تېره ورځ د افغانستان او چین ترمنځ د واخان له لارې د ترانزیټي او سوداګریزې لارې رسمي پرانیسته وشوه. دا یوازې د یوې لارې پرانیستل نه دي، بلکې د افغانستان د اقتصاد او سیمهییز اتصال لپاره یو مهم او تاریخي ګام دی. افغانستان له جغرافیایي پلوه د سیمې په زړه کې پروت دی، او که له دې موقعیته په سمه توګه استفاده وشي، هېواد کولی شي د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ په یو مهم مرکز بدل شي.
د واخان له لارې له چین سره مستقیمه اړیکه زموږ سوداګرو ته د چین له ستر بازار سره د نښلېدو یوه نوې لاره برابروي. دا مسیر کولی شي د افغانستان د صادراتو لپاره په مناسبو او ارزانه قیمتونو نوي بازارونه پیدا کړي او افغان تولیدوونکو ته د خپلو محصولاتو د بهر ته رسولو زمینه اسانه کړي.
د دې لارې فعالېدل به د افغانستان د ترانزیټ عواید هم زیات کړي او د هېواد لپاره به د عاید یوه نوې سرچینه جوړه کړي. ورسره به د بدخشان، په ځانګړې توګه د واخان، په سیمه کې سوداګریز فعالیتونه زیات او د خلکو لپاره به د کار او اقتصادي فرصتونو زمینه پراخه شي. دا لاره افغانستان ته دا امکان هم ورکوي چې یوازې پر یوه یا دوو سوداګریزو مسیرونو تکیه ونه کړي، بلکې له بېلابېلو هېوادونو او بازارونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
که د لارې ترڅنګ سړکونه، ګمرکونه، لوژستیکي مرکزونه او نور اړین خدمات هم ورسره پراخ شي، واخان به د افغانستان لپاره په یوه مهم اقتصادي دهلیز بدل شي. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له برکته کولی شي د چین، مرکزي آسیا او جنوبي آسیا ترمنځ د سوداګرۍ په یوه مهمه کړۍ بدل شي.
د واخان لار یوازې د افغانستان او چین ترمنځ د تګ راتګ یوه لاره نه ده؛ دا د افغانستان لپاره د سیمې له لویو اقتصادي بازارونو سره د نښلېدو یوه مهمه دروازه ده. که دا مسیر په دوامدار ډول فعال شي او ورسره اړین سړکونه، ګمرکي اسانتیاوې او سوداګریز بنسټونه هم جوړ او پیاوړي شي، نو افغانستان کولی شي له خپل ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت څخه په اقتصادي ځواک بدلولو کې یو مهم ګام واخلي.
د دې لارې پرانیسته د دې پیغام هم لري چې افغانستان باید خپل جغرافیایي موقعیت یوازې د جغرافیې په توګه ونه ګوري، بلکې د سوداګرۍ، ترانزیټ او اقتصادي ودې لپاره ترې عملي استفاده وکړي. د واخان مسیر کولی شي د افغان سوداګرو لپاره نوې لارې پرانیزي، صادرات زیات کړي، د هېواد د ترانزیټ عواید لوړ کړي او افغانستان د سیمې د اقتصادي اتصال په نقشه کې لا مهم ځای ته ورسوي.
واخان دې یوازې یوه پرانیستل شوې لار نه، بلکې د افغانستان د اقتصادي ودې، سیمهییز اتصال او له نړیوالو بازارونو سره د نږدې کېدو د یوه دوامدار سفر پیل وي. په دې تاریخي او مهم ګام کې له ټولو هغو مسؤلینو او مشرانو څخه د زړه له کومې مننه کوو چې د واخان د دې مهم مسیر د پرانیستلو لپاره یې خپلې هڅې، وخت او توان په کار واچاوه او د افغان ملت او سوداګرو دغه خوب یې په حقیقت کړ.
د هېواد د پرمختګ لارې په همداسې عملي ګامونو هوارېږي. هیله ده دا بهیر همداسې دوام ومومي او د افغانستان د اقتصادي ودې او سیمهییز اتصال لپاره نورې دروازې هم پرانیستل شي. د سپېڅلي، بسیا، پرمختللي او همداسې خپلواک افغانستان په هیله.








































