میقات د المرصاد سمعي او بصري ویب
چهارشنبه, اگست 26, 2026
المرصاد
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

    د اسلام اباد برید او وروستي حقائق! مهالنۍ تبصره

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟   

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟  

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

  • خبرونه
    • ټول
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسلامي امارت هوايي ځواک نن شپه د بلوچستان ايالت د پشين د سرانانو په سيمه کې د افغاني اربکيانو  يو مهم مرکز هدف ګرځولی دی.

    د اسلامي امارت هوايي ځواک نن شپه د بلوچستان ايالت د پشين د سرانانو په سيمه کې د افغاني اربکيانو يو مهم مرکز هدف ګرځولی دی.

    د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې نیول شوی احمد کازانچي څوک دی؟

    د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې نیول شوی احمد کازانچي څوک دی؟

    خیبر قمبرخېلو په سیمه کې د داعشي خوارجو یو مهم مرکز د ډرون په بریدونو کې له منځه وړل شوی

    خیبر قمبرخېلو په سیمه کې د داعشي خوارجو یو مهم مرکز د ډرون په بریدونو کې له منځه وړل شوی

    په نړۍ او د مسلمانانو پر خاورو د اسلامي امارت اغېزې

    په نړۍ او د مسلمانانو پر خاورو د اسلامي امارت اغېزې

    د امنیت په رڼا کې د اختر ښکلا!

    د امنیت په رڼا کې د اختر ښکلا!

    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • ټول
    • جهادي لیکني
    • خوارج العصر
    • دیني لیکني
    • سیاسي لیکني
    له دفاع تر یرغل؛ د افغانستان د امنیت نوی څپرکی!

    له دفاع تر یرغل؛ د افغانستان د امنیت نوی څپرکی!

    تبلیغاتي جبهې؛ بهرمېشتي او د بېرته راستنېدو سراب یې

    تبلیغاتي جبهې؛ بهرمېشتي او د بېرته راستنېدو سراب یې

    پاکستان؛ په سیمه کې د فتنې پارونکی!

    پاکستان؛ په سیمه کې د فتنې پارونکی!

    د سلطنتونو هدیره او د تاریخ بدلېدونکی څرخ! څلورمه او وروستۍ برخه

    د سلطنتونو هدیره او د تاریخ بدلېدونکی څرخ! څلورمه او وروستۍ برخه

    له دفاع څخه تر تهاجمه؛ د افغان امنیتي او استخباراتي ځواکونو د لیدلوري تحول

    له دفاع څخه تر تهاجمه؛ د افغان امنیتي او استخباراتي ځواکونو د لیدلوري تحول

    له دفاع مخکې به حساب کېږي

    له دفاع مخکې به حساب کېږي

    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • ټول
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
    د شیخ محمد ادریس تقبله الله قاتلین څوک او چیرې دي؟

    د شیخ محمد ادریس تقبله الله قاتلین څوک او چیرې دي؟

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    داعش خوارج دي (د شهید شیخ رحیم الله حقاني رحمه الله ځانګړی بیان)

    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    د اتل او ننګیالي شهید حافظُ القرآن محمد ذاکر تقبله الله ژوند او کارناموته لنډه کتنه!

    د اتل او ننګیالي شهید حافظُ القرآن محمد ذاکر تقبله الله ژوند او کارناموته لنډه کتنه!

    د اتل او ننګیالي شهید احمد فرید احرار تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د اتل او ننګیالي شهید احمد فرید احرار تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د سنګرونو اتل او د نړېوال سياست ځلانده ستوری؛ شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله

    د سنګرونو اتل او د نړېوال سياست ځلانده ستوری؛ شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله

    د ملا اختر محمد منصور رحمه الله د رهبرۍ بصیرت او تاریخي کارنامې!

    د ملا اختر محمد منصور رحمه الله د رهبرۍ بصیرت او تاریخي کارنامې!

