نړۍ د انرژۍ له داسې کړکېچ سره مخ ده، چې د نفتو د بیې، تولید او لېږد له عادي ستونزې څخه ډېر پراخ مفهوم لري. د نړۍ د اقتصاد یو له تر ټولو مهمو بنسټونو سره جګړه، ځواک، بندیزونه او د سترو هېوادونو سیاسي موخې داسې غوټه شوې دي، چې د یوې سیمې پوځي شخړه کولای شي زرګونه کیلومتره لرې د خلکو پر ژوند، بازارونو او اقتصادي راتلونکي اغېز وکړي.
د رویټرز د وروستي راپور له مخې د جګړو او شخړو له اغېزمنو هېوادونو څخه په ۲۰۲۵م کال کې هره ورځ شاوخوا ۴۵ میلیونه بېرله نفت تولید شوي، چې د نړۍ د ټولو نفتو له ۴۳ سلنې څخه زیاته برخه جوړوي. ایران، روسیه، لیبیا او وینزویلا د دې لویې برخې له مهمو سرچینو څخه دي. راپور په ډاګه کوي، چې د جګړو له امله د نفتو پر تولید، لېږد او د تصفیې پر وړتیاوو فشار زیات شوی او د نړۍ د انرژۍ بازار له بېساري فشار سره مخ دی.
خو دلته د بحث تر ټولو مهم اړخ دا دی، چې د انرژۍ د اوسني کړکېچ ټول مسوولیت یواځې پر جګړهځپلو هېوادونو نه شي اچول کېدای. د نړۍ هغه ستر ځواکونه چې د انرژۍ د نړیوال امنیت، ازادې سوداګرۍ او د سمندري لارو د خوندي ساتلو خبرې کوي، په خپله د همدې کړکېچ په رامنځته کولو او پراخولو کې رول لري. په ځانګړي ډول د امریکا او اسراییلو له خوا پر ایران د بریدونو له پیل وروسته د نړۍ د انرژۍ له تر ټولو مهمو لارو یوه له سختې ګډوډۍ سره مخ شوه. رویټرز وايي: د هرمز تنګي له لارې تر جګړې وړاندې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه نفت او د مایع شوي طبیعي ګازو ستره برخه لېږدېده.
دلته د نړۍ د انرژۍ د کړکېچ اصلي تناقض راڅرګندېږي: هغه ځواک چې د نړۍ د انرژۍ د امنیت د ساتنې دعوه کوي، د داسې جګړې په منځ کې ښکېل دی، چې د نړۍ د انرژۍ یوه حیاتي لاره یې له خطر سره مخ کړې ده. که د انرژۍ امنیت د نړیوالو سمندري لارو په پرانیست پاتې کېدو پورې تړلی وي، نو د جګړې د پراخولو هره پرېکړه د همدې امنیت پر وړاندې مستقیم ګواښ دی.
ایران هم په غبرګون کې په هرمز تنګي کې تګ راتګ محدود کړ. د رویټرز په راپورونو کې راغلي، چې د تنګي د تګ راتګ بهیر سخت کم شوی او د نفتو د لېږد کچه د جګړې له پیل مخکې له کچې ډېره راټیټه شوې ده. د امریکا او ایران ترمنځ د محاصرې، ګواښونو او متقابلو پوځي اقداماتو دوام د نفتو بازار له داسې بېثباتۍ سره مخ کړی، چې د هرې نوې جګړه ییزې پېښې پر وړاندې د بیو د لوړېدو وېره پیدا کیږي.
نو که څوک یوازې دا ووایي، چې ایران هرمز تړلی او د نړۍ د انرژۍ بازار یې ګډوډ کړی؛ د پېښې نیمایي انځور وړاندې کوي. اصلي پوښتنه دا ده، چې ولې هرمز وتړل شو؟ د جګړې لړۍ له کومه ځایه پیل شوه؟ او هغه ځواکونه چې د جګړې د پراخېدو توان لري، د دې وضعیت په رامنځته کېدو کې څومره ونډه لري؟
دا پوښتنې ځکه مهمې دي، چې د انرژۍ بازار له سیاست څخه جلا نه دی. کله چې د نړۍ ستر ځواکونه پر نفت تولیدوونکو هېوادونو پوځي، اقتصادي او سیاسي فشار زیاتوي، د انرژۍ بازار هم ورسره اغېزمنېږي. بندیزونه د نفتو رسونه محدودوي، جګړه د تولید او تصفیې مرکزونه زیانمنوي او پوځي ګواښونه د لېږد لارې ناامنه کوي. پایله یې بیا د نړۍ د بازارونو بېثباتي ده.
د وینزویلا بېلګه هم د همدې پراخې معادلې یوه مهمه برخه ده. وینزویلا د نړۍ تر ټولو سترې نفتې زېرمې لري. د امریکا حکومت په ۲۰۲۶م کال کې د وینزویلا پر نفتو خپل فشار او نفوذ پراخ کړی او اوس د دې هېواد د نفتو په ځینو برخو کې د اوږدمهاله لاسرسي او ونډې لپاره خبرې هم روانې دي. رویټرز د اګست په ۲۷مه راپور ورکړ، چې د امریکا حکومت د وینزویلا له لنډمهاله حکومت سره د دې هېواد د نفتو په ځینو زېرمو کې د ونډې اخیستو پر یوې معاملې خبرې کوي خو راپور ټینګار کوي، چې تړون لا بشپړ شوی نه دی.
