په جنوبي اسیا کې د امنیتي ننګونو، سرحدي شخړو او سیاسي رقابتونو له امله د غیررسمي وسلهوالو ډلو موضوع تل د سیمهییزو او نړیوالو څېړونکو د پام وړ پاتې شوې ده. د دغو ډلو د ملاتړ، روزنې یا کارولو په اړه بېلابېل ادعاوې او راپورونه خپرېږي.سیاسي او امنیتي څېړنې ښيي چې هر هغه دولت یا لوری چې له غیررسمي وسلهوالو ډلو څخه د لنډمهاله ستراتیژیکو موخو لپاره استفاده کوي، ممکن په اوږدمهال کې له ناڅرګندو او منفي پایلو سره مخ شي.
د امنیتي چارو شنونکي په دې باور دي چې د پاکستان پوځي رژیم، په دې وروستیو کې چې کله په پاکستان کې د امنیت کچه صفر ته ورسېده او پوځي رژیم په امنیتي برخه کې پاتې راغی، نو د تل په ډول یې یو بل رزالت ته مخه کړه. پوځي رژیم د نسکور شوي جمهوري نظام د بې رحمه اربکیانو په روزلو پیل وکړ؛ هغه اربکیان چې په افغانستان کې یې د مؤمنانو په ځورولو کې شل کلنه تجربه لري او د کمو مادیاتو په بدل کې هرې ستونزې او وحشت ته چمتو دي.
دوی د دغه اربکیانو په روزلو سره د ځان لپاره لنډمهاله ګټې په نظر کې نیولې دي، خو په راتلونکې کې د سیمې، نړۍ او حتی د پاکستان لپاره اوږدمهالې پایلې لري.
ځینې لنډمهاله ګټې یې په لاندې ډول دي:
۱. د افغانستان د امنیت ګډوډول
پوځي رژیم هڅه کوي چې د اربکیانو په روزلو سره په افغانستان کې شته امنیت ګډوډ کړي، د حاکم اسلامي نظام لپاره داخلي ستونزې ایجاد کړي، او هغه منافع چې دوی د افغانستان په داخلي ستونزو کې په نظر کې نیولې دي، ترې مستفید شي. خو لله الحمد د افغانستان امنیت د یو څو شکست خوړلو لنډغرو له لارې نشي ګډوډېدلای.
۲. د ټي ټي پي او بلوچستان په وړاندې کارول
د شنونکو په باور، کله چې پوځي رژیم د ټي ټي پي او بلوڅ بیلتون پالو پر وړاندې په جګړه کې پاتې راغی، نو اوس هڅه کوي چې اربکیان د دوی پر وړاندې وکاروي، له هغوی سره یې په مستقیمو جګړو کې ښکیل کړي، او د بشریت ضد کړنې د دوی پر وسیله سرته ورسوي. خو پوځي رژیم په دې ګټه کې هم پاتې راغلی دی، ځکه چې کله درست پوځ له ټولو شته امکاناتو سره د وسله والو په جګړه او د امنیت په کنټرول کې پاتې راغی، نو دا شر پالونکي به د امنیت او جګړې په برخه کې څه بریا ورته راوړي؟
۳. د قومي اختلافاتو رامنځته کول
پوځي رژیم د اربکیانو د روزلو له لارې د بلوچستان د دوو سترو قومونو – پښتنو او بلوڅانو – ترمنځ د اختلاف د ایجاد هڅه کوي. پټې قومي وژنې د دوی په وسیله سرته رسوي، او ولس د اختلاف او کینې لورې هڅوي. همدارنګه، پوځي رژیم د اربکیانو په وسیله علماء او قومي مشران په نښه کوي او د حکومت مخالف وسله وال پرې رنګ بدوي. دا د هغو لنډمهاله ګټو یو څو بېلګې وې چې پوځي رژیم یې په نظر کې نیولې دي.
د اربکیانو د روزلو ځینې اوږدمهاله پایلې یې په لاندې ډول دي:
۱. د بومرنګ اثر (خپل رامنځته شوي ګواښونه)
تاریخ ښیي چې هرڅومره چې پوځي رژیم د ترهګرو ډلو ملاتړ کړی، هماغومره دا ډلې وروسته د پاکستان پر ضد وکارول شوې. اوس به هم د اربکیانو روزنه د پاکستان پر ضد یو بل ګواښ رامنځته کړي.
۲. د پاکستان نړیواله انزوا او بدنامي
د ترهګریزو ډلو سره دا ښکاره اړیکې پاکستان د نړیوالو په سترګو کې یو “ناقابل باور” هېواد ګرځوي. دا به پاکستان له سیاسي او اقتصادي کمزوریو سره مخ کړي، او د نړیوالو بندیزونو او فشارونو لامل به شي.
۳. د سیمې لپاره د داعش په څېر یو نوی ګواښ
امنیتي څېړونکي استدلال کوي چې کله وسلهوالې ډلې د سیاسي یا امنیتي موخو لپاره وکارول شي، وروسته یې کنټرول ستونزمن کېږي؛ ځکه د دوی خپل اهداف، ایدیولوژي او سیمهییز نفوذ پیدا کېږي. بیا له دې څخه د داعش په څېر د نړۍ لپاره یو ستر خطر رامنځته کېدای شي، چې د منځنۍ او جنوبي اسیا لپاره به یو بل سردرد جوړ کړي.
۴. د بلوڅانو او پښتنو ترمنځ تلپاتې دښمني
د اربکیانو له لارې د بلوڅانو او پښتنو ترمنځ د اختلافاتو رامنځته کول به د دې دوو قومونو ترمنځ تلپاتې کینې او دښمني رامنځته کړي، چې پاکستان به په کورنۍ جګړه او ټوټه ټوټه کېدو سره مخامخ کړي.
د پوځي رژیم دا امنیتي تګلاره چې د اربکیانو او شریرانو پر روزنې ولاړه ده، د لنډمهاله ګټو په تعقیب کې یوه ځان وژونکې تګلاره ده. دا نه یوازې د پاکستان د اوږدمهاله امنیت، ثبات او پرمختګ خنډ ده، بلکې د ټولې سیمې لپاره یوه ویجاړونکې ننګونه ده. که نن دوی شریران روزي، نو سبا به همدا شریران د دوی د ویجاړۍ سبب شي دا د تاریخ یو نه هېرېدونکی درس دی.












































