د خپلو خلکو له منځه را اوچت شوي او مسؤل دولتونه د خپل کورني سیاسي ثبات او حاکمیت موضوع ته په هر څه لومړیتوب ورکوي، د دغه لومړیتوب ستنې په خاوره کې د حاکم نظام په مشروعیت، ملي دریځ او د ملي مشروعیت لپاره پر هغه ځمکه ولاړې دي چې له جغرافیې او کلتور څخه رغېدلې ده.
د پاکستان پوځي رژیم، چې تل د ملي حاکمیت او ځواکمنتیا ادعا کوي او ځان یې نړۍ ته د ترهګرۍ یو قرباني او مظلوم معرفي کړی دی، نن سبا له همداسې یوه بحران سره مخامخ دی، چې ورو ورو په لوی لاس سره هېواد د بې ثباتۍ کندې ته ور ټېل وهي او له نړیوالې بې ثباتۍ سره مخ دی، د دغه بې ثباتۍ په پایله کې یې نړیوال اعتبار په را غورځېدو دی او د میلیونونو پورونو د بېرته اداینې لپاره نه یوازې چې اقتصادي او سیاسي توان نه لري، بلکې د «زه پور غواړم دی نور غواړي» موضوع سره مخ دی. په بیا بیا یې امریکا، سعودي او اماراتو ته د قرضو د غوښتنې او مخکنیو قرضو د غوښتنې مودې د غځولو هیله کړې ده.
کله چې د یوه نظام لپاره نړیوال اعتبار ختم شي، بیا د نظام د پاتې کېدو یوازینۍ هیله د نظام داخلي مشروعیت، ولسي ملاتړ او حقانیت دی، څو حکومتونه ورسره له نړیوال ملاتړ او ټیکاو پرته هم پر پښو ولاړ او دوامداره پاتې شي، خو له بده مرغه چې پاکستانی رژیم د یوه حاکم او مستبد یو ګوندي پوځي حاکمیت په توګه له دا ډول کورني مشروعیت څخه بې برخې دی او ټول قومونه او اقلیتونه یې له لاسه ورکړي دي، چې د بلوچستان، ټي ټي پي او نورو ډلو وسله واله مبارزه او نا رضایتي ښه ثبتونه دي.
اوس ددې لپاره چې پاکستانی رژیم خپل دغه ناوړه مخ وپوښي او خپلې کمزورۍ پټې کړي، یو ځل بیا یې استخباراتي او شیطانې معاملو ته لاس اچولی دی، پوځي رژیم په پاکستان کې د مېشتو شر و فساد ډلو، له افغانستان ته د ور تښتېدلو اربکیانو، داعشي خوارجو او نورو ترهګرو ډلو د ملاتړ له لارې خپلې کمزورۍ پټوي او نړۍ ته دا څرګندوي چې پاکستان بیا هم د ترهګرۍ قرباني دی او پر وړاندې یې مبارزه کوي، خو ددې په بدل کې که هر څومره پاکستاني وګړي وژل کېږي، اقتصادي بنسټونه او پروژې ټکنۍ کېږي، یا بالاخره پاکستان د بې ثباتۍ او نړیوالې انزوا خواته ځي؛ څه پروا نه لري، ځکه چې د نړیوالو د توجه او د ترهګرۍ سره د مبارزې تر عنوان لاندې د تر لاسه کړو مرستو او پروژو په بدل کې د پوځي جنرالانو کاروبارونه او د حاکمیت دوام تضمین کېږي او د استبداد د دوام لپاره د نړیوالو تایید تر لاسه کوي.
په دې حقیقت کې باندې پاکستانی ولس او د دغه هېواد سیاسي شننونکي هم یوه خوله دي، پوځي رژیم ته یې ور په ګوته کړې ده چې د تېرو ناوړه او ناکامو سیاستونو په دوام یو ځل بیا په ناسمه روان دی او هېواد د بې ثباتۍ او انزوا ژورغالي ته وړي، خو د دوی غږونه نه یوازې چې اورېدل کېږې نه، بلکې دا ډول حق ویونکي هم په یوه او بل نامه تري تم او وژل کېږي او د پوځي رژيم تر اغېز لاندې جوړو شوو محاکمو له خوا ورته سختې سزاګانې اورل کېږي.
پاکستانی رژیم باید دا درک کړي چې د شر و فساد ډلې، اربکیان او داعشي خوراج له کرايي جنګیالیو او وطن پلورنکو څخه پرته بل څه نه دي او هېڅ سمه مخینه نه لري، خو که بیا هم له دې ترهګرو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي، په حقیقت کې د خپل ولس او نړۍ په سترګو کې خاورې شیندي او له هغو سیمو واقعیتونو او تاریخي تجربو څخه سترګې پټوي چې د پاکستان د تجزیې او یوه لوی ملت د مجبوریت او بېچاره ګۍ سبب ګرځي.
اوس ددې وخت را رسېدلی چې رژیم باید د نورو د ملامتۍ او په بل چا د خپلو ماتو د پړې اچونې پر ځای واقعیتونه درک کړي، څو هم د نړیوال اعتبار سبب وګرځي او هم له خپلو ګاونډیانو په ځانګړي ډول افغانستان سره د غوره ګاونډیتوب د اصولو پر بنسټ د خپلو خلکو او خاورې ساتنه وکړي، د سیمې او نړۍ ظرفیتونه او ننګونې بدلې شوې دي، نور پاکستان نه شي کولی چې په افغانستان، سیمه او نورو ګاونډیو هېوادونو کې د نامشروع مداخلې له لارې خپل ګوندي او استبدادي حاکمیت او د پوځي جنرالانو سوداګریو او پروژو چلولو ته دوام ورکړي.











































