میقات د المرصاد سمعي او بصري ویب
سه شنبه, سپتمبر 1, 2026
المرصاد
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

    د اسلام اباد برید او وروستي حقائق! مهالنۍ تبصره

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟   

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟  

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

  • خبرونه
    • ټول
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسلامي امارت هوايي ځواک نن شپه د بلوچستان ايالت د پشين د سرانانو په سيمه کې د افغاني اربکيانو  يو مهم مرکز هدف ګرځولی دی.

    د اسلامي امارت هوايي ځواک نن شپه د بلوچستان ايالت د پشين د سرانانو په سيمه کې د افغاني اربکيانو يو مهم مرکز هدف ګرځولی دی.

    د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې نیول شوی احمد کازانچي څوک دی؟

    د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې نیول شوی احمد کازانچي څوک دی؟

    خیبر قمبرخېلو په سیمه کې د داعشي خوارجو یو مهم مرکز د ډرون په بریدونو کې له منځه وړل شوی

    خیبر قمبرخېلو په سیمه کې د داعشي خوارجو یو مهم مرکز د ډرون په بریدونو کې له منځه وړل شوی

    په نړۍ او د مسلمانانو پر خاورو د اسلامي امارت اغېزې

    په نړۍ او د مسلمانانو پر خاورو د اسلامي امارت اغېزې

    د امنیت په رڼا کې د اختر ښکلا!

    د امنیت په رڼا کې د اختر ښکلا!

    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • ټول
    • جهادي لیکني
    • خوارج العصر
    • دیني لیکني
    • سیاسي لیکني
    نړۍ د انرژۍ په بحران کې!

    نړۍ د انرژۍ په بحران کې!

    د ایمان پلورونکو او بغاوتګرو د تاریخ تکرار

    د ایمان پلورونکو او بغاوتګرو د تاریخ تکرار

    داعش؛ کوم شریعت وړاندې کوي؟ پنځمه برخه

    داعش؛ کوم شریعت وړاندې کوي؟ پنځمه برخه

    ناوړه تبلیغات؛ د افغان دښمنو وروستۍ ناکامه هڅه!

    ناوړه تبلیغات؛ د افغان دښمنو وروستۍ ناکامه هڅه!

    پاکستان؛ د شر او فساد ډلو روزونکی!

    پاکستان؛ د شر او فساد ډلو روزونکی!

    امنیت او نظام جوړونه د معاصرې حکومتولۍ بنسټیز معیار

    امنیت او نظام جوړونه د معاصرې حکومتولۍ بنسټیز معیار

    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • ټول
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
    د شیخ محمد ادریس تقبله الله قاتلین څوک او چیرې دي؟

    د شیخ محمد ادریس تقبله الله قاتلین څوک او چیرې دي؟

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    داعش خوارج دي (د شهید شیخ رحیم الله حقاني رحمه الله ځانګړی بیان)

    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    د اتل او ننګیالي شهید حافظُ القرآن محمد ذاکر تقبله الله ژوند او کارناموته لنډه کتنه!

    د اتل او ننګیالي شهید حافظُ القرآن محمد ذاکر تقبله الله ژوند او کارناموته لنډه کتنه!

    د اتل او ننګیالي شهید احمد فرید احرار تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د اتل او ننګیالي شهید احمد فرید احرار تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د سنګرونو اتل او د نړېوال سياست ځلانده ستوری؛ شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله

    د سنګرونو اتل او د نړېوال سياست ځلانده ستوری؛ شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله

    د ملا اختر محمد منصور رحمه الله د رهبرۍ بصیرت او تاریخي کارنامې!

    د ملا اختر محمد منصور رحمه الله د رهبرۍ بصیرت او تاریخي کارنامې!

    شهید ملا اختر محمد منصور؛ هغه مجاهد چې په شهادت سره تلپاتې شو

    شهید ملا اختر محمد منصور؛ هغه مجاهد چې په شهادت سره تلپاتې شو

  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি
هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ

اجمل غزنوي

Share on FacebookShare on Twitter

نړۍ د انرژۍ له داسې کړکېچ سره مخ ده، چې د نفتو د بیې، تولید او لېږد له عادي ستونزې څخه ډېر پراخ مفهوم لري. د نړۍ د اقتصاد یو له تر ټولو مهمو بنسټونو سره جګړه، ځواک، بندیزونه او د سترو هېوادونو سیاسي موخې داسې غوټه شوې دي، چې د یوې سیمې پوځي شخړه کولای شي زرګونه کیلومتره لرې د خلکو پر ژوند، بازارونو او اقتصادي راتلونکي اغېز وکړي.

