د انساني فطرت اصل دا دی چې د انسانانو ترمنځ ستونزې او مشکلات تل په ښه نیت حل کېږي. د پاکستان وضعیت هم عیناً ښه نیت ته اړتیا لري، خو نیت په پاکستان کې د شومو اهدافو او بهرنیو دسیسو پرمخ وړونکو څو بلاکمیل اشخاصو او پر هغوی د حاکمو اشخاصو له خوا دې ته اړ شوی دی چې د ناامنۍ ستونزه د پاکستان سربېره سیمې ته هم وغځوي، ځکه هلته مېشتې کړۍ د خپل واک څخه په استفادې جلا جلا ماموریتونه لري، چې د دغو ماموریتونو ټکر د دې باعث شوی دی چې خپل کرلی تخم ورته ګواښ او خپل حاصل ورته سرخوږی شي.
د پاکستان پوځي رژیم جوړښت له اربکي اصل څخه دی. هغه وخت چې د هند په وړاندې د مسلمانانو جهادي پاڅون زور واخیست، نږدې و چې هند له نیمایي څخه زیات فتحه کړي. په همدې وخت کې د پاکستان له بېلابېلو سیمو د برتانوي ښکېلاکګرو له خوا یوه اربکي ډوله قطعه جوړه شوه، چې دغې په یوه کال موده کې دومره عام ډول وحشتونه او قتلونه وکړل چې تاریخ یې د سپړلو او قلم یې د لیکلو توان نه لري. له هغه بریالي مدیریت څخه په استفادې دغه اربکیان د پوځ په نوم مشهور شول. نن هم همدغه بنسټیز فکر، چې دوی ورڅخه جوړ دي، بیا تکرارېږي.
جالبه دا ده چې دغه اربکیان او داعش د داسې موخو لپاره کاروي چې ډېر زیان یې د ځان سربېره د سیمې هېوادونو ته هم رسوي. پوښتنه دا ده چې پوځي، اربکيالاصله رژیم له سیمې هېوادونو سره په بل مخ دښمنۍ او جګړې ته را دانګلي دي، که نورې موخې لري؟
په پاکستان کې د درېیو صوبو څخه پراخو وسلوالو مقاومتونه او جګړې د دې باعث شوي دي چې حالات تر بحران پورې ورسوي، خو پوځي رژیم او کړۍ د یادو ولسونو او قومونو د مشروع غوښتنو د حل او رسېدنې پر ځای د بېلابېلو خباثتونو او شرارتونو د ایجاد په هڅه کې دي. لسیزې کېږي چې د یاد رژیم پر وړاندې ولسي نارضايتۍ او بغاوت زور اخیستی دی، خو پوځ یې په مقابل کې داسې څه وکارول چې کابو لسیزه کې قومونه د یاد رژیم سره د جګړې سربېره تر خپل منځ جګړو کې هم ښکېل شوي دي. د پوځ ملاتړې ډلې، د امن غوښتونکو او د حقوقو غوښتونکو په نوم، هغه څه دي چې د پاکستان مېشت ولس یې په نظریو وېشلی دی.
له دې سیوا، اوس د داعش روزنه او د اربکیانو د شر او فساد ډلو رامنځته کول د پوځي رژیم حربه ګرځېدلې ده، چې د مېشتو ولسونو او د سیمې هېوادونو د ځپلو لپاره ترې کار اخلي. سیمهییز هېوادونه په خپل منځ کې د یو او بل په وړاندې د امن او ښه نیت رامنځته کولو مسؤلیت لري، خو پاکستاني پوځي رژیم بیا د دې اصل خلاف لار غوره کړې ده. تل د پخوا په څېر د خپل ځواک، قدرت، تسلط او فشار اصل د شرارت او فساد رامنځته کول بولي، چې د بېلګې په توګه د داعش روزنه او په اوس وخت کې د ټي ټي پي، بلوڅو، افغانستان او د سیمې هېوادونو په وړاندې د اربکیانو او نورو فسادي ډلو ملاتړ او د استعمال لار جوړول دي.
د سیمې هېوادونه باید ننني اربکیان او د فساد ډلې د تېر په څېر د داعش د کړنو د بیا تکرار او په نړۍ کې د ناامنۍ د رامنځته کولو په دقیق تصور وپېژني، ځکه یو وخت سیمهییزو هېوادونو داعش یوازې د افغانستان او پاکستان د ولسونو په زیان موضوع انګېرله، خو دغو دوو کلونو کې په تاجکستان، روسیه او ترکیه کې د خونړیو پېښو رامنځته کېدل او طرحه کېدل ثابته کړه چې داعش یو سیمهییز ګواښ دی.
نن هم همداسې اربکیان او د شر او فساد ډلې هم سیمهییز ګواښ دي، ځکه د پاکستان رژیم او پکې د موجودو بېلابېلو هېوادونو او کړیو اجنټانو طرحې یوازې د افغانستان او پاکستان تر ولسونو نه دي محدودې، بلکې د تل په څېر د سیمې هېوادونه هم ننګوي. باید دغه ګډ ګواښ ته د چټکې پاملرنې سربېره، د مخنیوي ګواښ او توصیې تر پاکستاني پوځي کړۍ ورسېږي او د بیا ایجاد مخه یې ونیول شي. که دغه پوځي کړۍ د خپل تسلط ساتنه په توپیر ایجاد او فتنه اچونه کې لټوي، باید تر خپل کور یې محدوده کړي. د سیمهییزو هېوادونو حقوق باید درک او وپېژني.












