    شهید ملا اختر محمد منصور؛ هغه مجاهد چې په شهادت سره تلپاتې شو

    شهید ملا اختر محمد منصور؛ هغه مجاهد چې په شهادت سره تلپاتې شو

  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি
هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ

د رښتینې پیروۍ ځانګړی انداز

سید جمال الدین افغاني

Share on FacebookShare on Twitter

په اصل کې د اسلام سپېڅلی دین له قربانۍ ډک دین دی. د اسلام ظاهري او باطني معنا دا ده چې انسان خپل ځان په بشپړه توګه د الله تعالی حکم ته وسپاري. د اسلام پیروانو ته تر ټولو لومړی دا سبق ورکول کېږي چې زه یوازې یو بنده یم؛ بندګي زما ویاړ دی، او باید دا ژمنه وکړي چې ټول عمر به د بندګۍ په حالت کې ژوند کوم. زما خپل هېڅ شخصي خواهش به نه وي، او نه به د خپل نفس غوښتنې عملي کوم. د الله تعالی د هر حکم د پلي کولو پر مهال به هېڅ خپلوان، مال، اړیکې او مینې خنډ نه ګرځي. کوم حکم چې راشي، بې له چون او چرا به یې د یوه ریښتوني غلام په توګه منم او عملي کوم، څو خپل ژوند د خپل رب په دربار کې تلپاتې او بریالی کړم.

خو د ذوالحجې په مبارکه میاشت کې چې د نړۍ ټول مسلمانان د قربانۍ کولو مکلف ګرځول شوي، دا قرباني ځانګړی رنګ او ځانګړې فلسفه لري. د دې قربانۍ شالید ډېر زړه راښکونکی او له عبرته ډک دی. په دې کیسه کې زرګونه درسونه نغښتي دي، او د الله تعالی د قدرت نښې په هر ګام کې ښکاري. دلته د کایناتو د خالق او د هغه د محبوبو بندګانو ترمنځ د راز او نیاز یوه ځانګړې نړۍ آباده ده. دلته د عشق، تسلیمۍ او سرښندنې داسې بېلګه وړاندې شوې چې تر قیامته به خپل ساری ونه لري.

ورته مقالې

له دفاع تر یرغل؛ د افغانستان د امنیت نوی څپرکی!

تبلیغاتي جبهې؛ بهرمېشتي او د بېرته راستنېدو سراب یې

پاکستان؛ په سیمه کې د فتنې پارونکی!

دا قرباني په حقیقت کې د یوه ستر اول العزم پیغمبر او د هغه د ګران زوی د هغه ستر کارنامې یادګار دی، چې د الله تعالی د حکم په وړاندې یې د بشپړې تسلیمۍ بې‌سارې نمونه وړاندې کړه. قرآن مجید دغه پېښه په ډېر ښکلي او زړه راښکونکي انداز بیان کړې ده. د سورة الصافات له دې آیت څخه: «فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ» تر څو نورو آیتونو پورې دا داستان بیان شوی دی.

قرآن کریم داسې څرګندوي چې حضرت ابراهیم علیه السلام ډېر وخت اولاد نه درلود. له اوږده انتظار وروسته الله تعالی هغه ته حضرت اسماعیل علیه السلام د زوی په توګه ورکړ. ښکاره خبره ده چې اولاد خپله هم د محبت مرکز وي، او که له اوږده انتظار وروسته ترلاسه شي، نو مینه یې لا تر زړه‌بایلنې او ځان‌هېرونې پورې ورسېږي. همداسې حضرت ابراهیم علیه السلام له خپل زوی سره ډېره ژوره مینه لرله. اسماعیل علیه السلام ورو ورو لوی شو، تر دې چې د ځوانۍ مرحلې ته ورسېد؛ هغه وخت چې زوی د پلار مرستندوی شي او پلار له هغه څخه هیلې لري.

همداسې حساس وخت کې ناڅاپه الله تعالی حضرت ابراهیم علیه السلام ته په خوب کې حکم وکړ چې خپل همدغه ګران، ځوان او خوږ زوی قرباني کړي. ظاهراً دا ډېر سخت امتحان و، خو ځکه چې پلار یو عادي انسان نه و، بلکې د الله تعالی ستر پیغمبر و، نو بې له کومې پوښتنې سمدستي تیار شو. البته د زوی چمتو کول هم اړین و، نو هغه ته یې وویل چې ما ته داسې حکم شوی، ستا نظر څه دی؟

دا ډېر په زړه پورې پړاو و. پلار خو د الله حکم ومانه، خو دا احتمال موجود و چې زوی انکار وکړي. خو د الله تعالی کتاب ښيي چې زوی هم د تسلیمۍ بې‌سارې بېلګه وړاندې کړه. هغه وویل: «اباجانه! کوم حکم چې درته شوی، هماغه ترسره کړه، ان شاءالله ته به ما له صبرکوونکو څخه ومومې.»

