوو د خبرو اترو له لارې، د اصولو پر بنسټ حل رامنځته کړي. د ایران او امریکا ترمنځ مذاکرات په ۲۱ ساعتونو کې له ناکامې پایلې سره مخ شول. د دې ناکامۍ څو لاملونه کېدای شي:
کله چې د امریکا او ایران ترمنځ مذاکرات پیل کېدل، پاکستان هېڅ د منځګړي رسمي واک نه درلود. یوازې د امریکا له لوري د منځګړي په نوم یاد شو، خو په حقیقت کې یې هېڅ عملي رول ونه لوبوه.
په نړیوالو اصولو کې منځګړی د دواړو لورو غوښتنې اوري، د هماغو پر بنسټ عمل کوي او اصول لورو ته وړاندې کوي. خو د ایران او امریکا ترمنځ په دې مذاکراتو کې د اصولو او قواعدو روښانه درک نه تر سترګو کېده.
د دې حالت څو لاملونه کېدای شي:
د مذاکراتو سټیج او واک، چې وروسته د مذاکراتو په جریان کې څرګند شو؛ د امریکایي پوځ له لوري امنیتي تدابیر؛ د پاکستان د بهرنیو چارو او اطلاعاتو د وزیر پر ځای د امریکا د مرستیال وضاحت؛ او د مذاکراتو د بېپایلې پایلې قطعي اعلان – دا ټول ښيي چې پاکستان منځګړی نه و، بلکې یوازې د امریکا له لوري د یوه نوم په توګه کارول کېده. هدف دا و چې ایران د معاملې او خپلې ناکامۍ په وړاندې د یو ډول نرم ځواب منلو ته اړ کړي.
خو د ایران هغه غوښتنې چې امریکا ته یې منل، د ماتې او ناکامۍ منلو په معنا وې. امریکا د اوږدې مودې د اوربند د ساتلو په پلمه موضوع وځنډوله. د پاکستان له لارې د اوربند او منځګړیتوب د یادولو بل هدف دا و چې د امریکا روانې جګړې ته یو ډول سیاسي رنګ، پاملرنه او د سخت دریځ ښودلو پوښښ ورکړل شي. په دې برخه کې د پاکستان پوځي نظام د یوه وسیلې په توګه وکارول شو.
همدارنګه، نه رښتینی اوربند موجود و او نه هم واقعي مذاکرات؛ بلکې د راتلونکو سختو حالاتو د وړاندوینې یو ډول تبادله روانه وه. همدا لامل شو چې د جګړې د کمېدو او د حالاتو د کنټرول پر ځای، وضعیت لا پسې خطرناک شي.











