د رویټرز د وروستي راپور له مخې د جګړو او شخړو له اغېزمنو هېوادونو څخه په ۲۰۲۵م کال کې هره ورځ شاوخوا ۴۵ میلیونه بېرله نفت تولید شوي، چې د نړۍ د ټولو نفتو له ۴۳ سلنې څخه زیاته برخه جوړوي. ایران، روسیه، لیبیا او وینزویلا د دې لویې برخې له مهمو سرچینو څخه دي. راپور په ډاګه کوي، چې د جګړو له امله د نفتو پر تولید، لېږد او د تصفیې پر وړتیاوو فشار زیات شوی او د نړۍ د انرژۍ بازار له بې‌ساري فشار سره مخ دی.

ورته مقالې

د ایمان پلورونکو او بغاوتګرو د تاریخ تکرار

داعش؛ کوم شریعت وړاندې کوي؟ پنځمه برخه

ناوړه تبلیغات؛ د افغان دښمنو وروستۍ ناکامه هڅه!

خو دلته د بحث تر ټولو مهم اړخ دا دی، چې د انرژۍ د اوسني کړکېچ ټول مسوولیت یواځې پر جګړه‌ځپلو هېوادونو نه شي اچول کېدای. د نړۍ هغه ستر ځواکونه چې د انرژۍ د نړیوال امنیت، ازادې سوداګرۍ او د سمندري لارو د خوندي ساتلو خبرې کوي، په خپله د همدې کړکېچ په رامنځته کولو او پراخولو کې رول لري. په ځانګړي ډول د امریکا او اسراییلو له خوا پر ایران د بریدونو له پیل وروسته د نړۍ د انرژۍ له تر ټولو مهمو لارو یوه له سختې ګډوډۍ سره مخ شوه. رویټرز وايي: د هرمز تنګي له لارې تر جګړې وړاندې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه نفت او د مایع شوي طبیعي ګازو ستره برخه لېږدېده.

دلته د نړۍ د انرژۍ د کړکېچ اصلي تناقض راڅرګندېږي: هغه ځواک چې د نړۍ د انرژۍ د امنیت د ساتنې دعوه کوي، د داسې جګړې په منځ کې ښکېل دی، چې د نړۍ د انرژۍ یوه حیاتي لاره یې له خطر سره مخ کړې ده. که د انرژۍ امنیت د نړیوالو سمندري لارو په پرانیست پاتې کېدو پورې تړلی وي، نو د جګړې د پراخولو هره پرېکړه د همدې امنیت پر وړاندې مستقیم ګواښ دی.

ایران هم په غبرګون کې په هرمز تنګي کې تګ راتګ محدود کړ. د رویټرز په راپورونو کې راغلي، چې د تنګي د تګ راتګ بهیر سخت کم شوی او د نفتو د لېږد کچه د جګړې له پیل مخکې له کچې ډېره راټیټه شوې ده. د امریکا او ایران ترمنځ د محاصرې، ګواښونو او متقابلو پوځي اقداماتو دوام د نفتو بازار له داسې بې‌ثباتۍ سره مخ کړی، چې د هرې نوې جګړه ییزې پېښې پر وړاندې د بیو د لوړېدو وېره پیدا کیږي.

نو که څوک یوازې دا ووایي، چې ایران هرمز تړلی او د نړۍ د انرژۍ بازار یې ګډوډ کړی؛ د پېښې نیمایي انځور وړاندې کوي. اصلي پوښتنه دا ده، چې ولې هرمز وتړل شو؟ د جګړې لړۍ له کومه ځایه پیل شوه؟ او هغه ځواکونه چې د جګړې د پراخېدو توان لري، د دې وضعیت په رامنځته کېدو کې څومره ونډه لري؟

دا پوښتنې ځکه مهمې دي، چې د انرژۍ بازار له سیاست څخه جلا نه دی. کله چې د نړۍ ستر ځواکونه پر نفت تولیدوونکو هېوادونو پوځي، اقتصادي او سیاسي فشار زیاتوي، د انرژۍ بازار هم ورسره اغېزمنېږي. بندیزونه د نفتو رسونه محدودوي، جګړه د تولید او تصفیې مرکزونه زیانمنوي او پوځي ګواښونه د لېږد لارې ناامنه کوي. پایله یې بیا د نړۍ د بازارونو بې‌ثباتي ده.