یعنې له یوې خوا یې د الله د حکم پر وړاندې بشپړه رضا او تسلیم وښود، او له بلې خوا یې دا خپله کومه لویه لاسته راوړنه ونه بلله، بلکې هیله یې څرګنده کړه چې الله تعالی به یې د صبرکوونکو په ډله کې شامل کړي. په همدې ځای کې الله تعالی یو ډېر عجیب تعبیر کارولی دی: «فَلَمَّا أَسْلَمَا» یعنې کله چې دواړه تسلیم شول. حال دا چې هغوی خو مخکې هم مسلمانان وو. نو بیا د “اسلام راوړلو” مطلب څه و؟ مفسرین وایي چې دلته “اسلما” د الله تعالی د حکم په وړاندې د بشپړې رضا او تسلیمۍ معنا لري. مطلب دا چې کله د الله حکم راغی، نو نور نه شخصي غوښتنه پاتې شوه، نه د پلار او زوی د اړیکې لحاظ، او نه د نفس او شیطان وسوسو ته غوږ کېښودل شو.

روایاتو کې راځي چې شیطان په دې موقع درې ځله د هغوی د بې‌لارې کولو هڅه وکړه، خو پلار او زوی هر ځل هغه وشاړه او اووه ـ اووه کنکرې یې ورباندې وویشتلې. همدا یادګار تر نن پورې ژوندی ساتل شوی او حاجیان په هماغه ځای کې شیطان ته د کنکرو ویشتلو مکلف ګرځول شوي دي. کله چې د خبرې مرحله د عمل تر پړاو ورسېده، مهربان پلار خپل تر ټولو محبوب زوی د قربانۍ لپاره څملاوه. په روایاتو کې راغلي چې زوی خپله غوښتنه وکړه چې مخ یې لاندې واړول شي، څو د پلار شفقت د الله د حکم د عملي کولو مخه ونه نیسي. همداراز یې وویل چې جامې مې سمې راټولې کړه، څو د وینو څاڅکي پرې ونه لګېږي او مور مې ډېر غمجن نه شي.

الله تعالی دا صحنه داسې انځور کړې ده: «فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينِ». مفسرینو یې دوه معناوې بیان کړې دي؛ یو دا چې پر مخ یې څملاوه، او بل دا چې داسې یې پر اړخ واچاوه چې تندی یې د ځمکې خواته شو. کله چې د حکم د پلي کېدو وروستۍ شېبې راورسېدې، حضرت ابراهیم علیه السلام چاړه د خپل زوی پر غاړه کېښوده، خو د الله تعالی رحمت په جوش راغی. الله تعالی حضرت جبرائیل علیه السلام ته حکم وکړ چې په یوه شېبه کې اسماعیل علیه السلام لیرې کړي او پر ځای یې جنتي پسه کېږدي، څو د ابراهیم علیه السلام چاړه هغه حلال کړي. همداسې وشول.

دلته الله تعالی اعلان وکړ چې ابراهیم علیه السلام په امتحان کې بریالی شو. بیا یې ورته دا ستر ویاړ هم ورکړ چې تر قیامته به پرې سلام ویل کېږي، د هر نبي امت به ورته درناوی کوي او هغه به خپل پیشوا ګڼي. او دا یې هم وفرمایل چې ابراهیم زموږ له مؤمنو بندګانو څخه و. د حضرت ابراهیم علیه السلام دغه بشپړه تسلیمي الله تعالی ته دومره خوښه شوه چې تر قیامته یې د قربانۍ دا سنت ژوندی وساته. له دې څخه دا پیغام ورکول کېږي چې اصل کې باید هر انسان د الله تعالی په لار کې تر ټولو محبوب شی قربان کړي، خو الله تعالی د ابراهیم علیه السلام د عظیم اطاعت له امله پر انسان رحم وکړ او د انسان پر ځای یې حیوان مقرر کړ، څو اساني وي.

مفسرین دلته یوه بله ډېره مهمه خبره هم کوي، هغه دا چې الله تعالی ته له پیله د اسماعیل علیه السلام ذبح مقصوده نه وه؛ اصلي موخه دا وه چې بنده د الله تعالی حکم بې له چون او چرا ومني او عملي یې کړي. د عقل او منطق ترازو ته دې نه وړاندې کېږي. حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل علیهما السلام په همدې برخه کې د رضا او تسلیمۍ داسې بې‌سارې ریکارډ جوړ کړ چې بېلګه یې نه موندل کېږي.

