د پاکستان سیاسي او دفاعي تاریخ تل له داسې تضادونو سره مل پاتې شوی چې د ساده او عامفهمه منطق په تله یې تلل ناشوني برېښي، له یوې خوا د وطنپالنې او ملي امنیت لپاره داسې سخت معیار ټاکل کېږي چې له هند سره، چې د دولتي تګلارې له مخې دښمن بلل کېږي، د سولې، سوداګرۍ یا ګډ فرهنګي میراث خبره کول هم ستر جرم ګڼل کېږي؛ خو له بلې خوا د همدې دولتي نظام له دننه داسې پرېکړې راووځي چې په ښکاره د همدغه ګاونډي هېواد د پخواني دریځ پخلی کوي. همدا فکري او عملي تشه او تضاد دی چې د پاکستان باخبره وګړي ډېر ځله له ذهني ګډوډۍ او ناهیلۍ سره مخ کوي.
د دې تضاد تر ټولو تازه او څرګنده بېلګه د فدرالي تحقیقاتي ادارې (FIA) په سور کتاب کې د جیش محمد د مشر، مولانا مسعود اظهر، پر سر د ټاکل شوې جایزې له پنځوسو لکو څخه اویا لکو روپیو ته لوړول دي، دا اقدام یوازې د یوه قانوني سند تر بریده خبره نه ده؛ بلکې تر شا یې د څو لسیزو یوه بشپړه کیسه، د دولتي تګلارو لوړې ژورې او د روایتونو اوږده جګړه پرته ده.
د دې تضاد د پوهېدو لپاره اړینه ده چې د دې تنظیم تېر ته یوه لنډه، خو بېپرې کتنه وکړو. جیش محمد د پاکستان امنیتي نظام ته کوم عادي یا ناپېژندل شوی تنظیم نه و. د تاریخ په یوه ځانګړي پړاو کې، چې دولت د خپلو ستراتیژیکو (Strategic) ګټو د ساتنې لپاره نامتعارفو لارو، یعنې نیابتي ډلو ته اړتیا لرله، دې تنظیم په خپل اند د یوه وطنپال وګړي یا د دولت د یوې ګټورې وسیلې په توګه ونډه ترسره کړه.
د کشمیر په ډګر کې، چې د هند دولتي زورزیاتی پکې خپل اوج ته رسېدلی و او لا هم روان دی، دې تنظیم یوه اوږده او سخته وسلهواله جګړه وکړه. غړو یې د پاکستان د بقا او ګټو د ساتنې د روایت تر سیوري لاندې خپل سرونه قربان کړل. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په دې اوږده پوځي مزل کې جیش محمد هېڅکله د پاکستان پر کورنیو شتمنیو، ملي تاسیساتو یا امنیتي ځواکونو وسله نه ده پورته کړې او نه یې د خپلو غوښتنو لپاره په هېواد کې کوم تاوتریخجن لاریون کړی دی. هغوی تل د دولت اشارې ته منتظر او فعالیتونه یې تر پولې هاخوا موخو پورې محدود وو.
خو جیوپولیټیک (Geo-political)، یعنې نړیوال سیاست، یو تریخ او بېرحمه اصل لري: «د دولتونو نه دایمي دوستان وي او نه دایمي دښمنان؛ یوازې ګټې یې دایمي وي.»
کله چې په نړیواله کچه د مالي اقدام کاري ډلې (FATF)، د پیسو نړیوال صندوق (IMF) او ملګرو ملتونو فشار زیات شو او د پاکستان اقتصادي بقا له ګواښ سره مخ شوه، نو هماغه تنظیمونه چې یو مهال د امنیتي روایت مهمه برخه وو، ناڅاپه یو بار وګرځول شول. په دې توګه همدغه وطنپال تنظیم ناقانونه اعلان شو، مشر یې په رسمي اعلانونو کې تښتېدلی مطلوب کس وبلل شو او پر سر یې جایزه وټاکل شوه.