د وینزویلا بېلګه هم د همدې پراخې معادلې یوه مهمه برخه ده. وینزویلا د نړۍ تر ټولو سترې نفتې زېرمې لري. د امریکا حکومت په ۲۰۲۶م کال کې د وینزویلا پر نفتو خپل فشار او نفوذ پراخ کړی او اوس د دې هېواد د نفتو په ځینو برخو کې د اوږدمهاله لاسرسي او ونډې لپاره خبرې هم روانې دي. رویټرز د اګست په ۲۷مه راپور ورکړ، چې د امریکا حکومت د وینزویلا له لنډمهاله حکومت سره د دې هېواد د نفتو په ځینو زېرمو کې د ونډې اخیستو پر یوې معاملې خبرې کوي خو راپور ټینګار کوي، چې تړون لا بشپړ شوی نه دی.

دا مساله د نړۍ د انرژۍ په اوسني بحث کې یوه مهمه پوښتنه راپورته کوي: ایا د انرژۍ امنیت د ټولو هېوادونو ګډ امنیت دی، که د سترو قدرتونو لپاره د سرچینو د کنټرول وسیله؟ که د انرژۍ امنیت رښتیا د نړیوالې همکارۍ موضوع وي، نو د نفتو د سرچینو پر سر سیاسي فشار، پوځي مداخله او د کمزورو هېوادونو د انرژۍ د شتمنیو د کنټرول هڅې باید د حللارې برخه ونه ګڼل شي. برعکس همدا کارونه د بحران ریښې ژوروي.

د نړۍ د انرژۍ اوسنی کړکېچ یوازې د تولید د کمېدو له امله نه دی رامنځته شوی، د تصفیې وړتیا هم زیانمنه شوې ده. د رویټرز د وروستیو معلوماتو له مخې د جګړو او بریدونو له امله د نړۍ د نفتو د تصفیې وړتیا د پام وړ راټیټه شوې او د ۲۰۲۶م کال په اګست کې د نړۍ د تصفیې ورځنی بهیر د تېر کال د همدې مودې په پرتله شاوخوا څلور میلیونه بېرله کم و. پایله یې د خامو نفتو تر کمښت زیات د چمتو شویو سون توکو د کمښت اندېښنه ده.

همدا ټکی د بحران اصلي ژورتیا څرګندوي. نړۍ یوازې خام نفت نه غواړي؛ نړۍ پټرول، ډیزل، د الوتکو سون توکي او نور چمتو شوي سون توکي غواړي. که د تصفیې مرکزونه له کاره ولوېږي، د خامو نفتو موجودیت هم د خلکو ستونزه نه حل کوي. نفت باید تولید، انتقال، پاک او بیا بازار ته ورسول شي. د دې کړۍ هره برخه چې زیانمنه شي، ټول نظام اغېزمنېږي.

له همدې امله د انرژۍ بحران د نړۍ پر اقتصاد څو اړخیز فشار راوړي. د سون توکو بیې لوړېږي، د لېږد لګښتونه زیاتېږي، د صنعت د تولید بیه پورته ځي، د خوراکي توکو د انتقال مصارف ډېرېږي او د خلکو د ژوند عمومي لګښت لوړوي. په کمزورو اقتصادونو کې دا فشار لا خطرناک دی، ځکه هلته د خلکو عایدات د بیو د لوړېدو په اندازه نه زیاتېږي. خو د دې بحران تر ټولو لویه سیاسي پایله دا ده، چې نړۍ ته یې د «انرژۍ د واک» نوې څېره ښکاره کړه. څوک چې نفت لري، د نړۍ پر اقتصاد اغېز لري. څوک چې د نفتو د لېږد لاره کنټرولوي، د بازار پر ساه اغېز لري او څوک چې دواړه لري، د نړیوال سیاست په ډګر کې د فشار پیاوړی ځواک لري.

له همدې امله هرمز یوازې یو تنګی نه دی، وینزویلا یوازې یو نفت تولیدوونکی هېواد نه دی، ایران یوازې یو سیمه ییز ځواک نه دی او خلیج یوازې د نفتو د څاه‌ګانو مجموعه نه ده. دا ټول د نړۍ د اقتصادي ځواک د وېش په نقشه کې مهم ځایونه دي. د انرژۍ اوسنی بحران نړۍ ته یو بل حقیقت هم وریادوي، چې د نړۍ د انرژۍ امنیت د یوې یا دوو سترو قدرتونو په پوځي ځواک نه شي تضمینېدای. که د یوه هېواد د انرژۍ د امنیت لپاره د بل هېواد جګړه، محاصره او اقتصادي کمزوري د لارې په توګه غوره شي، نو دا امنیت نه دی؛ دا د بحران د بل پړاو پیل دی.

