افغانستان د آسیا په زړه کې پروت هغه هېواد دی چې د خپل ستراتیژیک موقعیت، خپلواکۍ غوښتونکي ولس او ژور تاریخي میراث له امله د نړۍ په تاریخ کې ځانګړی ځای لري. د دې خاورې تاریخ یوازې د پاچاهانو او جګړو تاریخ نه دی، بلکې د خپلواکۍ، مقاومت، زغم او ملي هویت تاریخ هم دی. د تاریخ په اوږدو کې ګڼو بهرنیو ځواکمنو امپراتوریو هڅه کړې چې افغانستان تر خپل واک لاندې راولي، خو د افغان ولس د کلک مقاومت له امله یې خپلې موخې په بشپړه توګه نه دي ترلاسه کړې همدا حقیقت د نړۍ د تاریخ په ګڼو پاڼو کې ثبت دی.
د لرغوني تاریخ له مخې، د سکندر مقدوني لښکر هم د دې خاورې له سخت مقاومت سره مخ شو. له هغه وروسته د بېلابېلو واکمنیو ترمنځ جګړې روانې پاتې شوې، خو د افغانستان غرونو، درو او خلکو تل د خپلواک ژوند اراده ساتلې ده، په نولسمه پېړۍ کې د انګريزانو سره د جګړې پر مهال افغانانو د خپل استقلال لپاره سترې قربانۍ ورکړې. د دغو مبارزو پایله دا شوه چې افغانستان خپلواکي وساتله او د نړیوالو اړیکو په ډګر کې یې خپلواک دریځ خپل کړ.
په شلمه پېړۍ کې د شوروي اتحاد یرغل پر افغانستان هم د اوږدې جګړې لامل شو. جګړې دواړو خواوو ته درانه زیانونه ورسول او په پای کې بهرني ځواکونه ووتل. وروسته په افغانستان کې د ناټو او امریکا جګړې شل کلنه دوره هم د سختو جګړو، لویو بشري او اقتصادي زیانونو شاهده وه.
افغان ولس چې تل يې د خپل هېواد له خپلواکۍ او ملي عزت څخه دفاع کړې، خو په عین وخت کې د سولې، ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام غوښتونکی هم دی. تاریخ ښيي چې هر هغه ځواک چې د افغانستان د خلکو اراده یې له پامه غورځولې، له اوږدمهاله ننګونو سره مخ شوی دی. له همدې امله، د هر هغه بهرني لوري لپاره چې د افغانستان په اړه پرېکړې کوي، د دې خاورې د تاریخي تجربو درک مهم دی. د تېرو تجربو مطالعه دا څرګندوي چې د متقابل احترام، سیاسي تفاهم او سولهییزو لارو غوره کول د شخړو د دوام په پرتله اغېزمنه او پایېدونکې لار ده.
تاریخ د عبرت کتاب دی. هغه څوک چې له تاریخه زده کړه کوي، د راتلونکو تېروتنو مخه نیسي؛ او هغه چې تاریخ له پامه غورځوي، ډېر وخت د هماغو تجربو له تکرار سره مخ کېږي. افغانستان د همدې تاریخي حقیقت ژوندۍ بېلګه ده. افغان ولس هغه ملت دی چې د خپل اوږد تاریخ په اوږدو کې یې د بېلابېلو امپراتوریو، یرغلګرو او زورواکو پوځونو پر وړاندې مقاومت کړی، قربانۍ یې ورکړې او د خپل عزت، خپلواکۍ او ملي هویت ساتنه یې کړې ده.
همدې تاریخي تجربو افغان ولس ته دا درس ورکړی چې ستونزې، جګړې او فشارونه موقتي وي، خو ملي اراده او ایمان تل پاتې وي، او همداراز د هر ډول نظامي فشار پر وړاندې خپل مورال وساتي او د وېرې پر ځای د زغم، استقامت او مقاومت لار خپله کړي.
د پاکستان پوځي رژيم په تېرو میاشتو کې پر افغانستان د وحشيانه هوايي بریدونو په ترسره کولو سره هڅه کړې چې خپلې امنیتي ستونزې له پولې هاخوا انتقال کړي. خو دا تګلاره نه یوازې بریالۍ نه ده شوې، بلکې دوه اړخیزې اړیکې یې لاپسې زیاتې کړکېچنې کړې، سیمه ییز ثبات یې له ګواښ سره مخ کړی او د پاکستان کورنۍ ناکامۍ یې لا څرګندې کړې دي
د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۸مه، د پاکستان پوځي رژيم پر پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل چې پر استوګنیزو سیمو یې بمباري وشوه. د اسلامي امارت د وياند مولوي ذبيح الله مجاهد په وينا، په دې بریدونو کې ۳۶ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان پکې شامل وو، شهیدان شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.