له همدې ځایه هغه ستر تضاد راولاړېږي چې د پاکستان ولس ته یوه ننداره او خندوونکی حالت جوړوي. له یوې خوا حکومت د مصلحتونو له مخې مولانا مسعود اظهر د قانون له پلوه یو «خورا مطلوب او خطرناک» تښتېدلی کس بولي؛ خو له بلې خوا عیني واقعیت دا دی چې دا ټوله شبکه له کلونو راهیسې د بهاولپور په څېر د یوه پرمختللي، ګڼمېشتي او نوموتي ښار په زړه کې فعاله ده.
تېر کال، د ۲۰۲۵م د مې په میاشت کې، چې هند د «سندور عملیاتو» په ترڅ کې په بهاولپور کې د جیش محمد پر مرکز هوایي بریدونه وکړل او د مولانا مسعود اظهر د نږدې خپلوانو په ګډون پکې ګڼ کسان ووژل شول، نړۍ ولیدل چې دا شبکه په کوم پټ ځای کې نه وه، بلکې په یوه معلوم او مشخص ادرس کې موجوده وه او هلته بېرته د بیارغونې چارې هم پیل شوې.
اوس پوښتنه دا ده چې که دولت په رښتیا هغوی تښتېدلي مطلوب کسان ګڼل، نو په بهاولپور کې د چا تر سیوري لاندې اوسېدل؟ دا د امنیتي ادارو بېکفایتي نه ده؛ بلکې یو شعوري، قصدي او په خپله رامنځته شوی تضاد دی، داسې تضاد چې دولت پکې د نړۍ او خپلو وګړو د تېرایستلو لپاره پر کاغذ یو مخ ښيي، خو په عمل کې د خپلو پخوانیو وسایلو د ساتلو لپاره بله تګلاره خپلوي، څو په راتلونکي کې یې د اړتیا پر مهال بیا وکاروي.
د دې تضاد د لا ښه پوهېدو لپاره یوه منطقي بېلګه وړاندې کولای شو؛ داسې یې وګڼئ چې یوه لویه فابریکه د شپې په تیاره کې ځانګړي کیمیاوي مواد تولیدوي، څو پر بازار خپله ولکه وساتي. خو کله چې د حکومتي پلټونکو (IMF, FATF اوUN)د چاپې نښې راڅرګندې شي، د فابریکې خاوند، یعنې د پاکستان پوځ، په خپله راووځي او اعلان وکړي: «دا کیمیاوي مواد خورا خطرناک دي، زه یې پر تولید بندیز لګوم او هر څوک چې یې د جوړوونکي په اړه معلومات راکړي، جایزه به ورکړم.»
حال دا چې هماغه فابریکه او کارګران یې د خاوند تر څارنې لاندې، د هغه پر خپله ځمکه کار کوي. دا کټ مټ هماغه دوهګونی معیار دی چې د پاکستان د دوهمخي امنیتي روایت د سور کتاب او د بهاولپور د مرکزونو ترمنځ لیدل کېږي.
له بلې خوا، د دې ټولې قضیې تر ټولو دردناک اړخ د روایتونو هغه جګړه ده چې عادي پاکستانی وګړی تل پکې ځپل کېږي.
په پاکستان کې که کوم عادي وګړی، خبریال یا پوه د سیمې د سولې، د دواړو هېوادونو د بېوزلو ولسونو د هوساینې یا د تاریخي او تمدني اړیکو پر بنسټ له هند سره د اړیکو د ښه کولو خبره وکړي، نو د امنیتي روایت تبلیغاتي دستګاه یې سمدستي «هندپلوه» یا «د هند جاسوس» وبولي. پېغورونه ورکول کېږي چې که له هند سره د اړیکو عادي کولو ته دومره لېوال وي، نو پاکستان دې پرېږدي او هند ته دې ولاړ شي.