رښتینی امنیت هغه وخت رامنځته کېږي، چې د انرژۍ سرچینې متنوعې شي، د لېږد لارې خوندي وي، هېوادونه له یوه محدود مسیر سره تړلي نه وي او د نړۍ لوی قدرتونه د سرچینو د کنټرول پر ځای د سرچینو د عادلانه او خوندي کارونې لپاره ګډ اصول جوړ کړي. له دې سره د نړۍ لپاره د انرژۍ د نورو سرچینو پراختیا هم اړینه ده. د لمر، باد او اوبو له ځواک څخه د برېښنا تولید، د انرژۍ د زېرمو پراخول او د بدیلو لېږد لارو جوړول کولای شي د یوې سیمې له جګړې سره د نړۍ د ټول اقتصاد تړاو کم کړي خو دا بهیر وخت غواړي، تر هغه وخته نفت لا هم د نړۍ د اقتصاد له مهمو ستنو څخه دی او د هغه د تولید او لېږد امنیت له نړیوال ثبات سره تړلی پاتې کېږي.

په همدې ځای کې د امریکا او نورو سترو قدرتونو د سیاستونو ارزونه اړینه ده. که واشنګټن له یوې خوا د نړۍ د انرژۍ د بازار د ثبات خبره کوي او له بلې خوا په نفت‌تولیدوونکو هېوادونو کې پوځي او اقتصادي فشار زیاتوي، نو نړۍ حق لري وپوښتي، چې د دې سیاست اصلي موخه څه ده؟ د انرژۍ امنیت که د انرژۍ پر سرچینو او لارو د لا زیات نفوذ ترلاسه کول؟

د وینزویلا د نفتو په اړه روانې خبرې او د ایران جګړه دا پوښتنه لا جدي کوي. په وینزویلا کې د اوږدمهاله نفتې لاسرسي لپاره خبرې او په ایران کې جګړه د نړۍ په دوو مهمو نفت‌لرونکو سیمو کې د امریکا د پراخېدونکي نفوذ دوه بېلابېل مخونه ښيي. البته دا باید له واقعیت څخه جلا نه شي، چې د وینزویلا معامله لا بشپړه شوې نه ده او رویټرز وايي، چې د هغې په هکله خپلواک تایید لا نه لري.
خو د بحث اساسي ټکی پر یوه تړون نه راڅرخي. اصلي مساله د نړۍ د انرژۍ پر سرچینو د ځواک د وېش راتلونکی دی.

که د انرژۍ سرچینې د سیاسي فشار او پوځي سیالۍ په مرکز بدلېږي، نو د نړۍ اقتصاد به تل د بلې جګړې له وېرې سره ژوند کوي. او که د انرژۍ بازار د سولې پرځای د جګړې تابع شي، د نفتو بیه به یوازې په پیسو نه سنجېږي، بلکې د جګړې د هرې پرېکړې سیاسي او انساني بیه به هم ورسره مل وي. د نن ورځې نړۍ له یوه خطرناک تناقض سره مخ ده او هغه دا چې د نړۍ اقتصاد د انرژۍ ثبات غواړي، خو د انرژۍ ډېری سرچینې د هغو سیمو په لاس کې دي، چې د سترو قدرتونو د سیالیو مرکزونه دي. نړۍ د خوندي سمندري لارو غوښتنه کوي، خو هماغه لارې د جګړو او پوځي ګواښونو تر سیوري لاندې دي. نړۍ د ارزانه نفتو غوښتنه کوي، خو د نفتو پر سرچینو او بازارونو سیاسي فشارونه ورځ تر بلې زیاتېږي.

نو د انرژۍ د اوسني بحران په اړه رښتینې شننه باید یوازې دا ونه وایي، چې «جګړه د نفتو بازار ګډوډوي». باید دا هم وپوښتي، چې جګړې څوک پیلوي، څوک یې پراخوي، څوک ترې اقتصادي ګټه اخلي او د دې جګړو اقتصادي بیه څوک ورکوي؟
د دې پوښتنو له ځواب پرته د انرژۍ د بحران تحلیل نیمګړی دی.