دا مساله د نړۍ د انرژۍ په اوسني بحث کې یوه مهمه پوښتنه راپورته کوي: ایا د انرژۍ امنیت د ټولو هېوادونو ګډ امنیت دی، که د سترو قدرتونو لپاره د سرچینو د کنټرول وسیله؟ که د انرژۍ امنیت رښتیا د نړیوالې همکارۍ موضوع وي، نو د نفتو د سرچینو پر سر سیاسي فشار، پوځي مداخله او د کمزورو هېوادونو د انرژۍ د شتمنیو د کنټرول هڅې باید د حللارې برخه ونه ګڼل شي. برعکس همدا کارونه د بحران ریښې ژوروي.
د نړۍ د انرژۍ اوسنی کړکېچ یوازې د تولید د کمېدو له امله نه دی رامنځته شوی، د تصفیې وړتیا هم زیانمنه شوې ده. د رویټرز د وروستیو معلوماتو له مخې د جګړو او بریدونو له امله د نړۍ د نفتو د تصفیې وړتیا د پام وړ راټیټه شوې او د ۲۰۲۶م کال په اګست کې د نړۍ د تصفیې ورځنی بهیر د تېر کال د همدې مودې په پرتله شاوخوا څلور میلیونه بېرله کم و. پایله یې د خامو نفتو تر کمښت زیات د چمتو شویو سون توکو د کمښت اندېښنه ده.
همدا ټکی د بحران اصلي ژورتیا څرګندوي. نړۍ یوازې خام نفت نه غواړي؛ نړۍ پټرول، ډیزل، د الوتکو سون توکي او نور چمتو شوي سون توکي غواړي. که د تصفیې مرکزونه له کاره ولوېږي، د خامو نفتو موجودیت هم د خلکو ستونزه نه حل کوي. نفت باید تولید، انتقال، پاک او بیا بازار ته ورسول شي. د دې کړۍ هره برخه چې زیانمنه شي، ټول نظام اغېزمنېږي.
له همدې امله د انرژۍ بحران د نړۍ پر اقتصاد څو اړخیز فشار راوړي. د سون توکو بیې لوړېږي، د لېږد لګښتونه زیاتېږي، د صنعت د تولید بیه پورته ځي، د خوراکي توکو د انتقال مصارف ډېرېږي او د خلکو د ژوند عمومي لګښت لوړوي. په کمزورو اقتصادونو کې دا فشار لا خطرناک دی، ځکه هلته د خلکو عایدات د بیو د لوړېدو په اندازه نه زیاتېږي. خو د دې بحران تر ټولو لویه سیاسي پایله دا ده، چې نړۍ ته یې د «انرژۍ د واک» نوې څېره ښکاره کړه. څوک چې نفت لري، د نړۍ پر اقتصاد اغېز لري. څوک چې د نفتو د لېږد لاره کنټرولوي، د بازار پر ساه اغېز لري او څوک چې دواړه لري، د نړیوال سیاست په ډګر کې د فشار پیاوړی ځواک لري.
له همدې امله هرمز یوازې یو تنګی نه دی، وینزویلا یوازې یو نفت تولیدوونکی هېواد نه دی، ایران یوازې یو سیمه ییز ځواک نه دی او خلیج یوازې د نفتو د څاهګانو مجموعه نه ده. دا ټول د نړۍ د اقتصادي ځواک د وېش په نقشه کې مهم ځایونه دي. د انرژۍ اوسنی بحران نړۍ ته یو بل حقیقت هم وریادوي، چې د نړۍ د انرژۍ امنیت د یوې یا دوو سترو قدرتونو په پوځي ځواک نه شي تضمینېدای. که د یوه هېواد د انرژۍ د امنیت لپاره د بل هېواد جګړه، محاصره او اقتصادي کمزوري د لارې په توګه غوره شي، نو دا امنیت نه دی؛ دا د بحران د بل پړاو پیل دی.
رښتینی امنیت هغه وخت رامنځته کېږي، چې د انرژۍ سرچینې متنوعې شي، د لېږد لارې خوندي وي، هېوادونه له یوه محدود مسیر سره تړلي نه وي او د نړۍ لوی قدرتونه د سرچینو د کنټرول پر ځای د سرچینو د عادلانه او خوندي کارونې لپاره ګډ اصول جوړ کړي. له دې سره د نړۍ لپاره د انرژۍ د نورو سرچینو پراختیا هم اړینه ده. د لمر، باد او اوبو له ځواک څخه د برېښنا تولید، د انرژۍ د زېرمو پراخول او د بدیلو لېږد لارو جوړول کولای شي د یوې سیمې له جګړې سره د نړۍ د ټول اقتصاد تړاو کم کړي خو دا بهیر وخت غواړي، تر هغه وخته نفت لا هم د نړۍ د اقتصاد له مهمو ستنو څخه دی او د هغه د تولید او لېږد امنیت له نړیوال ثبات سره تړلی پاتې کېږي.
