د پاکستان نظام څنګه دی، څومره نیمګړتیاوې لري، حکومتي جوړښت یې تر کومه بریده واکمن او باصلاحیته دی او داسې نور؛ په دې اړه ډېر څه ویل او لیکل کېدای شي او ګڼې نیمګړتیاوې یې شمېرل کېدای شي. خو په همدې پاکستان کې، چې نظام یې له کمزوریو او نیمګړتیاوو ډک دی، یو داسې بنسټ هم شته چې ښايي په ټوله نړۍ کې به تر دې ډېر بریالی بنسټ ونه موندل شي، هغه پوځي بنسټ دی.
د پاکستان د نظام له الف څخه تر یا پورې داسې هېڅ ډګر نشته چې دغه بنسټ پکې لاسوهنه ونه لري. په ټول هېواد کې داسې څوک نشته چې له ټاکلو پولو واوړي او پر دغه پوځي بنسټ نیوکه وکړي. خبره دا ده چې پر پوځ نیوکه کوونکي ډېر دي، خو هغوی ته هم یوازې تر هغې کچې د نیوکې اجازه ورکول شوې چې خپله دغه اداره یې زغملای شي؛ هغه هم د دې لپاره چې څوک ونه وایي، ګواکې پر پوځ هېڅ ډول نیوکه نه شي کېدای.
د پاکستان تاریخ دا حقیقت په ډاګه کړی چې هر کله کوم کس، د هرې برخې او هر مسلک اړوند چې وي، پر پوځي ادارې داسې نیوکه کړې چې د هغې له ټاکلو پولو اوښتې وي، نو په داسې ډول غلی کړل شوی چې وروسته یې نه یوازې دی، بلکې لرې او نږدې اړوند کسان یې هم بیا د داسې نیوکې جرئت نه کوي او دې پولې ته د ورنږدې کېدو هڅه هم نه کوي. له همدې امله دغه بنسټ یو خورا بریالی بنسټ دی.
له همدې امله، که د خپل واک، نفوذ او برلاسۍ د ساتلو له اړخه ورته وکتل شي، نو دا اداره یوه بېسارې بریالۍ اداره ده. ځینې خلک ښايي ووايي چې موږ څنګه دا خبره ومنو چې دا یوه بریالۍ اداره ده، حال دا چې د انګرېزانو غلامي او تابعداري یې پر ټولو څرګنده ده او په دې اړه نورې ډېرې نیوکې هم پرې کېږي؟
خو د دغو خلکو دا اعتراضونه هغه وخت د منلو او اورېدو وړ دي چې لومړی څوک دا ثابته کړي چې ګواکې دا اداره د مسلمانانو اداره ده، مسلمانانو یې بنسټ ایښی او یا د مسلمانانو د ساتنې او دفاع لپاره جوړه شوې ده. حال دا چې حقیقت بل ډول دی؛ دا له بنسټه د انګرېزانو جوړه کړې اداره ده، بنسټ یې انګرېزانو ایښی، لومړني مشران او واکمنان یې هم انګرېزان وو او د ادارې ټولیز جوړښت یې هم د انګرېزانو پر طرز او چوکاټ ولاړ دی.
لږ فکر وکړئ! ایا یوازې د جامو او یونیفورم په بدلولو سره د یوه بنسټ اساس او ماهیت بدلېدای شي؟ کوم پوځ چې د «رایل انډین آرمي» (Royal Indian Army) په نوم د انګرېزانو د پوځ برخه وه، د هند تر وېش وروسته هماغه پوځ ته یوازې پاکستانۍ جامې ورواغوستل شوې؛ نو ایا یوازې په همدې بدلون سره موږ دغه پوځ د مسلمانانو پوځ بللی شو؟
بیا د هند تر وېش وروسته، له ۱۹۴۷ څخه تر ۱۹۵۱ کال پورې د همدې پوځ مشري هم د انګرېزانو په لاس کې وه:
۱. جنرال سر فرانک میسروي (General Sir Frank Messervy): د ۱۹۴۷ کال د اګست له ۱۵مې د ۱۹۴۸ کال د فبرورۍ تر ۱۰مې.
۲. جنرال سر ډګلس ګرېسي (General Sir Douglas Gracey): د ۱۹۴۸ کال د فبرورۍ له ۱۱مې د ۱۹۵۱ کال د جنورۍ تر ۱۶مې.
نو د کوم پوځ مشران چې تر دې مودې انګرېزان پاتې شوي وي، هغه پوځ څنګه اسلامي او د مسلمانانو پوځ بللی شو؟
راځئ، له دې ټولو سره سره دا هم ومنو چې دغه پوځ اسلامي پوځ دی؛ خو بیا هم دا پوښتنه پر خپل ځای پاتې کېږي چې تر اوسه دغه پوځ مسلمانانو ته زیانونه او تکلیفونه خو رسولي، مګر ګټه یې څه ور رسولې ده؟ ولې؟ د مسلمانانو پوځ خو داسې نه وي.
له دې څخه څرګنده شوه چې دغه پوځي بنسټ په اصل کې د انګرېزانو بنسټ او د هغوی د ګټو لپاره جوړ شوی بنسټ دی. په دې برخه کې دغه بنسټ په بشپړ بریالیتوب سره روان دی او انګرېزانو ته د خپلې ټینګې وفادارۍ زبردست ثبوت وړاندې کوي. ښايي د انګرېزانو په تاریخ کې به د هغوی دومره ستر وفادار نه وي پیدا شوی، څومره چې دغه پوځ دی.
هسې نه ده چې دغه بنسټ ته دومره زیات امتیازات ورکړل شوي دي. په ټوله نړۍ کې به د کوم هېواد پوځي بنسټ ته دومره پراخ واکونه نه وي ورکړل شوي، څومره چې دغه پوځي بنسټ یې لري. هسې نه ده چې د دې پوځ اټومي ځواک هم منل شوی دی؛ په دې کې خامخا څه راز شته! یوازې یو راز نه، بلکې ټوله کیسه له پیله تر پایه مشکوکه ده!
لږ فکر وکړئ: کوم پوځ ته چې د هند پر ضد د F-16 الوتکو د کارولو اجازه نه وي، ایا هغه پوځ به د هند پر ضد د اټومي ځواک د کارولو واک ولري؟ هېڅکله نه!
نو بیا، د دې استدلال له مخې، دغه اټومي ځواک د هند پر ضد دغه بنسټ ته نه دی ورکړل شوی، بلکې د انګرېزانو د ساتنې او د مسلمانانو د ځپلو لپاره ورکړل شوی دی.
لنډه دا چې تر څو دغه پوځي بنسټ پر دې هېواد مسلط وي، تر هغه پورې په دغه هېواد کې د امن خوب لیدل هم بېګټې دي؛ بلکې دغه حالت د ټولې اسلامي سیمې لپاره د زیان لامل دی.
نن په ټوله نړۍ کې د یوازیني اسلامي نظام، اسلامي امارت افغانستان، پر وړاندې همدا بنسټ د سرخوږي په توګه ولاړ دی. همدا هغه پوځ دی چې د ټولو خرابیو جرړه بلل کېږي. تر څو چې دغه بنسټ له واکه ونه غورځول شي، تر هغه پورې به ناامني همداسې دوام ولري، وما علینا الا البلاغ۔










































