د سویلي اسیا په ناکراره او کړکېچنه سیمه کې، د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا هماغه زړې او خطرناکې وسیلې ته مخه کړې چې پخوا یې هم له بدنامۍ او بېثباتۍ پرته بله هېڅ لاسته راوړنه نه ده لرلې؛ یعنې د نیابتي ډلو او اجیرو وسلهوالو کارول. خو دا ځل یې هدف یوازې کومه ځانګړې سیاسي یا قومي ډله نه، بلکې د پاکستان د خپل ثبات او بقا بنسټونه دي.
د افغانستان پخواني اربکیان، چې یو وخت د اشغالګرو د سیمهییزو اجیرو ځواکونو په توګه کارېدل او اوس په بلوچستان او نورو سیمو کې راټول شوي، نه یوازې د ګاونډیو هېوادونو اړیکې لا پسې ترینګلې کوي، بلکې د اسلاماباد د سیاسي ثبات ریښو ته هم تبر وهي. د پاکستان پوځ په دې خطرناکه لوبه کې د داسې بحران بنسټ ږدي چې سبا به یې خپله لمن ونیسي.
دغه اربکیان، چې تېر ژوند یې له ګډوډۍ، زورواکۍ او د افغانستان د خلکو پر وړاندې له جنایتونو ډک دی، اوس د پاکستان د پوځي استخباراتو په ښکاره ملاتړ په بلوچستان کې ځای پر ځای شوي دي. ښکاره راپورونه ښيي چې دغه بېحسابه او بېمسؤلیته وسلهوال، چې آن د خپل ځواک په اوج کې هم د هېڅ قانوني بنسټ تابع نه وو او یوازې د وسلې او لوټمارۍ په زور یې ژوند کاوه، اوس په مدرسو او استوګنیزو سیمو کې مېشت شوي او د اسلاماباد د تشو «ستراتېژیکو ګټو» تر نوم لاندې د سیمې د خلکو پر ځان، مال او شتمنیو تېری کوي.
هغه بلوڅان چې له کلونو راهیسې د خپلو بنسټیزو حقونو غوښتنه کوي، اوس له دوهګوني ظلم سره مخ دي؛ له یوې خوا د دولت له ځپنې او له بلې خوا د هغو اجیرو ډلو له وحشت سره چې د همدې دولت په ملاتړ د انسانتښتونې، هدفي وژنو او وحشیانه وهلو ټکولو په څېر جنایتونه ترسره کوي.
خو دا پروژه یوازې د خلکو د ځپلو یوه امنیتي طرحه نه ده، بلکې د یوې خطرناکې قومي دسیسې برخه هم ده. د پاکستان پوځي رژیم د بلوڅو او پښتنو پر ضد د اربکیانو په ګومارلو سره، په شعوري ډول هڅه کوي چې د سیمې د دوو سترو ملتونو ترمنځ د نفاق او دښمنۍ اور ته لمن ووهي. د یوې پردۍ او کرکجنې وسلهوالې ډلې په وسیله د سیمهییزو خلکو وېرول او بیا د دغو جنایتونو پړه پر نورو قومي ډلو اچول، هغه زوړ تاکتیک دی چې موخه یې د ټولنیز جوړښت ویجاړول او سیاسي اختلافونه په قومي شخړو بدلول دي.
په همدې توګه د پاکستان پوځي رژیم غواړي د خپلو ناسمو سیاستونو پر وړاندې د خلکو پراخه نارضایتي په قومي دښمنۍ واړوي؛ خو تاریخ په کراتو ثابته کړې چې دا ډول زړې دسیسې بالاخره د خپلو طراحانو لمن هم نیسي. خو تر ټولو حیرانوونکې خبره دا ده چې د همدې نقشې په زړه کې د پاکستان د خپل زوال تخم هم کرل کېږي. دغه شر جوړونکي او فاسد عناصر، چې د قانون ماتونې او له دولتي واک څخه د سرغړونې اوږده سابقه لري، هېڅکله هم مطیع او د کنټرول وړ ځواک نه شي پاتې کېدای.
هغوی چې په افغانستان کې یې له ګډوډۍ او ناامنۍ پرته بل څه نه دي زېږولي، په بلوچستان کې به هم هماغه برخلیک تکرار کړي. د دوی د فعالیتونو پراخېدل به په يادو سیمو کې اوږدمهاله ناامني، د سازمانیافته جرمونو زیاتوالی او د دولت د حاکمیت کمزوري کېدل له ځان سره ولري. د بلوچستان د خلکو وروستي اعتراضونه او د لویو لارو تړل یوازې د هغه ستر بحران لومړنۍ نښې دي چې لا یې راتلونکې ډېرې درنې پایلې لرلای شي.
هغه پاکستاني چارواکي چې نن دغه مهرې د خپلو خلکو پر ضد کاروي، سبا به د هماغه توپان پر وړاندې بېوسه ولاړ وي چې په خپلو لاسونو یې راپارولی دی. د پاکستان د پوځ ملګرتیا له دغو فاسدو او جنایتکارو ډلو سره، دې هېواد ته له زیاتېدونکې سیاسي انزوا، اقتصادي بېثباتۍ او د ولس د باور له زوال پرته بله پایله نه لري.
په حقیقت کې، پاکستان د خپلو لاسپوڅو ډلو په مټ هغه ساعتي بم جوړوي چې چاودنه به یې د همدې هېواد په دننه کې وشي. دغه اربکیان، چې نن د بلوچستان او افغانستان د خلکو پر ضد کارول کېږي، سبا به په داسې سرکښو او له کنټرول وتلو ډلو بدل شي چې د ټولې سیمې ثبات به له جدي ګواښ سره مخ کړي. تاریخ پوځي رژیمونو ته تل دا روښانه درس ورکړی چې د تروریزم او نیابتي ډلو ملاتړ په پای کې د هماغه ملاتړکوونکو پر ضد راګرځي.
د نن ورځې اربکیان، د پاکستان د سبا حتمي بحران دي.












