په همدې ځای کې د امریکا او نورو سترو قدرتونو د سیاستونو ارزونه اړینه ده. که واشنګټن له یوې خوا د نړۍ د انرژۍ د بازار د ثبات خبره کوي او له بلې خوا په نفتتولیدوونکو هېوادونو کې پوځي او اقتصادي فشار زیاتوي، نو نړۍ حق لري وپوښتي، چې د دې سیاست اصلي موخه څه ده؟ د انرژۍ امنیت که د انرژۍ پر سرچینو او لارو د لا زیات نفوذ ترلاسه کول؟
د وینزویلا د نفتو په اړه روانې خبرې او د ایران جګړه دا پوښتنه لا جدي کوي. په وینزویلا کې د اوږدمهاله نفتې لاسرسي لپاره خبرې او په ایران کې جګړه د نړۍ په دوو مهمو نفتلرونکو سیمو کې د امریکا د پراخېدونکي نفوذ دوه بېلابېل مخونه ښيي. البته دا باید له واقعیت څخه جلا نه شي، چې د وینزویلا معامله لا بشپړه شوې نه ده او رویټرز وايي، چې د هغې په هکله خپلواک تایید لا نه لري.
خو د بحث اساسي ټکی پر یوه تړون نه راڅرخي. اصلي مساله د نړۍ د انرژۍ پر سرچینو د ځواک د وېش راتلونکی دی.
که د انرژۍ سرچینې د سیاسي فشار او پوځي سیالۍ په مرکز بدلېږي، نو د نړۍ اقتصاد به تل د بلې جګړې له وېرې سره ژوند کوي. او که د انرژۍ بازار د سولې پرځای د جګړې تابع شي، د نفتو بیه به یوازې په پیسو نه سنجېږي، بلکې د جګړې د هرې پرېکړې سیاسي او انساني بیه به هم ورسره مل وي. د نن ورځې نړۍ له یوه خطرناک تناقض سره مخ ده او هغه دا چې د نړۍ اقتصاد د انرژۍ ثبات غواړي، خو د انرژۍ ډېری سرچینې د هغو سیمو په لاس کې دي، چې د سترو قدرتونو د سیالیو مرکزونه دي. نړۍ د خوندي سمندري لارو غوښتنه کوي، خو هماغه لارې د جګړو او پوځي ګواښونو تر سیوري لاندې دي. نړۍ د ارزانه نفتو غوښتنه کوي، خو د نفتو پر سرچینو او بازارونو سیاسي فشارونه ورځ تر بلې زیاتېږي.
نو د انرژۍ د اوسني بحران په اړه رښتینې شننه باید یوازې دا ونه وایي، چې «جګړه د نفتو بازار ګډوډوي». باید دا هم وپوښتي، چې جګړې څوک پیلوي، څوک یې پراخوي، څوک ترې اقتصادي ګټه اخلي او د دې جګړو اقتصادي بیه څوک ورکوي؟
د دې پوښتنو له ځواب پرته د انرژۍ د بحران تحلیل نیمګړی دی.
نن د نړۍ عادي انسان د هرمز تنګي په جغرافیه کې ژوند نه کوي، نه د وینزویلا د نفتو په څاه کې کار کوي او نه د ایران په جګړه کې ښکېل دی، خو د جګړې اغېز یې په خپل بازار، د سون توکو په بیه او د ژوند په لګښت کې ویني. همدا د نړیوال اقتصاد تر ټولو تریخ حقیقت دی، چې د سترو قدرتونو جګړې د هغوی پر نقشه پیلېږي، خو بیه یې د نړۍ عام خلک پرې کوي. د انرژۍ د بحران د پای لپاره یوازې د نویو نفتو موندل بسنه نه کوي. د جګړو د پای ته رسولو لپاره د سیاسي زور پر ځای د خبرو د لارې غوره کولو، د سرچینو د عادلانه کارونې او د انرژۍ د بېلابېلو سرچینو رامنځته کولو ته اړتیا ده.
که نړۍ دا درس وانخلي، د نن ورځې کړکېچ به وروستی نه وي. هره بله جګړه، هر نوی بندیز او هره نوې هڅه چې د انرژۍ سرچینې د سیاسي واک وسیله وګرځوي، کولای شي د نړۍ اقتصاد د بلې څپې له ټکان سره مخ کړي. د نړۍ د انرژۍ اوسنی بحران یوازې د نفتو د کمښت کیسه نه ده، بلکې دا د ځواک، جګړې او سرچینو د واک کیسه ده. تر هغه چې د انرژۍ د امنیت په نوم جګړې کېږي، د نړۍ د انرژۍ امنیت به نه ټینګېږي ځکه هغه لاس چې د اور د مړ کولو دعوه کوي، که خپله ورته پوکی وهي، نو اور به لا پسې بلیږي او زیاتیږي.












































