په ځمکه کې د قرنونو په تسلسل کې ډېر داسې رژیمونه او کړۍ تېرې شوې دي، چې ظاهري شکل او الګو به یې د مسلمانانو و، خو په باطن کې به د غرب، صلیب او یهودو د اهدافو او جګړو هډه او مرکز و. مسلمانان به یې د حق په وړاندې لمسول، د مسلمانانو ترمنځ به یې داخلي نفاق جوړاوه، د مسلمانانو خاورې، طبیعي زیرمې لوټلې او عقیدوي پیوستون به یې څېرې کاوه.
په شلمه پېړۍ کې دوه داسې ریاستونه جوړ شول، چې یو یې د مسلمانانو پام دښمنۍ ته واړوه او بل یې ظاهري شکل اسلامدوستۍ ته، خو په باطني لحاظ دواړه یوه پروژه وه او ده، چې یو یې په ښکاره مسلمانان وځپي او بل یې په پټه؛ کټ مټ د دې ښکارندویي روانه ده، چې د مسلمانانو سترګو ته خاورې وشیندي. اسرائیل او پاکستان د ځمکې پر مخ د غرب هغه پروژه ده، چې په اسیا کې د عجمو او منځني ختیځ د عربو پر خاورو باندې تسلط ټینګ کړي، د غربي امپراتورۍ په وړاندې د عجمو او عربو د مصروف کېدو او دفاع د هډو رول ولوبوي.
د پوښتنې مطلب همدا دی، چې څو ځله په پاکستان داخل او د افغانستان په خاوره کې دغه غربي رژیملاسپوڅو وحشت وکړ. د وحشت او ظلم په جریان کې چې دوی کوم باروتي مواد وکارول، ټول هغه مواد دي چې امریکا د فلسطین د مسلمانانو د ډلهییز قتلعام په خاطر اسرائیلو ته ورکړي دي. نن او پخوا هماغه باروت په افغانانو د پاکستان پوځي رژیم استعمال کړل. دغو باروتو د افغانستان مظلوم ماشومان، ښځې، سپینږیري او عام وګړي شهیدان او ټوټې ټوټې کړل.
نو ځکه باید په ښکاره دا درک کړو، چې یاد رژیم درد د ژبې او الفاظو دعوه او ادعا نه ده، بلکې د جوړښت سبب او وجه یې ده. افغانستان، پاکستان، کشمیر او بنګال مسلمانان به ځپي او داسې به یې قتل کوي، لکه اسرائیل چې د فلسطین مسلمانان قتلعام کوي.
ستاسو به فکر وي، څو ځلې په عامو خلکو او ولس بمبارونه وشول، په پاکستان کې دننه پښتونخوا قبایل تر باروتو او اورونو لاندې ونیول، د کشمیر مسلمانان یې قتلعام کړل او په فلسطین کې یې د اسرائیلو سره د همکارۍ او ګډ کرایي تړون په سبب له پنځلس زرو ډېر فلسطینیان شهیدان کړل. نړیوالو ټولنو او نورو تش په نوم غربي سازمانونو یوازې غندنه او د اهدافو په وړاندې غلط هدف په نښه کول وبلل. لکه څنګه چې مسلمانان او کفار د اسرائیلو ظلمونه یوازې غندي، همداسې د پاکستان رژیم کړنې تر غندنې مربوط دي، ځکه دغه دوه رژیمونه د غرب او سازمانونو دفاعي هډې دي، د دوی شتون او موجودیت د دوی د اهدافو دلایل ګرځېدلي دي.
دغه پوځ او رژیم هدف د مسلمانانو ځپنه ده، د مسلمانانو په خاورو او سیاستونو یې قبضه او اشغال دی. تاسې ته تاریخ شاهدِ حال دی، د افغانانو او خاورې د تجزیې پروژې یې په لار واچولې، د شر او فساد د ډلو د روزلو پروژې یې په لار واچولې او ان تر دې چې د خوارجو او داعش په نوم پروژه یې هم رامنځته کړه، د دې لپاره چې خپل وحشت او اشغالګر سیاست او ریاست پراخ کړي.
ځکه د پاکستان او اسرائیلو دا عادت دی، چې د پراخېدو لپاره له وحشت او ظلم څخه هرې لارې کار اخلي؛ په سبب د دې چې دوی د ځمکې په کره کې نښان او موجودیت نه لري، نه ټاکلي، کښلي، قانوني او په کروي نقشه کې سرحد او حدودات لري، نن به یې کښي، که په زور او ظلم وي او یا د امریکا په مشروعیت ټاپه وي.
پاکستان او اسرائیل هېواد نه دي، یوازې د شلمې پېړۍ د جبر او زور کښلي هډې دي، چې برتانیا، غرب او یهودو د خپلو اهدافو په خاطر جوړې کړي دي، نو ځکه د پروژې په نوم یادېږي او دي.










































