د سیمې وروستیو امنیتي تحولاتو یو ځل بیا دا پوښتنه راژوندۍ کړې چې هېوادونه څنګه کولی شي د خپلو امنیتي ګواښونو پر وړاندې اغېزمنه تګلاره غوره کړي؟ په اوسني امنیتي چاپېریال کې یوازې د پېښو له رامنځته کېدو وروسته غبرګون بسنه نه کوي، بلکې د احتمالي خطرونو پېژندنه، ارزونه او مخنیوی هم د امنیتي پالیسۍ اساسي برخه ګڼل کېږي. افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د تېرو څو لسیزو ناامنیو او شخړو له امله د امنیت او ثبات موضوع ورته ځانګړی اهمیت لري.
اوس باور دا دی چې د عمومي امنیت ساتنه یوازې په پوځي امکاناتو نه، بلکې په دقیقو معلوماتو، اغېزمنو امنیتي تدابیرو، پرمختللې ټکنالوژۍ او منظمې ستراتیژۍ پورې تړلې ده. له همدې امله، د امنیتي برخو وړتیا، د ګواښونو د تشخیص ظرفیت او د احتمالي خطرونو پر وړاندې چمتووالی د هر نظام د ځواک مهم معیارونه بلل کېږي.
په همدې لړ کې، د سیمې روان وضعیت ښيي چې امنیتي ننګونې لا هم د دولتونو د پالیسۍ په سر کې ځای لري. د بېلابېلو وسلهوالو ډلو فعالیتونه، سرحدي ستونزې او سیمهییز رقابتونه هغه عوامل دي چې د امنیتي معادلو پر بدلون اغېز کوي. له همدې امله، د ثبات او امنیت د ټینګښت لپاره د هر هېواد امنیتي نهادونه هڅه کوي چې د شته ګواښونو په اړه لا زیات دقت، همغږي او چمتووالی ولري.
په تېر بېساري برید کې افغان مېړنیو دفاعي هوايي ځواکونو د فرضي کرښې ها غاړې، په پښتونخوا او بلوچستان کې، دوه داسې مهم اهداف له منځه وړي چې د افغانستان د سر درد لپاره پکې شریرې کړۍ روزل کېدې. یو د تمام اسلامي امت د دښمنانو مرکز دی او بل د تښتېدلیو مرکز دی چې پاکستان حکومت راټول کړي او د افغانستان د ناامنه کولو لپاره یې روزي. افغان مسؤلین وايي تر دې وروسته به هره هغه دسیسه په نطفه کې له منځه یوړل شي چې د افغانستان د ناامنه کولو لپاره جوړېږي، هغه که له افغان خاورې بهر وي او که دننه.
هغه سکه چې یو مخ یې داعش او بل اړخ یې د پاکستان شریر پوځ دی، په ګډه د سیمې، نړۍ او په ځانګړې توګه د افغانستان د ناامنه کولو لپاره ګډه ملا تړلې ده. نور به یې دا منحوسه څېره بربنډېږي. دوی نور هغه ستراتیژۍ چې په دې برخه کې یې په لاره اچولې دي، د افشا کېدو تر سرحده رسېدلې دي.
له دې برید څخه څرګندېږي چې د افغانستان په نظامي پالیسۍ کې د پام وړ بدلون راغلی دی. نور له دفاعي حالت څخه تهاجمي حالت ته توجه زیاته شوې ده، او د اهدافو د پیدا کولو، خنثی کولو او له وړاندې د هغوی د له منځه وړلو په ستراتیژۍ کار شوی دی.
بلخوا، یاد برید څرګندوي چې افغان دفاعي هوايي ځواک په قوي هوډ د غچ اخیستلو توان لري. دوی د دښمن له څارګر سیسټمونو سره سره خپل هدف ته ځان رسولای شي. دښمن نه دی توانېدلی چې پر وخت د افغان ډرونونو مخنیوی وکړي. دا کار څرګندوي چې افغان دفاعي هوايي ځواک څومره پر خپل ځان کار کړی دی. د نظامي اړخ سربېره، عام وګړي هم په دې باور شوي چې دوی د یو قوي دفاعي هوايي ځواک خاوندان دي.
افغان دفاعي هوايي ځواک د الله جل جلاله په نصرت خپل هر قول تر عمل میدان پورې رسولای شي. که څه هم زماني محدوده به یې مخکې او یا یو څه وروسته وي، خو ټاکلي هدف ته په شمېرلو قدمونو ځان نږدې کوي.
په نړۍ کې به هېڅ داسې نظامي قدرت نه وي چې تقریباً په پنځو کلونو کې د پوخوالي تر پوړونو رسېدلی وي، او یا داسې چې د پنځو کلونو په جریان کې یې د اټومي قدرت لرونکو هېوادونو سره د غره وهلو جرئت کړی وي؛ خو افغان دفاعي هوايي ځواک دا په ډېر لنډ وخت کې نړۍ ته وښوده چې دوی په واقعیت کې د خپلې قوي رهبرۍ پر مټ د هر ظالم او جابر پر وړاندې په مناسب وخت کې اقدام کولای شي.
خو په اخیر کې ویلی شو چې افغانان شر خوښونکي نه، بلکې د شر او شریرو کړیو له منځه وړونکي دي، او د خپل قوي هوډ، سرسپارلي ملت، سالمې رهبرۍ او د لایزال رب جل جلاله په نصرت به همیشه د دې سرلیک لرونکي وي چې: «افغانان د شر او شریرو له منځه وړونکي».













































