پاکستان د سیمې د یوه ستر هېواد په توګه د ګڼو قومونو ټاټوبی دی چې له کلونو راهیسې یې په وروۍ او خوښۍ سره ژوند کړی، دا نږدېوالی او وروري د هغوی ذاتي او طبیعي اړتیا وه او ده، خو پر دغه خاوره حاکم پوځي او استبدادي رژیم بیا ددې برعکس تل هڅه کړې چې ده چې د قومونو تر منځ اختلافات او فاصلې ایجاد کړي او په اصطلاح په خړو اوبو کې کبان ونیسي.
په دې لیکنه کې به لومړی ددې ناوړه لوبې د ثبوت او عملي بېلګو په اړه یو څه ووایو او وروسته به یې هغو پایلو ته اشاره وکړو چې پاکستانی رژیم یې په لنډ او اوږدمهاله واټن کې توقع لري. کارپوهان په دې اند دي چې د پاکستاني رژیم په نوي پلان کې پخواني اربکیان، شر او فساد د بلوڅانو او پښتنو په ضد استعمالېږي، یعنې پاکستان په شعوري ډول غواړي د دې دوو سترو قومونو تر منځ اختلافات ایجاد کړي.
که څه هم پاکستانی رژیم ځان ته د خلکو له خوا د یوه منتخب او یا ولس خوښي نظام په سترګه ګوري، خو حقیقت دا دی چې د پاکستان ټول رژیمونه تش ملکي بڼه لري، دغه استبدادي تناسب د پاکستان قومي انډول ته سخت زیان رسولی او په اصطلاح هغه دیموکراسي یې هم ننګولې ده چې رژیم یې غرب او امریکا ته د یوه متعدل غربي ډوله ماډل په توګه وړاندې کوي.
په دغه هېواد کې د قومي مشرانو د وژنې لړۍ اوږد او تور تاریخ لري او هر د سړی سړی د نامعلومو وسله والو په نوم ترور او تري تم شوی دی چې تر شا یې د پوځي رژیم برنامې دي او پر ځای یې داسې کسان د قومي مخورو، استازو او شخصیتونو په نوم ولسي واک او موقف ته رسول شوي دي چې د پوځي رژیم تابع او د خپل قوم دښمنان وي.
پاکستاني رژیم په بېلابېلو بهانو او تاکتیکونو د قومونو او قومي مخورو تر منځ اختلافاتو ته لمن وهلې او په یوه تازه ناوړه پروژه کې یې د بلوڅ ازادي غوښتونکو پر وړاندې د پخوانیو تښتېدلو اربکیانو، شر او فساد له عناصرو څخه لښکر او وسله والې ډلې جوړې کړې دي چې په قبایلو سیمو کې روزنه ورکوي او غواړي چې له دې لارې د بلوڅو او پښتنو دوه ستر قومونه یو بل ته په نا اعلان شوي وسله وال جنګ کې مخامخ کړي.
دا موضوع په خپل ذات کې ډېره حساسه ده، ځکه چې پښتنو او بلوڅو له پخوانه ورورولیزې اړیکې درلودې، د یووالي ځانګړې ورځ یې درلوده او دا قومي پیوستون تر دې حده پیاوړی دی چې د پاکستان د وخت رژیمونه یې هم ننګولي دي، خو اوس پاکستاني رژیم په شعوري ډول غواړي چې دواړه قومونه سره وجنګوي او له داسې کرايي جنګیالیو څخه د ابرازو په توګه استفاده وکړي چې خاوره او هېواد نه لري، خو د بې هدفه جګړو لپاره روزل شوي دي، دوی چې یو وخت په افغانستان کې د امریکايي اشغالګرو د ګوډاګیانو په توګه جنګېدل او خپل ولس یې واژه، اوس د پاکستان پوځي رژیم تر روزنه او چتر لاندې د یوه داسې قوم او وسله والو پر ضد جګړه کوي چې د خپلو حقونو او خوندیتوب لپاره د پاکستاني رژیم پر وړاندې جنګېږي، خو رژیم یې پر وړاندې بې وسه دی او غواړي چې جګړې ته قومي رنګ ورکړي.
پاکستان له دې ناوړه اقدام څخه څه موخه لري؟
لومړی خو تر ټولو وړاندې باید دا ومنو چې پاکستان نن سبا له بشپړې امنیتي بې ثباتۍ سره مخ دی، د یوه حکومت په توګه یې ورو ورو د مشروعیت لمن ور ټولېږي، د بلوڅ وسله والو، ټي ټي پي او په خپل لاس د نورو روزل شوو ډلو له ګواښ سره مخ دی، دا نیمګړتیا او ماته یې نور له ولس څخه هم د پټېدو نه ده، ځکه خو یې دغه ناوړه اقدام ته مخ کړې ده، څو له یوې لارې د خپلو ملېشو او سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه را ټیټه کړي او له بلې خوا داسې قومي نښته او جګړه رامنځته کړي چې په تاو کې یې د بلوڅښتان او پښتونستان موضوعات یا د ټي ټي پي مبارزه ورکه او قومي رنګ غوره کړي.
د بلوڅو او پښتنو قومي مخور او با شعوره مشران باید د پاکستاني رژیم دغه ناوړه پلان ته ځیر شي او پرېنږدي چې د شر او فساد عناصر او پخواني اربکیان د پښتنو په نوم د هغو بلوڅ ازادي غوښتونکو پر وړاندې ودرېږي چې ښځې، ماشومان او کورنۍ یې د پاکستاني رژیم په پوځي عملیاتو او بمباردونو کې وژل شوي دي. ددغه ناوړه شخړې او جګړې مخنیوی به ددې سبب شي چې د پاکستاني رژیم د کمزوري سیاست، قاتل پوځي او پنجابي ګوندي سیاستونو ناوړه کړنې او اهداف په ښه ډول څرګند شي او پاکستاني ولس خپل قومي وحدت وساتي.












































