د اسلام په فکري نظام کې امنیت او سیاسي ثبات کوم فرعي ارزښت نه دی؛ بلکې د ټولو الهي احکامو د تحقق او پلي کېدو بنسټ ګڼل کېږي. قرآن عظیمالشان د ټولنې د امنیت ساتنه دومره مهمه ګڼي چې د انفال په سورت کې فرمایي: «وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ»؛ یعنې د اسلامي کیان د دفاع لپاره هر هغه ځواک چمتو کړئ چې ستاسو په وس کې وي. له همدې امله، «بغاوت»؛ یعنې د مشروع امیر او اسلامي حاکم پر وړاندې وسلهوال پاڅون، د اسلامي امت د امنیت او یووالي پر وړاندې له سترو ګواښونو څخه ګڼل شوی دی.
د افغانستان اسلامي نظام، چې د یوه شرعي حاکمیت په توګه پېژندل کېږي، پر وړاندې یې هر ډول وسلهوال حرکت، که په هر نوم او عنوان ترسره کېږي، د بغاوت په ډله کې راځي او درنې دنیوي او اخروي پایلې لري. د بغاوت په فقهي تعریف کې اساسي ټکی دا دی چې د دې عنوان د تحقق لپاره ځانګړي شرایط اړین دي. د اهل سنتو فقهاء په دې باور دي چې باغیان باید درې ځانګړنې ولري: لومړی، د هغوی شمېر دومره وي چې له لښکر سمبالولو او جګړې پرته یې مهارول ناشوني وي.
دویم، د حاکم له لاسرسي او واک څخه ووځي او په یوه جلا سیمه کې راټول شي. درېیم، په داسې شبهه کې راګیر شوي وي چې له امله یې د حاکم پر وړاندې پاڅون وکړي. دا تعریف په څرګنده توګه د هغو ډلو وضعیت رانغاړي چې نن د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له وسلو او منظمې شبکې سره د اسلامي نظام پر وړاندې سر راپورته کوي. هغوی د بېبنسټه ادعاوو او شبهاتو له لارې ځانونه پر حق او حاکم ناحق ګڼي؛ خو په عمل کې د وسلهوال پاڅون له لارې شرعي او قانوني چوکاټ تر پښو لاندې کوي.
قرآن عظیمالشان د بغاوت په اړه تر ټولو روښانه او څرګند حکم د حجرات سورت په نهم آیت کې بیان کړی دی. الله تعالی جلجلاله فرمایي: «وَإِن طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِینَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَیْنَهُمَا فَإِن بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِی تَبْغِی حَتَّی تَفِیءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ»؛ یعنې که د مؤمنانو دوه ډلې یو له بل سره جګړه وکړي، د هغوی ترمنځ سوله وکړئ؛ خو که یوه ډله پر بلې ظلم او تېری وکړي، له هغې ډلې سره وجنګېږئ چې تېری کوي، تر هغه چې د الله تعالی جلجلاله حکم ته غاړه کېږدي.
سترو مفسرینو په دې آیت کې «بغی» د ناحقه ظلم او تېري او د الله تعالی جلجلاله له اطاعت څخه د وتلو په معنا تفسیر کړی دی. دا آیت نه یوازې د باغیانو پر وړاندې د جګړې حکم بیانوي، بلکې په څرګنده توګه د مشروع حاکم له اطاعت څخه وتل هم تجاوز او بغاوت ګڼي. نن هره هغه ډله چې د افغانستان د اسلامي نظام او امنیتي ځواکونو پر وړاندې، د بل نوم او بل بیرغ لاندې، وسله پورته کوي، د دې آیت له څرګندو مصادیقو څخه ده او پر وړاندې یې مبارزه د حکومت پر غاړه یوه شرعي دنده ده.
د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم سنت هم د حاکم پر وړاندې له بغاوت او خروج څخه په کلکه منع کوي او د هغه لپاره یې ناوړه پایلې بیان کړې دي. په معتبرو حدیثي سرچینو کې له رسول الله صلیاللهعلیهوسلم څخه روایت دی: «مَنْ خَرَجَ مِنَ السُّلْطَانِ شِبْرًا مَاتَ مِیتَةً جَاهِلِیَّةً»؛ یعنې څوک چې د حاکم له اطاعت څخه د یوې لوېشتې په اندازه هم ووځي، د جاهلیت په مرګ مري. دا خبرداری ښيي چې وسلهوال خروج، که څه هم د شبهې او د اصلاح په انګېزه وي، له خورا خطرناکو پایلو سره مل دی.
امام نووي، چې د حدیثو له سترو شارحانو څخه دی، په دې باور دی چې که څه هم حاکم ظالم وي، وسلهوال خروج عموماً د لا ستر فساد لامل ګرځي او د مسلمانانو د وینې ساتنه تر پاڅون غوره ده. د افغانستان په اوسني اسلامي نظام کې، چې د حکومت اساسي بنسټونه یې د شریعت پر اصولو ولاړ دي، پر وړاندې یې هر ډول وسلهوال اقدام بې له شکه بغاوت ګڼل کېږي.
فقهاء په څرګندو ټکو بیانوي چې بغاوت د اسلامي نظام د سیاسي امنیت او حاکمیت پر وړاندې یو جرم دی او د دې جرم د منع کولو موخه د اسلامي ټولنې د ثبات او پایښت ساتنه ده. له همدې امله، اسلامي حکومت مکلف دی چې له هغو کسانو سره چې د نظام پر وړاندې وسلهوال پاڅون کوي، په قاطعیت چلند وکړي او د دې فتنې د له منځه وړلو لپاره له خپلو ټولو مشروعو وسایلو څخه کار واخلي.
د دې پدیدې پر وړاندې هر ډول چوپتیا یا نرمښت نه یوازې له شرعي پلوه ناسم دی، بلکې له عقل او جمعي مصلحت سره هم په ټکر کې دی. بغاوت داسې فتنه ده چې که په پیل کې یې مخه ونه نیول شي، ټولنه د وینې تویېدو، ګډوډۍ او سقوط پر لور بیولای شي او د بهرنیو دښمنانو لپاره د لاسوهنې لاره هواروي. له همدې امله، د باغیانو په وړاندې سخت او قاطع دریځ نه یوازې یو دفاعي اقدام، بلکې یوه شرعي او ملي دنده هم ده چې د اسلامي حاکم پر غاړه اېښوول شوې ده.












































