د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا خپل لاسونه د بېګناه افغان ماشومانو او ښځو په وینو ککړ کړل. په داسې حال کې چې نړۍ په غزه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو ننداره کوي، پاکستان هم د بېدفاع افغانانو پر وړاندې هماغه وحشیانه تګلاره خپله کړې او د بشري قوانینو پر وړاندې یې هماغه بېپروایي ښودلې ده؛ داسې ښکاري، لکه قسم یې چې خوړلی وي چې د اسرائیلو له پیروۍ پرته به بل کار ته مخه نه کوي.
په وروستیو بریدونو کې پاکستاني جنګي الوتکو د افغانستان هوايي حریم نقض کړ او د کونړ د شلتن ولسوالۍ او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ استوګنیزې سیمې یې په نښه کړې. د اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد، اعلان وکړ چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ ملکي وګړي شهیدان، ۱۱ نور ټپیان او درې استوګنیز کورونه ویجاړ شوي دي. د دغو شمېرو تر شا هغه انسانان پراته دي چې یوازینی جرم یې په یوه سرحدي سیمه کې ژوند کول وو.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په سپینسترګۍ او بېشرمۍ ادعا کړې چې د ترهګرو پټنځایونه یې په نښه کړي او ۲۲ کسان یې وژلي دي. کوم ترهګر؟ کوم پټنځای؟ د سیمې ۳۲ کلن اوسېدونکي، محمد حبیب، له قربانیانو څخه یو تن داسې بېوزله او بېضرره انسان بللی چې په شپونۍ یې خپل ژوند تېراوه. سهار به یې خپلې وزې د څر لپاره ایستلې او ماښام به بېرته راستانولې. دغه بېچاره شپون، چې نه له تحریک طالبان پاکستان سره اړیکه لرله او نه له کومې بلې ډلې سره، یوازینی جرم یې دا و چې په هغه کور کې یې ژوند کاوه چې د پاکستان رژیم هغه د ترهګرو پټنځای بللی و.
وروستي بریدونه کومه جلا پېښه نه ده. په تېرو میاشتو کې د کونړ، پکتیکا، پکتیا، خوست او ننګرهار ځینې سیمې په وار وار د پاکستان د هوايي او توپچي بریدونو هدف ګرځېدلې دي. یوناما تایید کړې چې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له وروستیو څخه د مارچ تر لومړیو پورې لږ تر لږه ۱۸۵ ملکي افغانان وژل شوي یا ټپیان شوي دي چې ډېری قربانیان یې ښځې او ماشومان دي. د دغو بریدونو تکرار ښيي چې د افغانستان خلک د پاکستان د شخړو او امنیتي محاسبو بیه پرې کوي.
د پاکستان رژیم هماغه تګلاره تعقیبوي چې اسرائیل یې په غزه کې کاروي؛ لومړی یوه سیمه بمباروي، بیا په سپینسترګۍ او بېشرمۍ ادعا کوي چې ترهګر یې په نښه کړي دي. خو په واقعیت کې څه پاتې کېږي، د ماشومانو جسدونه او ویجاړ شوي کورونه. صهیونیستي رژیم هم څو څو ځله خپل بریدونه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په نوم توجیه کړي، خو پایله یې د استوګنیزو سیمو ویجاړول او د ګڼ شمېر ښځو او ماشومانو قرباني کېدل وو. اوس پاکستان هم هماغه لاره تعقیبوي. له همدې امله، د اسرائیلو آسیایي بڼې تعبیر، همدې چلند ته اشاره کوي.
د پاکستان اقتصاد د نړیوالو پورونو په مټ پر پښو ولاړ دی او پوځ یې حتا د خپلې پلازمېنې امنیت هم نه شي ټینګولای. دا کټ مټ د هغه رژیم چلند دی چې د خپل پای په درشل کې د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره هر ډول جنایت ته لاس اچوي. اسلامي امارت ټینګار کړی چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد پر وړاندې استفاده نه کېږي؛ خو په ورته وخت کې د افغانستان د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض هم نه مني. د دا ډول تېریو پر وړاندې غبرګون باید سنجول شوی، قاطع او د ملي ګټو پر بنسټ وي.
د پاکستان وروستي بریدونه یو روښانه پیغام لري؛ د افغانانو وینه بېارزښته نه ده او د ملکي وګړو د کورونو ویجاړول د پوځي ادعاوو په وسیله نه شي پټېدای. هغه رژیم چې د ماشومانو پر وینو ژوندی پاتې کېږي، بالاخره به په هماغو وینو کې ډوب شي. د اسرائیلو د جنایتونو هغه میراث چې پاکستان ته یې سرایت کړی، یوه ورځ به د همدې رژیم لمن هم ونیسي.











