خو له بلې خوا، کله چې پاکستان په خپله د مولانا مسعود اظهر پر سر ټاکل شوې جایزه لوړوي، هندي رسنۍ یې په پراخه کچه خپروي او ټولې نړۍ ته یې د خپلې سترې بریا په توګه وړاندې کوي. هندي رسنۍ د روایتونو دا جګړه په دې خبره ګټي چې: «وګورئ! پاکستان بالاخره په خپله ومنله چې هغه کس چې موږ له کلونو راهیسې ترهګر باله، په رښتیا هم ترهګر دی؛ ځکه اوس پاکستان هم دا خبره منلې ده.»
که څه هم په دې کې شک نشته چې د کشمیر د مسلمانانو قضیه، د هغوی د اسلامپالنې تر بریده، په بشپړه توګه دیني او جهادي ده او په دې لړ کې چې کوم ځوانان وژل شوي، هیله ده چې د الله تعالی په نزد به شهیدان وي؛ خو دلته د فکر وړ خبره دا ده چې د کشمیر د مسلمانانو د ازادۍ پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ په خپله د پاکستان پوځ ښکاري. له همدې امله، که څه هم د کشمیر جهادي فعالیتونه په خپل ذات کې پر حق او روا وي، خو د پاکستان د پوځ په څېر د یوې دوهمخې ادارې تر واک او لارښوونې لاندې باید هېڅکله ترسره نه شي.
دلته یوه بنسټیزه، اصولي او اخلاقي پوښتنه راولاړېږي: «که د هند له دریځ سره لږ ورتهوالی د یوه عادي وګړي لپاره د خیانت نښه وي، نو د دولت هغه اقدام به په کوم معیار ارزول کېږي چې په نړیواله کچه د هند پر روایت د تایید ټاپه لګوي؟ ایا د یوه روایت د سم او ناسم ګڼلو معیار یوازې د عامو وګړو لپاره دی او دولتي ادارې ترې مستثنا دي؟»
ځکه دلته خو د هند د روایت په ترویجولو سره د پاکستان پوځ په خپله «هندپلوه»، «د هند جاسوس» او «فتنة الهند» ثابتېږي. نو په پاکستان کې د داسې هندپلوه پوځ نه اړتیا شته او نه د پاتې کېدو ځای. له همدې امله، دا پوځ دې هند ته ولاړ شي.
دا حالت د پاکستان ولس او په ځانګړې توګه ځوان نسل ته یو ستر او ژور فکري درس پرېږدي. انساني ژوند د قدرت داسې بېبیې ډالۍ ده چې یوازې یو ځل ورکول کېږي. کله چې دولتونه د بدلېدونکو اقتصادي او ډیپلوماتیکو شرایطو له مخې خپل پخواني روایتونه په خپله خاورو ته سپاري او د اړتیا له پای ته رسېدو سره خپل فرمانمنونکي قرباني کوي، نو ولس باید په دې خبره ښه پوه شي چې ځان د داسې احساساتي یا ستراتیژیکو شعارونو د اور سون توکي نه کړي چې بنسټونه یې پر لنډمهالو سیاسي ګټو ولاړ وي.
په ځانګړې توګه د داسې دولت د شعارونو، چې د تګلارو، ګټو، احساساتو او اړیکو دوهمخي یې، او له امریکا او هند سره د پردې تر شا دوستۍ او یارانې یې، د هېواد د جوړېدو له لومړۍ ورځې بربنډې، څرګندې او ثابتې دي. د وطنپالنې رښتینی معیار د دودیزې دښمنۍ په تشو شعارونو کې نه، بلکې په خپل هېواد کې د قانون په واکمنۍ، اقتصادي هوساینې، پر ټولو د اصولو په یو شان پلي کېدو او په سیمه کې د سولهییز ګډ ژوند په فکر کې نغښتی دی. تر څو چې پاکستان په خپل کورني روایت کې دا اصولي ثبات رامنځته نه کړي، دا تضادونه به همداسې د ولس شعور لړزوي او پاکستان به د روایتونو په جګړه کې تل په دفاعي دریځ کې ولاړ وي.










