نن د نړۍ عادي انسان د هرمز تنګي په جغرافیه کې ژوند نه کوي، نه د وینزویلا د نفتو په څاه کې کار کوي او نه د ایران په جګړه کې ښکېل دی، خو د جګړې اغېز یې په خپل بازار، د سون توکو په بیه او د ژوند په لګښت کې ویني. همدا د نړیوال اقتصاد تر ټولو تریخ حقیقت دی، چې د سترو قدرتونو جګړې د هغوی پر نقشه پیلېږي، خو بیه یې د نړۍ عام خلک پرې کوي. د انرژۍ د بحران د پای لپاره یوازې د نویو نفتو موندل بسنه نه کوي. د جګړو د پای ته رسولو لپاره د سیاسي زور پر ځای د خبرو د لارې غوره کولو، د سرچینو د عادلانه کارونې او د انرژۍ د بېلابېلو سرچینو رامنځته کولو ته اړتیا ده.

که نړۍ دا درس وانخلي، د نن ورځې کړکېچ به وروستی نه وي. هره بله جګړه، هر نوی بندیز او هره نوې هڅه چې د انرژۍ سرچینې د سیاسي واک وسیله وګرځوي، کولای شي د نړۍ اقتصاد د بلې څپې له ټکان سره مخ کړي. د نړۍ د انرژۍ اوسنی بحران یوازې د نفتو د کمښت کیسه نه ده، بلکې دا د ځواک، جګړې او سرچینو د واک کیسه ده. تر هغه چې د انرژۍ د امنیت په نوم جګړې کېږي، د نړۍ د انرژۍ امنیت به نه ټینګېږي ځکه هغه لاس چې د اور د مړ کولو دعوه کوي، که خپله ورته پوکی وهي، نو اور به لا پسې بلیږي او زیاتیږي.

شریکټویټ
مخکینی پوسټ

د ایمان پلورونکو او بغاوتګرو د تاریخ تکرار

ورته مقالې

خارجي و افراطي فکر او جهادي تحریکات
خوارج العصر

خارجي و افراطي فکر او جهادي تحریکات

فبروري 7, 2024
دیني لیکني

له رسول الله نه د هغه د بيبيانو غوښتنې

دسمبر 31, 2022
د نظریاتي مقاومت لومړنۍ سفارتي بریا!
سیاسي لیکني

د نظریاتي مقاومت لومړنۍ سفارتي بریا!

جولای 5, 2025
داعش هيڅکله پر افغان ولس حکمراني نشې کولای! دویمه برخه
خوارج العصر

داعش هيڅکله پر افغان ولس حکمراني نشې کولای! دویمه برخه

دسمبر 7, 2024
داعش له وحشت، ظلم او وژنې پرته بل څه وکړل؟
خوارج العصر

داعش له وحشت، ظلم او وژنې پرته بل څه وکړل؟

نوومبر 6, 2024
له اوج تر زواله؛ لس کاله وروسته د داعش د بشپړې ماتې روایت لومړۍ برخه
خوارج العصر

له اوج تر زواله؛ لس کاله وروسته د داعش د بشپړې ماتې روایت لومړۍ برخه

دسمبر 11, 2025

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • مشهور
  • تبصرې
  • وروستي
د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

جون 22, 2026
په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

اگست 7, 2024
د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

مارچ 24, 2024
پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

مارچ 25, 2024
صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

2

”د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشیانو والي وژل شوی“

2

داعش او د بلوڅانو قتل عام

1

د المرصاد ازاده او خپلواکه ویب پاڼه پر لیکه شوه

1
نړۍ د انرژۍ په بحران کې!

نړۍ د انرژۍ په بحران کې!

سپتمبر 1, 2026
د ایمان پلورونکو او بغاوتګرو د تاریخ تکرار

د ایمان پلورونکو او بغاوتګرو د تاریخ تکرار

اگست 31, 2026
داعش؛ کوم شریعت وړاندې کوي؟ پنځمه برخه

داعش؛ کوم شریعت وړاندې کوي؟ پنځمه برخه

اگست 31, 2026
ناوړه تبلیغات؛ د افغان دښمنو وروستۍ ناکامه هڅه!

ناوړه تبلیغات؛ د افغان دښمنو وروستۍ ناکامه هڅه!

اگست 30, 2026

Popular Stories

  • د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کله چې د خوارجو توره د امام ابو حنیفه مخې ته خم شوه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کتابتون
د المرصاد اړیکه: info@almirsaad.com

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.