د پوځي رژیم د حالاتو، محاسبې او معادلې د بدلون په حال کې دي، او ډېر ژر به حسابونه روښانه او څرګند شي. هغه شومې طرحې او ناوړه موخې چې د اسلامي نظام د امنیت او ثبات پر ضد جوړې شوې وې او دي، په عمل کې ناکامې ثابتې شوې دي. د پاکستان پوځي رژیم په داسې حساسو شرایطو کې د خپلو ناسمو ستراتیژیو او پرلهپسې ناکامو سیاستونو له امله د سیمهییزې او نړیوالې انزوا له جدي ستونزې سره مخ شوی دی.
د پوځي رژیم واکمنو کړیو د خوارجو د ساتنې او اکمالولو ټټر وهلی دی، او د جګړیزو سیاستونو، اقتصادي ستونزو او ډیپلوماټیکو ناکامیو دوام پاکستان داسې پړاو ته رسولی چې د نفوذ ساحه یې راتنګه شوې او د بېاعتبارۍ نښې پکې په څرګند ډول لیدل کېږي. که چېرې د زور، مداخلې او تقابل پر بنسټ ولاړ سیاستونه دوام ومومي، دا به د پوځي رژیم لپاره وروستی فرصت وي.
په همدې لړ کې، د پوځي رژیم وروستیو بریدونو دا روښانه کړه چې د سیمې سیاسي، اقتصادي او امنیتي معادلې د بدلون په حال کې دي، او له دې وروسته به د هر ډول پوځي تحریک او یا د فشار سیاستونه د نویو واقعیتونو، اقداماتو او اهدافو له مخې وارزول شي.
لکه څنګه چې وروستي اقدامات یوازې د غچ اخیستنې تر عنوان لاندې محدود نه شي تعبیرېدای، بلکې د افغانستان د اسلامي نظام پر وړاندې د فشار، تقابل او احتمالي پوځي تنشونو د پراخېدو یو څرګند پیغام ګڼل کېږي. دا تحول یوازې د انتقامي عملیاتو په چوکاټ کې نه راټولېږي، بلکې د نوې مرحلې د پیل نښې هم ورسره تړل کېږي. له همدې امله، هر ډول ناسنجول شوې پرېکړې او توندې تګلارې به له سختو، تندو او تکتیکي حالاتو سره مخ شي.
له دې وروسته به د پاکستان د پوځي رژیم هر ډول ناسنجول شوی اقدام له متقابل غبرګون او نوو امنیتي محاسبو سره مخامخ وي. هغه لوری چې کلونه یې د جګړې او نیابتي سیاستونو له لارې د خپلو اهدافو د تحقق هڅه کړې، اوس له داسې واقعیت سره مخ دی چې د خپلو اعمالو پایلې په خپله تجربه کوي.
په وروستیو تحولاتو کې د نویو اهدافو تشخیص، د پرمختللو وسایلو کارونه او د دفاعي تدابیرو پر وړاندې د نفوذ وړتیا دا څرګندوي چې د سیمې امنیتي انډولونه د بدلون په حال کې دي. دا بدلون د دې پیغام ورکوي چې نور پوځي رژیم پر خپل پوځي ځواک او یا دفاعي سیسټمونو د برلاسۍ تکیه نشي کولی.
د افغانستان اسلامي امارت د خپلو پالیسیو، ستراتیژیکو ابتکاراتو او تکتیکي فعالیتونو له لارې داسې تجربې او مخینه لري چې د مخالفینو ګڼ شمېر محاسبې او پلانونه یې له ناکامۍ سره مخ کړي دي. همدا تجربه او عملي تګلارې دي چې د دښمن ګڼې طرحې او معادلې بېاغېزې کوي او د هغوی محاسبې له سره بدلوي. هغه ابتکارات او تکتیکونه چې په مناسب وخت او د اړتیا له مخې کارول کېږي، د دې وړتیا لري چې د مقابل لوري د امنیتي او دفاعي تدابیرو اغېز محدود کړي او د هغوی د محاسبې بنسټونه ګډوډ کړي. وروستیو پېښو هم وښودله چې، د دښمن له ټولو تبلیغاتو او ادعاوو سره سره، د هغه د پوځي رژیم دفاعي سیسټمونه او پلانونه له ستونزو سره مخ دي، او تر شا یې ډېرې نیمګړتیاوې او پوښتنې راولاړې کړې دي.
د پوځي رژیم لپاره باید دا حقیقت روښانه وي چې د زور، ګواښ او فشار پر بنسټ جوړې شوې محاسبې تلپاتې نه وي. هر هغه لوری چې د افغانستان د اسلامي نظام پر وړاندې د دسیسو، تخریبي فعالیتونو او خصمانه سیاستونو لاره خپله کړي، باید دا درک کړي چې د محاسبې او معادلې اړخونه بدل شوي او پخوانۍ محاسبې نور د عملي واقعیتونو استازیتوب نه کوي. د اسلامي امارت ستراتیژیک لید او تکتیکي انعطاف هغه ځانګړتیاوې دي چې د دښمن ګڼې محاسبې یې له صفر سره ضرب کړې او په نطفه کې یې خنثی کړې دي. هر ځل چې دښمن د نوې نقشې او تازه سناریو په هیله میدان ته راوتلی، عملي واقعیتونو یې حسابونه ګډوډ کړي او د هغوی تبلیغاتي ادعاوې یې بېاعتباره کړې دي.
د پوځي رژیم له لوري پر یوه مسلمان هېواد بریدونه یوازې تصادفي پېښې نه ګڼل کېږي، بلکې ډېر وخت دا ډول فشارونه او تېري د الله تعالی په حکمت سره د اسلامي نظامونو لپاره د لا پیاوړتیا، پراختیا او انسجام وسیله ګرځي. دغه ډول اقدامات په مسلمان ملت او امت کې د خپل نظام، ارزښتونو او خپلواکۍ د ساتنې روحیه لا پیاوړې کوي، او دا بهانه د اسلامي نظام د قلمرو د وسعت او پراختیا سبب ګرځي، ان شاءالله.













