نو ځکه نن هم د قربانۍ د حکم په اړه یوازې د عقل په ترازو کې تلل سمه لاره نه ده. دا ویل چې د قربانۍ پر ځای دې پیسې غریبو ته ورکړل شي او یا نورې داسې خبرې، د الله د حکم له فلسفې ناخبري او د تسلیمۍ له روحیې لرېوالی څرګندوي.
علماوو یې ډېره ساده بېلګه ورکړې ده: د مسجد الحرام په دننه کې د یوه رکعت لمونځ ثواب د سل زره لمونځونو برابر دی، خو الله تعالی د ذوالحجې په نهمه حاجیان د عرفات میدان ته د تلو امر کړی دی، حال دا چې هلته نه کعبه شته او نه کوم ځانګړی عبادت. که یو څوک یوازې د عقل له مخې فکر وکړي او ووایي چې زه به په مسجد الحرام کې پاتې شم او ټوله ورځ به طواف او نفل کوم، نو هغه به د ثواب پر ځای ګناه غوره کړې وي؛ ځکه ثواب یوازې په عمل کې نه، بلکې په هغه عمل کې دی چې الله تعالی پرې امر کړی وي.
نو د قربانۍ اصلي درس دا دی چې انسان خپله هستي، خواهشات او ارادې د الله تعالی حکم ته وسپاري. همدا د حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل علیهما السلام د دې سترې پېښې حقیقي پیغام او تلپاتې درس دی.

شریکټویټ
مخکینی پوسټ

ابراهیمي فلسفه او اسماعیلي اُسوه؛ د لوی اختر فکري او ټولنیز حقیقت

راتلونکی پوسټ

د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

ورته مقالې

داعش خوارج؛ د بقا په لټه کې! (۴)
جهادي لیکني

داعش خوارج؛ د بقا په لټه کې! (۴)

اکتوبر 16, 2024
په بېلا بېلو موضوعاتو کې د داعش خپلمنځي اختلافات
خوارج العصر

په بېلا بېلو موضوعاتو کې د داعش خپلمنځي اختلافات

نوومبر 9, 2024
داعش؛ د اسلامي امت یووالي او امنیت ته ګواښ! څلورمه برخه
خوارج العصر

داعش؛ د اسلامي امت یووالي او امنیت ته ګواښ! څلورمه برخه

اکتوبر 22, 2025
خوارج العصر

په بدخشان کې د نیول شویو داعشیانو اعترافات

اکتوبر 4, 2023
د ماتې خوړلي قمارباز رواني حالت!
سیاسي لیکني

د ماتې خوړلي قمارباز رواني حالت!

جون 14, 2026
لال مسجد – د ظلم او وحشت تور تاریخ او د مقاومت نه ختمېدونکې جګړه!   
سیاسي لیکني

لال مسجد – د ظلم او وحشت تور تاریخ او د مقاومت نه ختمېدونکې جګړه!  

مارچ 7, 2025
راتلونکی پوسټ
د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • مشهور
  • تبصرې
  • وروستي
د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

جون 22, 2026
په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

اگست 7, 2024
د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

مارچ 24, 2024
پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

مارچ 25, 2024
صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

2

”د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشیانو والي وژل شوی“

2

داعش او د بلوڅانو قتل عام

1

د المرصاد ازاده او خپلواکه ویب پاڼه پر لیکه شوه

1
له دفاع تر یرغل؛ د افغانستان د امنیت نوی څپرکی!

له دفاع تر یرغل؛ د افغانستان د امنیت نوی څپرکی!

اگست 26, 2026
تبلیغاتي جبهې؛ بهرمېشتي او د بېرته راستنېدو سراب یې

تبلیغاتي جبهې؛ بهرمېشتي او د بېرته راستنېدو سراب یې

اگست 25, 2026
پاکستان؛ په سیمه کې د فتنې پارونکی!

پاکستان؛ په سیمه کې د فتنې پارونکی!

اگست 25, 2026
دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

اگست 24, 2026

Popular Stories

  • د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کله چې د خوارجو توره د امام ابو حنیفه مخې ته خم شوه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کتابتون
د المرصاد اړیکه: info@almirsaad.com

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.