د پاکستان پوځي رژیم په دې ورځو کې تر بل هر وخت زیات د کورني بحرانونو په یوه ژور دلدل کې لاس او پښې وهي. اقتصادي ګډوډي، ولسي ناخوښي، د فرقهییزو تاوتریخوالو زیاتوالی او د هېواد په بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلهوالو مخالفو ډلو راڅرګندېدل، دا څرګندوي چې دغه رژیم له سختو ستونزو او بېثباتۍ سره مخ دی.
د پاکستان پوځ، چې له لسیزو راهیسې یې ځان د دغه هېواد د امنیت او ثبات ساتونکی باله، اوس د مخالفو ډلو د بریدونو او ولسي اعتراضونو له پراخې څپې سره مخ دی او د کورنیو حالاتو د کنټرول وړتیا یې تر پوښتنې لاندې راغلې ده. په داسې شرایطو کې، د پاکستان رژیم د عامه افکارو د فشار د کمولو لپاره، له دې پرته بله لار نه ویني چې خپلې ناکامۍ د خپل ختیځ ګاونډي پر لور ورواړوي او د افغانستان د بېدفاع ولس، په ځانګړي ډول د فرضي کرښو د بېګناه اوسېدونکو پر وړاندې په تېریو او جنایتونو سره، خپلې کمزورۍ او ناکامۍ پټې کړي.
تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډله، چې نن د اسلامآباد لپاره په یوه جدي ننګونه بدله شوې ده، په حقیقت کې د پاکستاني رژیم د هغو ناسمو او ظالمانه سیاستونو پایله ده چې کلونه یې پر خپلو خلکو عملي کړي دي. دغه ډله له افغانستانه وارد شوې پدیده نه ده؛ بلکې د هغو پوځي عملیاتو، بېعدالتۍ او ظلم زېږنده ده چې د پاکستان پر قبایلي سیمو او خلکو تپل شوي دي.
که نن ټي ټي پي ډله د پاکستاني رژیم پر ضد راپورته شوې ده، نو دا د پوځ او د اسلامآباد د حکومت د هغو ظالمانه کړنو مستقیمه پایله ده چې پر خپلو خلکو یې ترسره کړې دي. څنګه کېدای شي له هغو خلکو تمه وشي چې د لسیزو لپاره د پوځي واکمنۍ تر فشار او ځپنې لاندې ژوند کړی، چوپ پاتې شي؟ د پاکستان رژیم، چې په سیمه کې یې د وسلهوالو ډلو ملاتړ کړی او وروسته یې خپل ولس ځپلی، په حقیقت کې د بغاوت تخمونه په خپله خاوره کې پخپله کرلي دي.
د پاکستان فاسد او ناکام رژیم، د دغه کورني توپان څخه د خلاصون لپاره، له دې پرته بله لاره نه ویني چې خپلې ناکامۍ افغانستان ته متوجه کړي. دوی د هوايي او توپچي بریدونو له لارې د افغانستان فرضي کرښو ته نږدې سیمو کې ملکي وګړي په نښه کوي، څو له یوې خوا خپل ولس د ترهګرۍ ضد جګړې تر شعار لاندې را وپاروي او له بلې خوا د ټي ټي پي پر وړاندې خپله بېوسي د ځواک د نندارې په وسیله جبران کړي. دا هغه زوړ او زنګوهلی تاکتیک دی چې کمزورو او ناتوانه رژیمونو د تاریخ په اوږدو کې ترې کار اخیستی دی. دوی د دې پر ځای چې خپل کورني بحرانونه حل کړي، د خپلو ناکامیو بار د ګاونډیو پر مظلومو ولسونو اچوي او د افغان ماشومانو او بزګرانو په وینو غواړي خپل ککړ انځور سپین کړي.
خو تر ټولو مهم ټکی چې باید ورته پام وشي، دا دی چې تحریک طالبان پاکستان او نورې مخالفې ډلې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري. دغه ډلې د پاکستان په خاوره کې رامنځته شوې دي او ریښې یې د همدې هېواد په کورنیو ستونزو کې دي. افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې نه یوازې دا چې هېڅکله د دغو ډلو ملاتړ نه دی کړی، بلکې په کراتو یې اعلان کړی چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکاروي.
د اسلامي امارت ویاند هم په څرګندو ټکو ویلي دي چې: «افغانستان د پاکستان په کورنیو ستونزو کې هېڅ رول نه لري او دا د پاکستان حکومت دی چې باید د خپلو ستونزو د حل لپاره فکر وکړي.» پر افغانستان د پاکستان رژیم بریدونه یوازې د دې رژیم د ناتوانۍ د پټولو لپاره یوه پرده ده او هېڅ ډول حقوقي، انساني او اسلامي توجیه نه لري.
د پاکستان کورني کړکېچونه تر دې کچې رسېدلي چې د دغه هېواد پوځ ورځ تر بلې له خپل اغېزناک ځواک څخه لرې کېږي. مخالفې ډلې پراخې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي او د اسلامآباد حکومت د هغوی پر وړاندې د مقابلې توان نه لري. په داسې ګډوډو شرایطو کې، د پاکستان رژیم د عقلانیت او اصلاح پر ځای، د خپلو ګاونډیانو په وینو ځان سینګاروي. خو دا نقاب به ژر یا وروسته له څېرو وغورځي او د افغانستان مظلوم ولس به د دغو ظالمانه تېریو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي. الله تعالی په قرآن عظیمالشان کې فرمایي: «إِنَّ اللَّهَ لَا یُحِبُّ الْمُفْسِدِینَ»؛ یعنې الله تعالی جلجلاله فساد کوونکي نه خوښوي او د ظالمانو او فسادګرو پایله له تباهۍ پرته بل څه نه ده.
په پایله کې، باید وویل شي چې د پاکستان رژیم نن په ښه توګه درک کړې ده چې د خپلو پولو دننه راولاړ شوی توپان، له افغانستان څخه د هر ډول خیالي ګواښ په پرتله خورا خطرناک دی. دوی په هر برید سره نه یوازې خپلې کورنۍ ستونزې او ټپونه لا ژوروي، بلکې د افغانستان د ملت کرکه او ناخوښي هم د ځان پر وړاندې زیاتوي. دغه رژیم، چې یو وخت د سیمهییزو معادلو د یوه ماهر لوبغاړي په توګه پېژندل کېده، نن دومره د خپلو بېبنسټه او جنایتکارانه پرېکړو په ګرداب کې ډوب شوی چې له هغه څخه د وتلو هره لار د فکر او چلند بنسټیز بدلون ته اړتیا لري.
خو تر هغې ورځې پورې، د افغان ماشومانو او بزګرانو پاکه وینه به د یوه روښانه مشعل په څېر د تاریخ په تیارو کې د دغه رژیم اصلي څېره روښانه کړي او راتلونکو نسلونو ته به یې د سقوط او رسوایۍ د یوې بېلګې په توګه ور وپېژني. ځکه هغه نظام چې له زغم، روادارۍ او انسانیت څخه تش وي، ان له خپلې تباهۍ څخه هم عبرت نه اخلي. دا هغه حقیقت دی چې د پاکستان رژیم، سره له دې چې د پټولو لپاره یې هر ډول هڅې کړې، بیا هم د تاریخ په پاڼو کې د خپلو کړنو لړۍ روانه کړې.










