دا یوازې یوه پېښه نه ده. د ۲۰۲۶ کال د مارچ په ۱۶مه، په کابل کې د معتادینو درملنې پر مرکز برید چې له ۴۰۰ ډېرو وګړو ژوند يې واخیست. د ۲۰۲۶ کال د فبروري په میاشت کې، فرضي کرښې ته نږدې ړندو بمباريو لسګونه کسان شهیدان کړل. د ۲۰۲۶ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې، یوناما له ۷۵۰ ډېر ملکي تلفات ثبت کړي دي چې د پاکستان د بریدونو له امله رامنځته شوي دي.
پوځي رژیم که فکر کوي چې د بمبارونو، توغندیو، او د ملکي وګړو په شهيدانولو سره به د افغان مجاهد ملت اراده ماته کړي، باید د تاریخ پاڼې یو ځل بیا ولولي. زور، تاوتریخوالی او د بې ګناه انسانانو وژل هېڅکله د یوه ملت فکر، عقیده او ملي هوډ نه شي بدلولای افغان ولس د سولې غوښتونکی دی، خو سوله د کمزورۍ په معنا نه ده. هر ملت د خپل هېواد، خپلواکۍ او خاورې د دفاع حق لري. هر هغه څوک چې د افغانانو پر خاوره د زور ازموینه کوي، باید د تاریخ له پاڼو زده کړه وکړي؛ ځکه دا خاوره د اشغال، تېري او ظلم پر وړاندې د مقاومت اوږد او روښانه تاریخ لري.
همداراز که د پاکستان پوځي رژيم په رښتیا د خپلې خاورې د امنیت غوښتونکی وي، نو باید د خپلو کورنیو امنیتي نیمګړتیاوو حل په خپل هېواد کې ولټوي، نه دا چې د افغانستان پر خاوره د زور او تاوتریخوالي سیاست عملي کړي. د نورو هېوادونو پر خاوره بریدونه د ستونزو د حل پر ځای سیمه لا بېثباته کوي او اور يې د افغانستان پر ځای پاکستان سوځوي.
پاکستانی پوځي رژيم باید درک کړي چې د ولسونو ترمنځ دښمني جوړول، د جګړې اور بلول او د ملکي وګړو قرباني کول نه یوازې سیمه ییز ثبات ته زیان رسوي، بلکې د خپل هېواد نړیوال اعتبار هم زیانمنوي. د زور سیاست تل موقتي وي، خو د ولسونو حافظه اوږده ده او د ظلم هره پېښه د تاریخ په حافظه کې ثبتېږي. او همدا ډول که پوځي رژيم دا تصور کوي چې د افغانانو پر کورونو بریدونه، د ماشومانو او ښځو شهيدانول او د فرضي کرښي بې ثباته کول به افغان ولس تسلیم کړي، نو دا تصور له واقعیت سره سمون نه لري. افغان ولس د خپل تاریخ په اوږدو کې له ډېرو سترو ازموینو تېر شوی او هر ځل یې له سختو شرایطو وروسته خپل ملي یووالی او استقامت ساتلی دی.
وحشي رژیم باید په دې هم پوه شي چې د بېګناه افغانانو د وینو په تویولو، د ماشومانو او ښځو په نښه کولو، د کورونو په ورانولو او د ملکي سیمو په بمبارولو سره به نه یوازې خپلې موخې ترلاسه نه کړي، بلکې د خپلو بادارانو د خوشحالولو په هڅه کې به هم پاتې راشي. هغه څوک چې د پردیو د خوښۍ لپاره خپل سیاست د زور، تاوتریخوالي او وینې تویولو پر بنسټ جوړوي، په حقیقت کې د خپل سیاسي اعتبار او راتلونکي د له منځه وړلو بنسټ ږدي، د افغان ولس پر وړاندې هر ډول تېری نه یوازې د دې ملت مقاومت پیاوړی کوي، بلکې د سیمې او نړۍ په کچه هم د دغه رژیم پر اعتبار او حیثیت منفي اغېز پرېباسي.
د پردیو د خوښۍ لپاره د افغانانو پر وړاندې د زور کارول نه افتخار دی، نه بریا او نه هم هوښیار سیاست؛ بلکې دا د خپلواک تصمیم نیولو د کمزورۍ او د پردیو د اجنډاوو د تعقیب څرګندونه ده. په پای کې وحشي رژيم به دا درک کړې وي چې د افغانستان اسلامي امارت د هغو پخوانیو کمزورو حکومتونو په څېر نه دی چې په تېرو کلونو کې یې د پاکستان پر تېریو سترګې پټولې. بلکې اسلامي امارت روښانه کړې چې سره له دې چې سوله او خبرې يې لومړیتوب دی، خو د خپلې خاورې د حاکمیت او د خپلو ملکي وګړو د ساتنې لپاره به په خپل ټول توان او پوره ميړانه سره يرغلګرو ته غاښ ماتوونکي ځوابوونه ورکوي.











































